د پېښور تاجرانو او دوکاندارانو د جون پر۲۷مه د پېښور په چوک یادګار کې د صوبايي او وفاقي حکومت د نوو ټېکسونو او نوو پالیسیوو پر ضد احتجاجي لاریون وکړ. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کالاش فارسي ګله، چې هنري نوم یې اریانا دی، وايي، په سیمه کې یې د موسیقۍ لپاره اسانتیاوې نشته. نوموړې په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان په کوک سټوډیو کې د ((پاریک)) په نوم کالاشۍ سندره ویلې وه. اریانا په اردو، پښتو، چترالۍ او کالاشۍ ژبو سندرې وايي. د پښتو سندره یې په ویډیو کې وګورئ.
امتياز حسين وايي، رباب او هارمونيم يې له استادانو ياد کړي او اوس د سيمې ځوانانو ته د دې الاتو غږول ورزده کوي.
د خوست د ولایتي شورا او مدني ټولنو غړي غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیول شي او په اوږدمهالو قراردادونو دې هم نه ورکول کیږي.
د تیر کال په مې مياشت کې د يوه ډالر نرخ ۱۲۲ روپۍ وو چې نن يو سل درې شپيته روپۍ پنځوس پيسو ته رسېدلی دی.
سټولټنبرګ په بروکسل کې ازادي راډیو ته پرون د چهارشنبې په ورځ د خبرو پر مهال طالبان مخاطب کړل او ویېویل چې جګړه نهشي ګټلی.
غني او خان د امنیت پر لارو چارو هم غږېږي او د دواړو هېوادونو مشران د افغانستان جګړې پر ختمولو او سوله خبرې اترې کوي.