د خېبر قبایلي ضلعې د باړې د ټېلیفون ایکسچینج په ۲۰۰۹م کال کې وسله والو ویجاړ کړی وو او تر اوس لا هم نه دی رغول شوی. ځايي خلک وايي دا ستونزه دې هواره کړل شي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جون پر ۲۱مه مازدیګر د خوست د ګربزو په ګلان کېمپ کې میشتو سلګونو وزیرستاینو مشرانو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې د مې پر۲۶ مه د خړ کمر د پيښې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر نیول شویو مشرانو او پلویانو د خلاصولو غوښتنه وکړه.