د اپرېل پر ۲۹مه، د سوات په سیدو شریف کې ګڼو ډاکترانو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. دا هغه ډاکتران دي چې د ۲۰۱۱ز کال او ۲۰۱۷ز تر منځ په موده کې یې زده کړې بشپړې کړې دي خو د ناامنیو له کبله یې د فراغت مراسم نه ول شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اپرېل پر ۲۹مه، افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې ګډونوال به درې ورځې له طالبانو سره د سولې پر اړخونو غږېږي او بیا به حکومت ته مشوره ورکوي. د رویټرز اژانس ویډیو.
د پي ټي اېم مشر منظور پښتين ويلي چې پاکستان په لسګونه جاسوسي ادارې لري، که د دوی په اړه ورسره ثبوتونه وي نو ولې یې نه وړاندې کوي.
د اپرېل پر ۲۶مه د یادې ادارې په خپاره کړي بیان کې راغلي، چین ته د ناویانو د دغه ډول ناوړه ګورېزۍ تورونه په څه نا څه پينځو نورو اسیايي هېوادونو کې هم لګول کېږي.
د بشري حقونو نړیوال او کورني سازمانونه او فعالان وايي، په افغانستان کې اوس هم ګڼې ښځې د کورني تاوتریخوالي ښکارېږي. خدیجه یو له هغو ښځو څخه ده چې مېړه ورباندې تشدد کړی او اوس د ښځو د ساتنې په یوه مرکز کې اوسي. د نوموړې مېړه پر هغې ایشېدلې اوبه پاشلې وې او بیا یې په چاقوګانو وهلې وه. د حقونو فعالان وايي، پر دې هر څه سربېره په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه شوي. دوی له طالبانو سره داسې موافقه غواړي چې پکې د ښځو د حقونو خوندیتوب ضمانت وي. د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام وايي وزيراعظم عمران خان خو چې په اوله ورځ چين ته ورسيدو نو له هرکلي يې اندازه وشوه
افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل پر ۲۹مه په کابل کې له طالبانو سره د سولې مشورتي لویه جرګه پرانیسته. د جرګې د بېلا بېلو برخو انځورونه وګورئ.
د جرګې امنیت لپاره په کابل کې یوه اوونۍ عمومي چوټي اعلان شوې او ځای پر ځای امنیتي پوستي جوړې شوې دي چې د ځېنو خلکو