د خیبر پښتونخوا په مردان کې حکومت د جاپان په مالي مرسته د ښځو لپاره ځانګړی بس سروس پیل کړی دی. دې ته ګلابي بس سروس ویل کېږي چې پرانسته يې نن وشوه. د دې بسونو لپاره ځانګړي انتظامات شوي او یوازې ماشومان او ښځې پکې سفر کولی شي. د مشال راډيو خبریال شبیر جان یې ویډيو راپور تیار کړی.
په داسې حال کې چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د غريبۍ ختمولو لپاره د احساس په نامه پروګرام پېل کړی، خلک له ګرانۍ شکايت کوي. په دې ويډيو کې يو سړی وايي: عمران خان غربت نه بلکې غريبان ختموي. ويډيو: رويټرز راپور او ایډيټ: بشير ګواښ
په اسلام اباد کې د اپریل پر څلورمه د کورنيوو چارو وزارت په جاري شوي نوټيفيکېشن کې ویل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر محمد شهباز شریف نوم يې بهر هېودونو ته د تګ د بندیز کنټرول لېسټ څخه لېرې کړې.
حيات افغان وايي، اکثره وخت وغواړي چې سندرې د پېښور په سټوډيوګانو کې جوړې کړي، خو د پاکستانۍ وېزې ترلاسه کول ورته ستونزمن شي.
په ايران کې له تېرو شا او خوا دوو اونيو راهیسې د بارانونو له وجې راغليو سېلاوونو ۵۷ کسان وژلي دي. د سيندونو ماتېدو له کبله اوبو يوشمېر کلي او سيمې لاندې کړې دي. په دې اړه د اسرار عالم مومند دا ويډيويي رپورټ وګورئ.
د بن یاسر کوهستاني په مشرۍ ځینو مدني فعالانو، د اپریل پر درېیمه په پېښور پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال، له حکومته غوښتنه وکړه چې د افضل کوهستاني د وژنې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن سهار مشال راډیو ته ویلي، پاکستان کېدای شي، له خلیلزاده وغواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شویو وروستیو خبرو د پرمختګونو او هوکړو جزیات ورسره شریک کړي.
د شمالي وزیرستان ځايي خلک وايي، د سیمې ډېری ولس اوس په خپلو ماشومانو زده کړې کوي خو په سرکاري سکولونو کې د استادانو کمی یوه لویه ستونزه ده چې له وجې یې ګڼ ماشومان له تعلیمه محرومه دي. د عمر دراز وزیر ویډیويي رپورټ.