په کابل کې د يوه کامياب جراحي عملياتو په نتيجه کې دوهګوني ماشومان له يو بله جلا شول. دغو ماشومانو ته تر اوسه نومونه نهدي غوره شوي، خو معالج ډاکتران دغه دوه نجونې «A» او «B» یادوي. یاد عملیات د ډاکتر محمد طارق رحیمي په مشرۍ د یو ۱۰ کسیز ټیم پر مټ ترسره شوي چې ٦ ساعتهيې دوام کړی. ښاغلي رحیمي نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۹» ازادي راډیو ته وویل، په پرمختللو هېوادونو کې هم د ورته پېښو د بریا چانس ۲۵ سلنه وي، خو په خبرهيې اوس ماشومانې له بشپړې روغتیا برخهمنې دي او نورماله شيدې خوري. دغه دواړه... Читать дальше...
په نورستان کې لا هم خلک د څارویو له وړیو او وژغنو جامې جوړوي، دا چې دوی په واورینو او سړو سیمو کې ژوند کوي، نو په خبره یې په کورونو کې د څارویو له وړیو جوړېدونکي جامې ګرمې دي. دوی وايي، غواړي دغه لرغونی دود ژوندی وساتي او د وړیو څخه په معاصر ډول مصنوعات جوړ کړي خو په ټکو یې دې برخه کې د دولت مرستې ته اړ دي . د نورستان خلک له پخوا راهېسې له وړیو څخه په خپل لاس د جوړو شوېو جامو په اغوستلو مشهور دي. دا غرنی ولایت چې سوړ ژمی لري، د اوسیدونکو په وینا یې د وړیو جامې دوی په سړه هوا کې تاوده ساتي. Читать дальше...
د مالونو د لېږدولو لپاره د لاس ګاډو یا ګراچیو ګرځول معولاً د نارینهوو کار دی، خو په ځیني حالاتو کې ښځې هم اړې شوي چې دا کار وکړي. له دغو ښځو څخه یوه هم ۴۳ کلنه راحله ده چې د روزګار درندو بارونو اړ کړې چې د کابل ښار په واټونو کې څلور ټایره لاس ګاډی وګرځوي او په دې توګه خپلې کورنۍ ته خرڅ راوړي. مېړهیې شااوخوا نهه کاله مخکې په کابل کې په یوې چاودنه کې ووژل شو او په یوازې ځان ورته د کور د خرڅ ګټل ور تر غاړې شول. دا اووه کاله کېږي په داسې ټولنه کې چې ډېری ښځې یې په کورونو کې ناستې دي او د کوره... Читать дальше...
وزارت دا اعلان پر داسې مهال کړی چې د صوبې د روغتیا اداره د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر زیاتېدو اندېښمنه کړې.
نامعلومو وسلهوالو په جلالاباد کې د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. پېښه د لمانځه پر مهال د جلالاباد ښار په نهمه ناحیه سراچه علي سیمه کې رامنځته شوې ده. چارواکي یې لامل د ځمکې پر سر خپلمنځي ستونزه بولي، خو کورنۍ یې له هېڅچا سره د ستونزې د نهدرلودو خبره کوي.
د پنجاب پولیسو پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې "ورانکارو" په لاهور کې پر نواکوټ تاڼې برید وکړ. بیان وايي، د برید له وجې پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري په تاڼه کې بند پاتې شول.
غني د اپرېل ۱۸مې پر سهار په ارګ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسوبینو ته د مېډالونو د ورکړې په مراسمو کې ویلي، د جمهوریت او دښمن قطارونه معلوم دي.
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې افغان ولسمشر وایي، د دوی د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي. محمد اشرف غني دا خبرې دوه ورځې وړاندې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په ناسته کې کړې، خو د خبرو دا برخهیې نن ارګ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده. ښاغلي غني زیاته کړې ځواکونهیې هره ورځ ۳۰ تر ۴۰ پورې عملیات مخته وړي او تر ډېره په خپلواکه توګه. ښاغلی غني وايي: "موږ د سقوط په خطر کې نهیو، دا روایت ناسم دی چې د افغانستان دولت به وپرځېږي، موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوايي ځواکونه... Читать дальше...
