د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.
د اپريل پر څلورمه نېټه به د ځمکني ماينونو په اړه د پوهاوې د خپراوي نړيواله ورځ وي. ملګري ملتونه وايي چې ځمکني ماينونو لاهم د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. د دوی په وينا د ۲۰۱۲ م او ۲۰۱۷ م کال په موده کې په افغانستان کې د ماينونو د قربانيانو شمېر پنځه چنده زيات شوی دی.
رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر اڼترنیټ د جعلي خبرونو خورېدو سره په جمهوري عمل او انتخاباتو اغېز پرېوځي او د فېسبوک او ټويټر غوندې د ټولنیزې مېډیا چلونکیو اوس د داسې رقم جعلي خبرونو او اکاونټونو د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
د وزیرستان ځوانانو اتحادیې یوتهـ اف وزیرستان د اپرېل په دویمه په میرعلي کې احتجاجي لاریون وکړ او په سیمه کې د هدفي وژنو او بدامنۍ ضد یې شعارونه ورکړل.
د افغانستان کونړ ولايت مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بېدار د اپرېل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان سره د اوږد سرحد له کبله کونړ د داعش د خوښې سيمه ده خو دوی به يې پرېنږدي چې دغلته مرکزونه جوړ کړي.
د پاکستان حکومت د پیټرولو او ډیزولو نرخونه زیات کړي دي. په د مارچ پر ۳۱مه د وفاقي حکومت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پيټرول او ډیزل ۶ روپۍ او د خاورو تېل درې روپۍ پر یوه لیټر ګران شوي دي. د تیلو د نرخونو زیاتیدو په اړه په اسلام اباد کې د یو شمېر خلکو نظرونه په دې ویډیويي رپورټ کې واوړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر غړي محمد ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې مقدمه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په لورالايي پوليس تاڼه کې درج شوه.
د بلوچستان مرکزي ښار کوټې په پښتون اباد کې د لوټل شویو لسګونو دکانونو دکانداران پر احتجاج دي او له حکومته د تاوان غوښتنې ترڅنګ د هغو پولیس افسرانو سزا کېدل غواړي چې د دندې پر وخت یې غفلت کړی دی. د ایوب ترین ویډيو راپور
د «سولې» په نوم د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سيالۍ ترسره شوي دي. د اس ځغلونې په دغه سيالیو کې د ډېورنډ کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکو ګډون کړی وو. صادق رښتیني په دې اړه دا ویډيويي راپور برابر کړی دی. ایډيټ: لېمه هادي