د پېښور مالګې منډۍ د "ګوند کتيرې" شربت ډېر نوم لري. شربت جوړوونکی سني عثمان وايي، دا د صحت لپاره خورا ښه دی. دی وايي، په روژه کې د ګوند کتیرې شربت زیات خرڅېږي. خو دا شربت څنګه جوړېږي؟ ځواب یې په ویډیو کې.
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د مشال مرکه له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره شوېده.
په سوات کې ګڼ خلک تر روژه ماتي وروسته بازار ته ځي او د اختر لپاره شیان اخلي. په دوی کې ماشومان هم شامل دي چې رنګارنګ شیان اخلي خو میندې او پلرونه یې وايي، ګراني خورا زیاته شوې. په دې ویډیو کې مو د سوات یوه بازار ته ورولو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د سېنېټ د بشري حقونو د قایمه کمیټۍ غړي عثمان کاکړ د سېفران [د سرحدونو او ریاستي چارو] د وزیر شهریار اپریدي
د هېلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ. وېډیو: الیاس داعي
د کرکټ په دولسم نړیوال جام کې نن بنګلادېش او جنوبي افریقا میدان ته ووځي. دا د سږني نړیوال جام پنځمه لوبه ده چې په لندن کې ترسره کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره د افغانستان سولې