د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.
په اسلام اباد کې د یو سکول زده کونکیو او استادانو د امن مارچ په نوم لاریون وکړ. لاریونوالو ویل پرمختګ هغه وخت راتللی شي چې په یو هېواد کې امن وي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
پرون [د اپرېل پر اتمه] د کابل شمال ته بګرام هوایې ډګر ته نږدې په یو برید کې درې امریکایي سرتیري او یو امریکایي قراردادي وژل شوي دي. راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي ويډيو: رويټرز اژانس
ثنا تاجک نوې پښتو سندرغاړې ده او تر شهرت موندلو وروسته یې د موسيقۍ رسمي زدهکړې پیل کړي. دا د خيبرپښتونخوا د دير سيمې اوسېدونکې ده خو د سندرو ويلو خوب په کلي کې بلکې په پېښور کې پوره شو.
د ايران ولسمشر د امريکا هغه پرېکړه غندلې چې د ايران انقلاب ساتونکی ځواک يې بهرنی ترهګر سازمان نومولی دی.
د خیبر پښتونخوا حکومت په ګرده صوبه کې سکولونو ته د ماشومانو داخلولو مهم پرانست چې پیل یې اعلا وزیر د جمرود په یوه سرکاري های سکول کې له یوې غونډې وکړ. پر دې مهال د محمود خان وینا وه چې په دې صوبه کې ۲۶ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي او هڅه یې ده چې سږ کال اته لکه ماشومان ښوونځيو ته واچوي.