د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزارت یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو او متحدانو یې هر ډول احتمالي حمله به له سخت ځواب سره مخامخ شي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون جمعه (د وري ۲۷مه) په واشنګټن کې دا خبره وکړه: "دا به زموږ لپاره عاقلانه نه وي چې دا ګواښونه جدي ونه ګڼو او دا به د طالبانو لپاره هم عاقلانه نه وي چې هغه څه جدي ونه ګڼي چې ولسمشر او دفاع وزیر ویلي چې د وتلو پر وخت زموږ او زموږ د متحدانو پر پوځیانو به هر برید ته ډېر سخت ځواب ورکړو." په هغه موافقه کې... Читать дальше...
د افغانستان د رسنیو ځینو خبریالانو او مسوولانو 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ کړ. دغه بنسټ نن شنبه (د وري ۲۸مه) په خپله لومړۍ غونډه کې د سولې پروسې په پای کې د خبریالانو او د بیان د ازادي د خوندیتوب غوښتنه وکړه. د افغانستان د بیان ازادۍ کور په خپله اعلامیه کې د خبریالانو په وړاندې د شوي تاوتریخوالي او وژنو د پېښو څېړنه هم غوښتې ده. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو کې ویلي وو چې په قطر کې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر میاشت کې د سولې مذاکرو له پیل سره... Читать дальше...
د افغانستان د بیان ازادۍ کور د شنبې (د وري ۲۸مه) په ورځ انېسه شهید د ۱۴۰۰ کال د افغانستان د بیان د ازادي د څېرې په نوم نوموله. اغلې شهید ته دغه جایزه د هغو خبریالانو د کورنیو له خوا ورکړل شوه چې دې وروستیو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي ورور هم اغلې شهید ته په جایزه ورکوونکو کې شامل و. دغې جایزې ته ۱۷۰۰ خبریالان نومول شوي وو چې په انلاین ډول ورته د دوی د خوښوونکو له خوا رایې ورکول کېدې چې د څو پړاونو تر بشپړېدو وروسته د طلوع نیوز خبریالې اغلې انیسه شهید په کې دا جایزه خپله کړه. Читать дальше...
قطر وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال نړیوالو سیالیو ټول ګډونوال به کرونا واکسین کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وايي، دوی دا مهال د واکسین له ټولو تولیدونکو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي چې د راتلونکي کال د فوټبال سیالیو کې ټولو ګډونوالو ته واکسین چمتو کړي. عبدالرحمن ال ثاني زیاتوي، دوی تمه لري چې دغه سیالۍ د کرونا له ویروس پرته ترسره کړي. د ۲۰۲۲ میلادي کال فوټبال نړیوال سیالۍ په قطر کې ترسره کېږي، دغه هېواد له اوله هڅه کوله چې د ښه کوربتوب لپاره خلکو ته ډاډ ورکړي.
د هالنډ د اجاکس او د ایټالیا د جنیوا فوټبال لوبډلو پخواني لوبغاړي حسین زماني د افغانستان د فوتبال په ملي لوبډله کې ومنل شو. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشعوف نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې حسین زماني په ملي لوبډله کې د فوټبال نړیوال جام انتخاباتي سياليو او دغه شان د اسیا ملتونو جام په سیالو کې ولوبېږي. ۱۸ کلن حسین زماني د هالنډ د امسټردام په اجاکس لوبډلو او اکاډمۍ کې لوبه کړې او له هغې وړاندې د ایټالیا جنیوا ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېدلی. نوموړی دا مهال د هالنډ... Читать дальше...
معلول افغان لامبو وهونکي عباس کریمي د لامبو 'world serie' نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ. د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتو د څانګې غړي مجیب قاریزاده وايي، دغه سیالۍ د امریکا په تګزاس ایالت کې جوړې شوې وې چې د ۲۰ هېوادونو ۱۱۶ معلولو لامبو وهونکو په کې ګډون کړی وو. د نوموړي په وینا ښاغلي کریمي په څلور ۱۰۰ متره،۲۰۰متره، ۵۰ متره او فري سټایل لامبو سیالیو کې په نړیوال سټنډرډ برابرو تر ټولو لوړو نمرو په ګټلو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ. قاريزاده وايي، عباس کریمي یوازنی افغان معلول لوبغاړی... Читать дальше...
