په نړۍ کې د نفوسو زياتېدونکي شمېر او چاپريال ساتنې ته په کتو سره ساينسپوهان په ليبارټرۍ کې د غوښو پر تولېدولو څېړنې کوي. اوسمهال په ليبارټۍ کې د غوښې د يوه کلو ګرام په توليدولو ۲۰ زره ډالر لګښت راځي.
د وزن پورته کول په افغانستان کې معمولاً د نارینه وو کار دی، خو د مس رېسلېنګ په نوم د لوبو په پیل سره ښځې هم دغو سیالیو ته ورګډې شوې دي. زموږ همکاره د دې سیالیو د تمرین پرانیستې ته ورغلې او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی چې نصرت پارسا اېډېټ کړی.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې دې د هغو کسانو له ټاکلو ډډه...
د اپرېل پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د مذاکراتي کمېټۍ غړي سردار حبیب الرحمان دومړ او د حکومتي مذاکراتي ډلې یوه غړي اصغر خان اڅکزي
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې روشن کلیم سرهندي مېلمنه وه. نوموړې لیکواله او شاعره ده. نوموړې د ملاکنډ د تاڼې سیمې سره تعلق لري او وايي چې مشران یې لسګونه کلونه پخوا د هندوستان له سرهنده پښتونخوا ته تللی دي.
د تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا سلاکار ضیالله بنګش د اپریل پر اوومه، مشال راډیو ته وویل چې او س به د سکولونو د ښو نتیجو مطابق د استادانو په تنخاګانو کې زیاتوالی راولي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي ادعا کوي، داسې کره مالومات يې ترلاس کړي چې ښايې هند د اپريل مياشتې دريمې اوونۍ په دوران کې پر پاکستان حمله وکړي.
په کوټه کې د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مرستیال مشر لیاقت علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل،د ژوند ژغوروونکي ضروري درمل له حده زیات ګران شوي، د غریبانو وسه نه کېږي چې وایې خلي. خلک در په در شول، د علاج وس یې نشته.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د قبایلي ضلعو پشمول په ټوله صوبه کې به د ۲۴ اربو روپو په لګښت ۴۲ پرمختیايي منصوبې ترسره کوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "اروپا ورځ" په نوم مېله شوې چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو جوړه کړې وه. د اپرېل شپږمې پر ماخوستن دې مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې د اروپايي هېوادونو سټالونو ته ورغلل او د ویزې تر لاسه کولو په ګډون یې د هغو هېوادونو د کلتور په اړه معلومات تر لاسه کړل. په اړه یې دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د فارن پالېسۍ خپرونې په یوه لیکنه کې ویلي چې امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو ډیپلوماټانو شمېر...
ډي اېس پي عطاالرحمان تر ننه په خپلې ډیوټۍ باندې دی. دی تر اوسه خپله سرکاري عهده استعمالوي. موږ بار بار د هغه د ګرفتارۍ غوښتنه