په پاریس کې د کابل کچن په نوم یو ریستوران خلاص شوی چې چلوونکي یې دوه افغان کډوال او یوه فرانسوۍ ښځه دي. په دغه ریستوران کې بیلا بیل افغان خواړه پخیږي چې ګراکان یې ډېر خوندور بولي. د ګټې یو څه برخه له کډوالو سره پر مرسته هم لګېږي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډيويي راپور وګورئ چې ملیحه امیرزاده تیار کړی دی.
يو شمېر افغان سياستوال د يوې څېړنيزې ادارې لخوا پر افغان سولې د خبرو لپاره د جون پر ۲۲مه پاکستان ته تللي وو. د افغانستان د امنيت شورا پخوانی سلاکار او د ولسمشرۍ کانديد حنيف اتمر هم په دې ډله کې شامل و. له نوموړي سره زموږ همکار طاهر خان پر افغان سوله، د پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکو او وسله والو په اړه خبرې کړې دي.
د امریکا خزانې وزیر وویل چې د دغو بندیزونو په لګولو سره به د ایراني رژیم په لسګونه اربه ډالر بند کړي.