هلمند کې د کرنۍ او مالدارۍ د برخې چارواکي وايي، د یو شمېر هغو بڼونو پر ځای یې چې وروستیو جګړو زیانمن کړي تېر کال په ۳۵۰ جریبه ځمکه نوي باغونه کښینولي دي. د هلمند ولایت د کرنې اوبو لکولو او مالدارۍ رئیس زلمي الکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د ریاست له خوا سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د انارو، شفتالو او پلمو درې سوه پنځوس جریبه ځمکه باندې نوي تجارتي بڼونه جوړ کړي. نوموړی وایي چې تر دې مهاله دې نوېو جوړېو شوېو باغونو ښه وده کړې او پلان لري دې ولایت کې د کوکنارو د یو بدیل په توګه هم باغداري پراخه کړي. Читать дальше...
د ایران دولتي ټلوېزیون د نطنز پر اټمي تأسیساتو د تېرې یکشنبې د حملې د یوه مشکوک طراح هویت په ډاګه کړ. هغه حمله د دې لامل شوه چې په دغو اټمي تأسیساتو کې د یورانیمو د غني کولو لپاره تازه لګول شوي سنټریفیوژونه تخریب شي. د ایران دولتي ټلوېزیون نن شنبه (د وري ۲۸مه) راپور ورکړ چې دغه مشکوک کس رضا کریمي نومېږي چې ۴۳ کلن او په اصل کې د ایران د کاشان اوسېدونکی دی. په راپور کې نه دي ویل شوي چې کریمي څنګه وتوانېد د ایران تر ټولو خوندي اټمي تاسیساتو نطنز ته لار پیدا کړي. راپورونه وايي، کریمي له ایرانه... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په شمېر کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. د دې وزارت یوه ویاند عثمان طاهري نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، روان وضعیت ته په کتو سره باید خلک روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي. دی وايي: "تېرو دوو اوونیو کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي، په یوه اوونۍ کې موږ ۵۷۷ مثبتې پېښې درلودې، د دې ویروس هغه نوې بڼه چې د (انګلیسي) په نوم ده، تر دا مهاله شااوخوا ۲۰۰ کسان پرې اخته شوي... Читать дальше...
له افغانستانه تر سېپټمبر میاشتې د امریکايي او ناټو عسکرو له وتلو وروسته، په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د پیل او تر خوا د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو د لهمنځه تلو په اړه اندېښنې مطرح کېږي. خو ایا دا کېدونکي دي؟ یو نظر دا دی چې ښايي د ډاکټر نجیبالله د واکمنۍ په څېر نظام وپاشل شي، اردو لهمنځه ولاړه شي او هر څه صفر ته ولاړ شي، خو دوهم نظر پردې څرخي چې زمان، ملت او وضعیت هر څه د تېر سره توپیر لري. د دې اوونۍ حقیقت څه دی خپرونه کې د افغانستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر جنرال مجتبی پتنګ سره پر دې او نورو مهمو مسایلو بحث شوی. Читать дальше...
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وايي، یو ډیپلومات یې په روسیه کې تر نیول کېدو وروسته خوشې او د اوکراین قونسلګرۍ ته ستون شوی دی. نن شنبه(د وري ۲۸مه) تر دې مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې ویلي و چې د اوکراین یو ډیپلومات الکساندر سوسونیَک په سنټ پټرزبرګ ښار کې د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو د هڅې په شک نیول شوی دی. دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي و، سوسونیَک هڅه کړې چې له یوه نامعلوم روسي وګړي سره د کتنې پرمهال د روسیې د قانون د تنفیذ ادارو د معلوماتو له زېرمې محرم معلومات ترلاسه کړي.... Читать дальше...