د نړۍ په کچه د هغو کسانو شمېر له درېیو ملیونو واوښت چې د کرونا له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په برازیل، هند او فرانسه کې د کرونا څپه ګړندۍ ده او مسؤلینیې د کابو کولو هڅه کوي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تېره اوونۍ په اوسط ډول هره ورځ د نړۍ په کچه ۱۲ زره کسان په کرونا مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا داسې وضعیت نهدی چې د وبا له پيل ۱۶ میاشتې وروستهیې دوی وړاندوینه کړې وه. په اکثرو هېوادونو کې لا هم د ویروس د مخنیوي محدودیتونه پر خپل ځای دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې وویل، که چا تر بندیز لاندې سازمانونو او ډلو ته د روژې په میاشت کې او یا تر هغې وروسته پیسې ورکړې نو پر ضد به یې کارروايي کوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د جمهوریت او دښمن کتار معلوم دی او هغوی چې د جمهوریت صف کې نهدرېږي، نور په دولت کې هم ځای نهلري. ښاغلي غني نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۹» سهار په ارګ کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ تنو منسبوینو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې ویلي، د جمهوریت او دښمن کتارونه معلوم دي. جمهور رئیس غني پر پاکستان هم غږ کړی چې له افغانستان سره له دښمنۍ او دوستۍ یو وټاکي، خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې په افغانستان کې د نا ارامۍ په دوام به پاکستان هم ارام پاتې نهشي. د... Читать дальше...
د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ادعا کړې چې دی د امریکا په ملاتړ د ترور د یوې طرحې هدف و. لوکاشینکا پرون (د اپرېل په ۱۷مه) په دې اړه د خبرو پر مهال ډېر جزئیات ورنهکړل، خو ویېویل، دی او ماشومانیې د دې ترور هدف و. امریکایي چارواکو هم سملاسي په دې تړاو څه نهدي ویلي. د بلاروس د اصلي امنیتي ادارې (کې.جي.بي) مشر تېر اوړي کې د یوې انلاین غونډې پر مهال چې د دغه هېواد له کارپوهانو او د قانون حاکمیت له چارواکو سرهیې درلوده، د دې طرحې یادونه کړې ده. د روسیې د کورني امنیت ادارې ویلي، وروستیو... Читать дальше...
د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر خوست کې هم درمل پلورونکو کاري اعتصاب کړی چې خلکو تهیې ستونزې پیدا کړي. دوی د دولت د هغې پرېکړې په وړاندې اعتراض کړی چې غواړي د درملو واردات په پنځو شرکتونو پورې منحصر کړي. د خوست د درملتونونو د ټولنې مرستیال سلطان افغان ازادي راډیو ته وویل: "موږ خپل اعتصاب د تېرې پنجشنبې له ورځې پیل کړی او تر هغې به جریان لري چې موږ خپل حقه حقوقو ته لاسرسی نهوي شوی، موږ په خوست کې ۴۲۳ دواخانې او د درملو د شرکتونو نمایندهګۍ لرو چې دا ټول په مطلق ډول تړلي دي." د... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سرهیې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي. ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیلهمن دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلاماباد کې کوربهتوب وکړي. د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون... Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت، د استانبول ناستې د جوړېدا او د سولې د مبهم وضعیت په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر لیکلي، د امریکايي ځواکونو وتل چې ځیني یې ګواښ ګڼي، یو فرصت هم دی، ځکه چې د جګړې اصلي لامل ختمېږي او دواړه لوري به بیا د خپلې جګړې د توجیه لپاره دلایل ونهلري. د لیکوال په باور، که له سپټمبر وروسته هم جګړه دوام کوي، نو بیا دا له کورنۍ جګړې پرته بل هېڅ نوم نهخپلوي او د جګړې یو اړخ هم ځان له ملامتیا نهشي ژغورلی، نو پر... Читать дальше...
