په نیوزيلېنډ کې یوه ځوان پرله پسې ۳۳ ساعته په ټال کې وځانګل او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ. ژر ده چې د نړۍ د ریکارډونو اداره ګینیز ورلډ ریکارډ به هم دا له ځان سره ولیکي. په دې اړه د رویټرز ویډیو وګورئ.
د افغانستان د لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو سلګونو دیني عالمان د اپرېل پر ۱۸مه د جلال اباد په ښار کې راټول شوي او له حکومت او طالبانو غواړي چې خپل عملیات وځنډوي او اوربند وکړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتنو په لرغونو دودونو او رواجونو کې څلي او نرخونه د دې لوی ټبر هغه ارزښتونه دي، چې له پیړیو يې د دې په رڼا کې د ژوندانه چارې سمبالې کړي،لويې او وړې ستونزې يې پرې هوارې کړي او خلکو يې پرېکړو ته درناوی کړی دی.
د جاپان تابعيت لرونکی وګړی ناکامورا چې د جاپانۍ خيریه موسسې مشري کوي، له ۲۰۰۳ز کال راهيسې د ننګرهار په کامه، بهسود، کوز کونړ او دره نور ولسواليو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړي او اوس ورته افغانی تابعيت منظور شوی. په دې اړه د شاه محمود شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
په هند کې د پارلماني انتخاباتو دویم پړاو پیل شوی دی. ټینګ امنیتي ګامونه پورته شوي خو بیا هم په ځینو سیمو کې د تشدد پېښې رامنځ ته شوې دي. بوریوال کاکړ د رویټرز اژانس پر ویډیو ولاړ راپوټ وړاندې کوي.
حشمت سهار په وروستيو کې اسټراليا ته تللی او هلته مېشتو پښتنو او افغانانو ته يې د موسيقۍ پروګرامونه کړي دي.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د درملنې لپاره بهر هېواد ته تګ غواړي خو وفاقي حکومت يې نوم له اي سي اېل څخه نه لیرې کوي. نوموړې دا خبرې نن په پېښور کې يوه پرېس کانفرنس ته وکړې. د ډاکټر سيد عالم مسود په وینا د اپرېل په اوومه پېښور های کورټ د ده نوم له اي سي اېله د لیرې کولو حکم کړی دی خو لا هم حکومت ېې نوم نه لیرې کوي. ځلاند يوسفزي له نوموړي سره خبرې کړې دي.
د قبایلي ضلعو د لوبو د ډایریکټوریټ چارواکي وایي په دې کې له باجوړه تر وزیرستانه په سلګونه لوبغاړي برخه اخلي او ۲۶ لوبې پکې شاملې دي او تر دوه ونیو پورې به دوام لري. نوموړي دا هم وویل چې په خېبر کې به د لوبو میدانونه جوړوي او خلکو ته به یې تفریحي موقعې ورکوي او سیاحت ته به یې وده ورکوي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د زيارت په ورځ د اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنېو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د یوې پوښتنې په ځواب کې د افغان طالبانو لخوا اعلان کړل شوي پسرلني عمليات په ښکاره و نه غندل خو وينا يې وه چې پاکستان په افغانستان کې امن او سوله غواړي او په دې لړ کې به خپل کردار ادا کوي.
اسوشییېټد پرېس لیکي په هند کې نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شوی چې ورته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې سخت امنیت نیول شوی دی.
د انډونيزیا د ټاکنو لومړۍ نتيجې ښيې د دې هېواد موجوده ولسمشر جوکو وېډوډو تر ټولو مخکې دی. په انډونيزیا کې د اپرېل پر ۱۷مه د ولسمشر او نوي پارلېمان ټاکلو لپاره رايي واچول شوې. په دې اړه د رویټرز ويډيويي راپور له اسرار عالم مومنده اورو.
د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي ویلي، قطر ته د تلونکي پلاوي سفر ځنډول شوی دی
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم لانجمن شوی دی. د فلم نوم افغانستان پرېښودل دی خو پر فلم د روسيې هغو پخوانيو عسکرو او قوماندانانو نيوکه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي. انتقادکوونکي وايي چې په فلم کې د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو غير ملي انځور ښودل شوی دی.
د امريکايي طالب په نامه مشهوره، د امريکا يو وګړی، جان واکر لیند چې په ۲۰۰۲ کاال يې د طالبانو لپاره د جنګېدو اقرار کړی وو، په زندان کې د ۱۷ کلونو تر تېرولو وروسته خوشي کېږي.
د بلوچستان په مکران سيمه کې پر کوسټل های وې ناڅرګندو وسله والو ۱۴ کسان د سورليو له بسه راښکته کړي او وژلي دي.