د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند پر نهايي کېدو او لاسلیکېدو ټینګار وکړ. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه(د وري ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې محمد حنیف اتمر او محمد جواد ظریف په دې اړه په ټیلیفوني مکالمه کې بحث وکړ. په دې اعلامیه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د دغه سند پر نهايي کېدو د بحث لپاره تېر کال کابل ته سفر کړی و. عراقچي د هغه سفر پر مهال ویلي و چې تهران او کابل... Читать дальше...
له افغانستانه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو د پیل او پایته رسېدو له اعلان وروسته، د یو شمېر افغانانو نظریات؛ د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اعلان وکړ چې له افغانستانه به د امریکا او ناټو ځواکونو وتل، د روان میلادي کال د مې په لومړۍ پیل او د سېپټمبر تر ۱۱ مې به پای ته ورسېږي. یو شمېر افغانان وايي، په سیمه کې داسې هېوادونه او کړۍ وې چې افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له موجودیت سره مخالفې وې له همدې له امله یې د افغان دولت مخالفې وسلې والې ډلې جنګ ته لمسولې او تجهیزولې. د دوی په خبره... Читать дальше...
دوه روسي او یوه امریکايۍ ستورمزلې له نړیوال فضايي تمځای څخه په خوندي ډول په قزاقستان کې راستانه شول. د روسیې د فضايي ادارې ټلوېزیون راپور ورکړ چې سرګي ریژیکوف، کود سویرچکوف او مېرمن کتلین روبینز نن شنبه (د وري ۲۸مه) سهار ځمکې ته ستانه شول. دغو ستورمزلو شپږ میاشتې په نړیوال فضايي تمځای کې تېرې کړې. په همدې حال کې د سپېس اکس په نوم خصوصي فضايي شرکت په پام کې لري چې د امریکا، فرانسې او جاپان څلور ستورمزلي را روانه پنجشنبه نړیوال فضايي تمځای ته ولېږي.
د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال اداره وايي، نن یې په سنټ پټرزبرګ ښار کې یو اوکراینی ډیپلومات د محرمو معلوماتو د ترلاسه کولو د هڅې په شک نیولی دی. دغې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، الکساندر سوسونیَک هڅه کړې چې له یوه نامعلوم روسي وګړي سره د کتنې پرمهال د روسیې د قانون د تنفیذ له ادارو محرم معلومات ترلاسه کړي. د روسیې د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشر دمیتري نوویکوف انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، ډېر احتمال شته سوسونیَک چې سنټ پټرزبرګ کې یې د اوکراین په قونسلګرۍ کې هم کار کړی، له روسیې اخراج شي. Читать дальше...
وروسته له هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې تر هغه به د سولې اړوند هېڅ یو کنفرانس کې ګډون نه کوي، تر کومه چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه نه وي وتلي، د افغان حکومت د سولې مرکچې پلاوي ځیني غړي وایي، د بین الافغاني مذاکراتو اړوند ناستې او خبرې هم قطع شوي دي. له دوحې څخه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا مهال زموږ د پلاوي او طالبانو ترمنځ کومې خبرې نه کېږي، څه موده کېږي چې زموږ تر منځ خبرې قطع شوي." طالبان هم دا مني چې د بین الافغاني مذاکراتو اړوند ناستې بندې شوي. Читать дальше...
د قطر د شاهي کورنۍ لور شیخه اسما الثانی له څه مودې راهیسې د غره ختلو چاره پیل کړې. اوس غواړي په ایوریست غره کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته وخیژي. دې ځکه دغه خطرناک سفر ته ملاتړلې چې په خبره یې نورو نجونو ته ووایي چې د بریالیتوب لوړو ته د ختلو لپاره هیڅ څه خنډ نه شي جوړېدای. یوازې ۲۰۱۹ کال کې یولس غره ختونکي د ایوریست څوکې ته د ختلو پر مهال مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا د هېواد د ځینو نورو برخو په شان د سېند صوبې په سر ښار کراچۍ کې هم د کورونا وایرس هغه بڼه موندل شوې چې له بريتانیې، جنوبي افریقې، نایجیریا او برازیل څخه یې سرچینه اخېستې ده.
