د سوډان ولسمشر عمر البشیر تر دېرش کلنه واکمنۍ وروسته د اپرېل پر ۱۱مه له واکه لرې کړل شو. هغه په ۱۹۸۹م کال کې کودتا کړې وه او واک یې ترلاسه کړی وو. بوریوال کاکړ په دې اړه د رویټرز اژانس پر ویډیو ولاړ رپوټ وړاندې کوي
په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالف متحده مجلس عمل غړې مولانا لطف الرحمان وايي چې دارالعلوم حقانیې ته د دې مالي مرستو ورکول مدرسو له وده ورکول نه بلکې سیاسي ګټې ترلاسه کول دي.
د خبریال مطلوب حسین علوي کورنۍ وايي، د مارچ پر۳۰مه په درېوو ګاډو کې د پولیس په ملتیا ځینې خلک راغلل، مخونه يي پټ ول او علوي يې له خپله کوره بوتلو. د هغه ورور منهاج وايي چې پر سوشل میډیا د علوي څرګندونو کیدای شي ځینې خلک ناراضه کړي وي.
شوکت محمود وايي، غزل يې زيات خوښيږي خو د ولس لپاره کله نه کله مستې سندرې هم جوړوي.
په پاکستان کې خبريالانو د برېښنايي رسنیو سمبالولو پر نوې حکومتي ادارې (پیمرا)انديښنه ښودلې. په لاهور کې مشر خبريال امتياز عالم د شورو پر ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د پېمرا دا نوې اداره به ټولې رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د پاکستان پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) ویاند جنرل اصف غفور د اپرېل پر ۱۰مه بهرني خبریالان او ډېپلوماټان د خیبر پښتونخوا بالاکوټ هغې سیمې ته بیولي ول چې هند ورباندې د فبرورۍ پر ۲۶مه پکې بمباري کړې وه. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
په دې انتخاباتو کې د اوسني وزیراعظم نریندر مودي ګوند بهارتیه جنته پارټۍ او د راهول ګاندهي په مشرۍ کانګریس ترمنځ د سختې مقابلې امکان ښودل شوی دی.
چارواکي وایي د شمالي وزیرستان سپین وام کې بېګا ماښام د ماړيپټرولیم کمپنۍ پر کارمندانو په وسله وال برید کې د کمپنۍ دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د اپریل پر۱۰مه په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.
زما په فکر، خلک او نوی نسل له طالبانو سره د سولې پلویان دي او دې ته خوشاله دي چې طالبان په نظام ورګډ شي.