د کلا عبدالله انتظامي مشر طارق جاوېد مېنګل د اپرېل ۱۷مې شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ۲۵ کلن محمد نعیم پر موټرسایکل سپور وو او مازیګر مهال له ښاره کور ته روان وو چې حاجي اکبر کلي ته نېږدې ورباندې وسله والو برید وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو لپاره د داعش ډلې نوی مسؤل ووژل شو. د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتیجه کې د داعش ډلې یو مسؤل کمین چې په حکیمالله مشهور دی، د تېښتې پر مهال ووژل شو. خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
چک جمهوریت له خپلې خاورې د ۱۸ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان وکړ. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د چک جمهوریت چارواکو روسان په جاسوسۍ او په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمېنې پراګ جنوب ختیځ ته په زلین ښار کې د مهماتو په یوې زېرمه کې په یوه چاودنه کې په لاس درلودلو تورن کړل. روسیې په یادې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. په هغې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي وو. د چک جمهوریت د کورنیو چارو وزیر یان هاما چیک چې د دې هېواد د بهرنیو چارو سرپرستي هم کوي، پرون په پراګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د چک د بهرنیو چارو وزیر... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو او چین د چاپېریالي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له یو بل او نورو هېوادونو سره د همکارۍ موافقه وکړه. دا موافقه شانګهای ته په اقلیمي چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي جان کري د سفر پر مهال پرون شوې ده. دواړو لورو په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي چې دا موضوع دې په جدې او بېړني ډول تعقیب شي. د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په اړه له هغه تړونه ووته چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې شوی و، خو د ولسمشر جو بایډن اداره په جنورۍ کې واک... Читать дальше...
د جرمني دفاع وزیره انګریت کارنبایر وایي له حکومت څخهیې غواړي هغه افغانان چې د افغانستان په جګړو کې یې په هغه هېواد کې له دېره جرمني پوځیانو سره مرسته کړې او دا مهالیې ژوند په خطر کې دی، ومني. نوموړي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې په حکومت کې دننه د یوې اسانه او چټکي حللارې لپاره کار روان دی. مېرمن کارنبایر زیاته کړه، کله چې جرمني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دا د جرمني مسؤلیت دی چې له دوی سره همکار افغانان په ناخوندي ډول یوازې پرې نږدي. په افغانستان کې له دېره ۱،۰۰۰ جرمني سرتېرو ترڅنګ ۳۰۰ افغان کارکوونکي په دندو بوخت دي.
د یوې کورنۍ ۸ غړي تېر ماښام په جلالاباد ښار کې ووژل شول. د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي دا پېښه د جلالاباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند سیمه کې داسې مهال شوې چې دغه کسان د تراوېح پر لمانځه ولاړ ول. ښاغلی امرخېل زیاتوي چې پنځه تنه وژل شوي د حاجي عبدالوهاب په نوم یوه کس زامن او درې نور یې ورېرونه ول. د والي په خبره لومړني معلومات ښیي چې دا پېښه د ځمکو پر سر د شخصي دښمنۍ له کبله شوې ده.
د اپرېل پر ۱۷مه، د شهزاده فېلېپ په وروستیو مراسمو کې کونډې ملکې دویمې الېزابېت او څو محدودو کسانو ګډون وکړ. دا مراسم د کورونا وایرس
د کېلاشيانو د نورو دودونو په شان د مړي د اخري رسوماتو دود هم ځانګړی دی. په دې اړه نور تفصيل د ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د بریتانیا د ملکې دوهمې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ مړی پرون د بریتانیا په سلطنتي حضیره کې خښ شو. د شهزاده فلیپ د جنازې په مراسمو کې چې پرون د اپرېل په ۱۷مه نېټه ترسره شول، کونډې ملکې دوهمې الیزابت او څو محدودو کسانو ګډون وکړ. دا مراسم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې په محدود او مختصر ډول ترسره شول. د مړي له خښولو مخکې په ټوله بریتانیا کې د شهزاده فیلیپ اروا ته د درناوي په خاطر یوه دقیقه چوپتیا اعلان شوه. شهزاده فیلیپ چې د ۷۳ کلونو لپاره د ملکې دوهمې الیزابت مېړه وو، د اپرېل په نهمه د ناروغۍ له کبله مړ شو. Читать дальше...
افغان چارواکي وايي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د احتمالي حملو پر وړاندې د هېواد دفاع ته چمتو دي. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې له اعلانېدو سره ولسمشر اشرف غني او د حکومت جګپوړي چارواکي په خپلو ویناوو کې ډاډ ورکوي چې د طالبانو د احتمالي حملو پر وړاندې به د نظام دفاع وکړي. په دې لړ کې وروستۍ څرګندونې تېره شپه په امنیتي او سیاسي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد محقق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړې. ښاغلي محقق وویل، هم دولت او هم... Читать дальше...