امریکايي چارواکي وايي، هغه وسله وال کس چې د امریکا د انډیانا ایالت د انډیاناپولیس د فیډکس په یوه ساحه کې یې د ځان تر وژلو مخکې په ډزو ۸ کسان ووژل د فېډکس پخوانی کار کوونکی و. چارواکو پرون جمعه (د وري ۲۷مه) وویل، دغه کس چې ۱۹ کلن ښوول شوی، د ذهني ناروغۍ سابقه هم درلوده او تېر کال یو وار نیول شوی هم و. دغه پېښه د پنجشنبې ناوخته وشوه چې له تېرې میاشتې په امریکا کې په ډزو د ډله ییزو وژنو د لړۍ وروسته پېښه ګڼل کېږي. دغو پېښو د کانګرس د استازو جرګې پر غړو فشار راوستلی چې د دغه ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. Читать дальше...
په هندوستان کې یو وار بیا په یوه ورځ د کرونا ویروس بې سارې مثبتې پېښې ثبت شوې. په دغه هېواد کې چې د کرونا ویروس له نوې څپې سره مخامخ دی، پرون جمعه (د وري ۲۷مه) د کرونا ویروس تر دوو لکو او ۳۴۰۰۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په یوه ورځ بې ساری شمېر ګڼل کېږي. د هندوستان روغتیا وزارت نن شنبه (د وري ۲۸مه) اعلان وکړ چې هندوستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ټوله کې تر ۱۴ میلیونو او پنځو لکو ته اوښتی دی. د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له مخې اوس هندوستان تر امریکا وروسته په دویم کتار کې راځي، په... Читать дальше...
د یادې صوبې د کورنیو چارو د وزارت لخوا د اپرېل پر ۱۶مه په خپرې شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې دا پرېکړه د کورونا د مخ په زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي په خاطر شوې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په دې اړه نور مالومات ورنه کړل، خو دا یې وویل چې له افغانستانه د وتلو لپاره ممکنه ده چې امریکایي عسکرو ته د ځینو مرستو ضرورت وي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د ننګرهار د شیخ مصري په صنعتي پارک کې د وریجو په کارخونه کې د پانګې کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن شنبه (د وري ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، په لومړي سر کې د وریجو د تولید، پروسس او بسته بندي په برخه کې شپږ لکه ډالره پانګونه شوې وه، خو اوس دغه کچه څلور میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده. ښاغلي احمدي زیاتوي، یاده کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۰ مټریک ټنه وریجو د پروسس او بسته بندي ظرفیت لري او ۷۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. Читать дальше...
د ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو په غزني ولایت کې د ۲۲ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وکړه. د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند نن شنبه (د وري ۲۸مه) رسنیو ته وویل، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ځینې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي. مومند زیاته کړه: "د لومړنیو راپورونو له مخې ۲۲ طالب جګړه ماران په نښتو، د توپچي او هوايي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي." تندر قول اردو ویلي، دغه عملیات چې هوايي ځواک یې هم ملتیا... Читать дальше...
د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز ناسا د شخصي کمپنۍ سپېس اېکس په مرسته غواړي چې په دې لسیزه کې انسان تر سپوږمۍ پورې انتقال کړي. ناسا پرون وویل چې له سپېس ایکس سره یې د دوه اعشاریه نهه اتیا میلیارډه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې تر دوه زره ۲۴م کال پورې به خلک تر سپوږمۍ پورې ورسوي خو اوس ناسا نېټه مشخصه کړې نه ده او وایي چې دا نېټه یو هدف دی. سپېس اېکس شرکت چې له ناسا سره له نژدې همکاره دی د سټارس شیپ په نوم سپوږمکۍ یې جوړه کړې ده چې په دې کې به خلک سپوږمۍ ته لیږدوي.