حضرت عمر زاخېلوال وایي، اوس په ډېره سختۍ د سولې فرصت برابر شوی چې باید له لاسه ورنه کړل شي. د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي په دې او نورو مسایلو په پاکستان کې له افغان پخواني سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره خبرې کړي. ویډیو او ایډېټ: تمیم اخګر
په پېښور کي د ټولې صوبې ډاکټرانو ټولنو د نوې حکومتي پارلیسۍ خلاف په چارشنبه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي لاریون وکړ. ډاکټرانو د صحت لپاره نوې تګلاره د سرکاري روغتونونو د نجي کولو په مانا وبلله او وايي هېڅکله به یې و نه مني. له پېښوره د غلام غوث ویډيو راپور
۱۱۶ کلن محمود علي بابا د هند په عامو انتخاباتو کې رایې اچولو ته تیاري نیولې او نورو خلکو ته هم وایي چې خپلې رایې دې خامخا استعمال کړي. په دې اړه نور حال د رویټرز په دې ویډیو کې وګورئ.
په دوشنبه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په مشرۍ د غلنۍ په جرګه تالار کې د صوبايي کابینې غونډې د ایس نشې ضد قانون جوړولو منظوري ورکړه او هلته یې د پسرلي لوبو ننداره وکړه. د شاهنواز تره کزي ویډيو
د کوزه مومندو ولس غوښتنه کوي چی حکومت دې لومړی د وارسک ډېم رایليټي دوی ته ورکړي بیا دې د بجلۍ میټرې ولګوي. د چارشنبې سهار مهال د سیاسي اتحاد، سماجی ډلو او کاروباریانو یوشمېر غړیي د پرچاوي مېچنۍ ته راوتلي ول او سړک یې تړلی وو. د قامي اسمبلی غړي ساجد مومند وایي چې میټری به نه لګېږي ځکه چې دوی به د بجلۍ رایلیټي لپاره غږ پورته کوي. د شاهنواز ویډيو
د روانې اپريل مياشت پر۱۶مه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې اپوزيشن ګوندونو پر صوبايي حکومت ټکونه وکړل چې ولې يې د پېښور د حيات اباد په څېر د يوې سيمې، چې د
متحده عرب اماراتو د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه پرېکړه وستايه چې د کانګرس يو پرېکړهليک يې ويټو کړى دى.
پاکستان هيومن رايټس کميشن د اپريل پر ۱۵ مه نېټه په خپور شوي خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې رسنۍ له سنسر شپ سره مخامخ دي.
د پاکستان طبعي ناروینونو سمبالولو ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په ټول هېواد ملک کې د باررانونو او سېلابونو له امله نهه ديرش کسان وژل شوي او د سلو زيات ټپيان دي.
په کندهار کې د ۲۰۵م اتل قول له روزنیز مرکزه د اردو شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري فارغ شول. دغه سرتېري چې په تېرو درېيو میاشتو کې يې د وسلو کارولو او جګړې مهارتونه زده کړي وايي له وسله والو سره جګړې ته تیار دي او هغه وسله وال به وځپي چې سوله نه کوي. ویډیو: محمد صادق ریښتینی ایډیټ: لېمه هادي
د بې پولې خبريالانو سازمان پر يوه پاکستاني خبريال شاهزېب جېلاني د انټرنيټي ترهګرۍ او د پاکستانيو ادارو د بدنامولو په څېر د لګول شويو تورونو غندنه کړې ده.
د افغانستان طبعي پېښو سمبالولو وزارت ویاند محمد قاسم حیدري د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د کابل په ګډون په ۲۰ ولایتونو کې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې بارانونو او سېلاوونو ۱۳۴ تنه وژلي دي.
په افغانستان کې له تېرو دريو ورځو راهيسې روانو بارانونو او سېلاوونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د بارانونو او سېلاوونو له کبله تر اوسه پورې ۱۳۴ کسان وژل شوي دي چې پکې زياتره مرګ ژوبله په اوسنيو کې سېلاوونو کې اوښتې ده.