په پېښور پوهنتون کې د امن پر موضوع د هنري کارونو، نقاشۍ او د لاسي توکو یو نندارتون جوړ شوی وو چې پکې د صوبې یوشمېر زده کونکو ګډون کړی وو. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
ځوانانو او فعالانو زیاتوله، اوس تر ډېره ځوانان چې په ترکیب کې يې ښځې او نجونې هم شاملې دي، د کتاب لوستنې په اهمیت پوۍ شوي او هڅه کوي، چې لږ تر لږه په یوه برخه کې مسلکي زده کړې ولري.
په کوټه کې د اپرېل پر ۲۳مه د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت یوه غونډه وشوه چې په کې د ګډونوالو وینا وه چې کتاب د امن او خوشحالۍ پوهه ورکوي. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.
په هند کې د پارلماني انتخاباتو دریم پړاو پیل شوی دی. په دې پړاو کې به هم په یو شمېر ریاستونو کې ولس د دې لپاره رایې اچوي چې خپل استازي پارلمان ته ولېږي. بوریوال کاکړ د اېسوشییټډ پریس اژانس پر ویډیو ولاړ راپوټ وړاندې کوي.
د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وایي چې له کتاب لوستنې سره په دې ولایت کې د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې ده. په دې اړه د صادق رښتینی ویډیويي رپورټ لري.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په تېر یو کال کې په دغه هېواد کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه ...
د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی ظفر اقرار وايي چې د نوي او زړې موسيقۍ په تړلو سره دې هنر ته نوره وده ورکول کېدای شي. نوموړي د مشال راډيو په خپرونه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې د خپل ژوند او هنر په اړه تفصيل شريک کړی دی. دا خپرونه د ځلاند يوسفزي په تخنيکي مرسته جوړه شوې ده.
د بلوچستان د بلوڅ مېشته سیمې د نصیر اباد په ډېره مراد جمالي کې د ۲۲م اپرېل په شپه چاودنې ۱۰ تنه ټپي کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر۲۲مه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې رسمي سفر کې افغانستان ،هند ، پاکستان ، قطر، روس او انګلستان ته ځي.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د اپرېل پر ۲۲مه يې د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند دوبندي سیمه کې ۷۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکي چې په یو پیکب ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول، د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
د افغانستان په لوګر کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او عامو اوسېدونکو په قطر کې د سولې په تړاو د خبرو په لغوه کېدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې په خپلو کې خبرې اترې وکړي.