د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فېشن ننداره شوې چې پکې د ګڼو جامو جوړوونکو کالي نندارې ته وړاندې کړل شو. په دې کې روایتي او کلتوري کالیو ته د نوی دور بڼه ورکړل شوې وه. انیسه اجمل په دې اړه د ایسوشيېټد پرېس ویډیو پښتو کړې ده.
د افغانستان په مرکز کابل کې وسله والو نن غرمه د مخابراتو وزارت پر ودانۍ بريد کړی چې تر دې دمه افغان امنيتي ځواونو دوه بريدګر وژلي خو جګړه لا هم روانه ده.
د امریکا د پراختیايي ادارې يوسیډ، پروموټ څانګې په ننګرهار کې په۱۳۹ نجونې د يوه کال په دوران کې په دولتي چوکاټ کې د کار کولو په موخه وروزلې او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه يې ورکړل.
د کابل د جنايي تحقیقاتو مشر محمد سالم الماس وايي، امنیتي ځواکونونو د مخابراتو وزارت ته د حمله کوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د افغانستان د ننګرهار لپاره نوی امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دې ولایت ملکي او نظامي منسوبینو او ولس ته وروپېژندل شو.
د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې ګڼو خلکو د ايسټر په لاريونونو کې برخه اخیستې. پر دې اړه درته اسرار عالم مومند د رويټرز ويډيويي راپور وړاندې کوي.
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک له حکومته غوښتنه کوي چې قبایلي ضلعو کې د راتلونکو صوبايي انتخاباتو لپاره دې د دوي د ووټونو اندراج په خپلو حلقو کې وشي.
په اسلام اباد کې د اپرېل پر ۱۹مه درې ورځنی د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی چې په کې د اردو، پښتو، انګرېزي، چينايي او فارسي په ګډون د مختلفو ژبو کتابونه ایښودل شوي دي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان د سرښار کوټې په بيوټمز پوهنتون کې د اپرېل پر ۱۹مه د ګوزڼ ناروغۍ د پوهاوي په اړه د انځورونو نندارتون جوړ شوی و چې زده کوونکیو ته د ګوزڼ د پوهاوي په اړه معلومات ورکړل شو. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي راپور وګورئ.