بریتانیا په پام کې لري چې د کنسرتونو او ورزشي لوبو په څېر د راټولېدنو د بیا پرانیستې لپاره د کرونا د منفي ازموینې لرل تجربه کړي. د دغه هېواد چارواکو یکشنبه اعلان وکړ چې صدراعظم بورېس جانسون په پام کې لري د هغه څه زیات جزئیات چې د کرونا پاسپورټ بلل کېږي، دوشنبه اعلان کړي. د بریتانیا د پاسپورټ وزیر نایجیل هوډلیسټون وویل چې د دې طرحې په لومړنیو جزئیاتو کې پاسپورټ نهشاملېږي، خو په ځای بهیې تر مراسمو مخکې او وروسته د کرونا په ټسټونو تمرکز وشي. د پارلمان لسګونه غړو د دې پلان مخالفت کړی دی. د... Читать дальше...
امریکايي چارواکو ویلي له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي څو له دې لارې پر ملکیانو د ماینونو د ناوړه اغېزو په مخنیوي کې برخه ولري. په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راسن وېلسن یکشنبه ماښام په یو لړ ټویټونو کې دا مسئله یاده کړې ده. ښاغلي وېلسن ویلي امریکا له افغان حکومت سره د ماین پاکۍ په برخه کې د کال ۲۰ ملیونه ډالره مرستې او د ترهګرو لاسونو ته د درنو او سپکو وسلو د لوېدو د مخنیوي په برخه کې پوره همکارۍ ته متعهده ده. د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په ټویټونو... Читать дальше...
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د اردن له پاچا سره په خبرو کې له هغه ملاتړ اعلان کړی. په اردن کې پخوانی ولیعهد کورني حبس ته اچول شوی چې ورسره د ټولو پام د اردن کورنۍ وضعې ته اوښتی دی. د سعودي دولتي اژانس راپور ورکړی چې له پاچا عبدالله سره په خبرو کې د عربستان پاچا له هغو اقداماتو ملاتړ وکړ چې د اردن پاچا د خپل هېواد د ارامي لپاره پورته کړي. د اردن چارواکو تور پورې کړی چې د پاچا میرني ورور او پخواني ولیعهد شهزاده حمزه بن حسین له بهرنیو ډلو سره اړیکې درلودې او د هېواد د بېثباتۍ هڅې یې کولې. Читать дальше...