د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف وايي د هېواد په جنوبي برخه کې په یوه هوايي میدان د حوثي یاغیانو په میزایلي برید کې شپږ ویشت ۲۶ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.
د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، پاکستان له افغان مشرتابه سره هوکړه کړې چې تر راتلونکیو دوو ورځو پورې به خپل فضايي حدود د افغان پروازونو پرمخ خلاص کړي.
پر انټرنیټ د خپرېدونکو خبرونو په اړه یو تازه نظرپوښتنه ښيي چې زیاتره خلک پر جعلي خبرونو د رښتیا باور کوي.
عمران خان وايي پاکستان په تېرو ۱۰ کلونو کې ۲۴ زره اربه روپۍ پوروړی شوی چې د نوموړي په ادعا د دې لویه وجه د دوو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن درغلۍ دي.
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړ. د اپوزیشن سیاستوالان وايي، دا بجټ پر ولس بار زیاتوي خو حکومت یې دفاع کوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.