د وزیرستان د ځوانانو اتحادیې په سیمه کې د وجیري ګلونو نندارې په نامه میله پیل کړې ده. دوي وايي د دې پخواني دود بیا ژوندۍ کولو هدف په سیمه کې د ویرې احساس ختمول او د امن پېغام خپرول دي.
د افغانستان د خوست په لنکن ښوونیز مرکز کې ۵۳۵ ځوانانو د کمپیوټر او انګریزی ژبې شپږ میاشتنۍ وړیا زده کړې بشپړ کړې او د اپرېل پر شپږمه یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د بلوچستان په زیاترو روغتونونو کې د دوایانو د نیشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد د پېښو پرضد د اپرېل پر شپږمه هم د کوټې په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونو کې کاربندیز شوی دی.
په هند کې پارليماني انتخابات د اپريل پر ۱۱مه کېږي چې د مې تر ۱۹مې پورې به دوام ولري. د ۱۷ لوک سبها ټاکنې به په اوو پړاونو کې ترسر کېږي.
د اپرېل څلورمه د ځمکلاندې بمونو يا ماينونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ وه. د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې راسره د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ فريد اصغر په دې اړه خبرې کړي چې ماين چاودنو د قبايلي ځوانانو ژوند څومره اغېزمن کړی او له دې چاودنو دوی څنګه ځان او نور انسانان ژغورلی شي. اصغر وايي په قبايلي سیمو کې ماينونو لسګونه جينکۍ او هلکان معذوره کړل او د نورو د معذوه کېدو خطر هم شته ځکه چې اوس هم په يوه غټه اندازه تر ځمکې لاندې ماينونه ښخ دي. دا خپرونه چې کوربه يې اسرار عالم مومند دی، لاندېاورېدلای شئ... Читать дальше...
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاټا او فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو چارې ګړندۍ کولو او هلته د پرمختيايي کارونو پېلولو لپاره يې کمېټۍ جوړې کړي او کاري ډلې يې ګومارلي خو ځايي ولس وايي عملي کار ته په تمه دي.
پر پاکستان تور پورې کېږي چې د طالبانو جنګي مشران هلته اوسېږي او له هغه ځايه يې مالي او عسکري مرسته کېږي خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چې پر طالبانو نفوذ نه لري او نه هم هغوی د پاکستان په لاس کې دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د خدايي خدمتګار تحريک د باني او عدم تشدد د فلسفې لاروي خان عبدالغفار خان (باچا خان) پر مزار د کمپلکس د جوړېدو ځنډېدلې چارې کابو پینځه کاله وروسته د اپرېل پر پینځمه نېټه بیا پیل شوې دي.