د ټولنيزو مطبوعاتو يوې کمپنۍ فېسبوک د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې ISPR د کارکوونکو سره تړلې ۱۰۳ اکاونټونه بند کړې دي. فېسبوک د اپرېل په لومړۍ نېټه خپاره کړو معلوماتو کې وويل چې په دې اکاونټونو کې پاڼې او ګروپونه شامل دي.
په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونه وايي د تحريک انصاف حکومت به اتلسم آييني ترميم کې بدلون کولو ته پرينږدي.
د اپرېل پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې خلیلزاد دا هم وویل چې امریکا د افغانستان د سولې پروسه نه انحصاروي، بلکې د سیمې نور قدرتونه
د هسپانیې یو پخونکی (اشپز) وايي، د ډاکترانو په مرسته داسې چاکلېټ جوړوي چې د سرطان د هغو ناروغانو د خولې خوند بحال کړي چې د دواګانو له وجې یې دا حس ختم شوی. ځېنې ناروغان چې دا چاکلېټ خوري نو وژاړي او ځېنو ته د وړوکتوب ورځې وریادېږي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې خلکو د ځمکې ساعت لمانځلی دی. په اسلام اباد کې ګڼ خلک د پارلېمان ودانۍ مخې ته ورغونډ شول او د شپې اته نیمې بجې د ټولو ودانیو رڼاګانې ګل شوې. د یو ساعت لپاره د برېښنايي څراغونو ګلولو یا بندولو یعنې د ځمکې ګړۍ لمانځلو موخه د اب و هوا بدلون په اړه پوهاوی پیدا کول دي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
رویټرز خبري اژانس لیکي د ټولنیزو رابطو وېبپاڼې فېسبوک ویلي دوی هغه ۱۰۳ فېسبوک پاڼې او اکاونټونه تړلي چې د دوی په وینا د پاکستاني پوځ عامه اړیکو چارواکیو چلول.
د احتجاجیانو وینا وه چې دغه شوکماري تر یوه پلان لاندې شوې ځکه چې له غلو سره درنه وسله او موټران هم ول او دوی په یوه ګنټه کې دننه دوکانونه مات کړي او تللي دي.
د اوکراین ولسمشرۍ چوکۍ ته ۳۹ تنه امیدواران ول. د ټاکنو دوهم پړاو به د روانې میاشتې په ۲۱مه کېږي چې سیالي به د زیلینسکي او پیتروپوروشینکو ترمنځ وي.