په پاکستان کې د درغلیو په تور د اپوزېشن مشرانو نیول کېده دوام لري او تازه پېښه یې د پنجاب په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکښ حمزه شهباز ګرفتاري وه چې د جون پر ۱۱مه ونیول شو.
اسوسشيېټډ اژانس د افغان چارواکو له خولې وايي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه له ننګرهاره نورو سيمو ته غځېدلي دي.
د جون په ۱۱مه لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز د عبوري ضمانت غځولو درخواست رد کړ چې د نیب له لوري د نيولو پس په ټوکر نياز بېګ کې خپل دفتر ته یووړ.
د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د جون پر یولسمه د احتساب عدالت ته وړاندې کړل شو او د لسو ورځو په جسماني ریمانډ یې د نېب حراست ته وسپارلو.
د قزاقستان مرکزي الېکشن کمېشن د نهم جون ولسمشريزه ټاکنو رسمي او وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې يې لنډمهالی موقتي ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف په دروند اکثريت بریالی شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس سره د ملاقات پر مهال ویلي چې د ایران په نظر د موجوده تناو باوجود د تهران اټومي تړون د ژغورلو وړ دی.
د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت چارواکي وايي پاکستاني چارواکو ورسره وعده کړې چې د خپل اغېز په کارولو سره به طالبان افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېنولو کوښښ کوي.