په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د یوې امریکایي ډیپلوماتې او پنځو نورو کسانو د وژنې د اتم تلین په پوره کېدو سره ویلي چې دا وژنې نههېرېږي. راس وېلسن دا خبره په ټوېټ کې کړې ده. هغه لیکلي: "د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په شپږمه د امریکا یوه وتلې ډیپلوماته ان سمېډینګاف د زابل په مرکز کلات کې له پنځو نورو کسانو سره په داسې حال کې ووژل شوه چې د زابل ماشومانو تهیې د ښوونځیو کتابونه وروړل." شارژدافیر راس وېلسن ویلي موږ دا وژنې او هم له افغانانو سره د مرستې هوډ له یاده نهباسو. وېلسن په خپلو ټويټونو... Читать дальше...
په پاکستان کې له "يو مليون څخه زیاتو کسانو ته د کرونا ضد واکسين لګېدلی". دا خبره د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر نن په خپل ټویټر لیکلې ده. هغه ویلي یوازې پرون ۷۶ زره کسان واکسین شوي. د اسد عمر په خبره تر اوسه پورې له دوو ملیونو زیاتو خلکو د واکسین د لګولو لپاره ځانونه راجستر کړي دي. پاکستان اوسمهال له چينه ورغلي سينوفارم واکسين کاروي چې د درېیو اوونیو په فاصله کې د دوو ستنو په وهلو سره پوره کېږي. په همدې حال کې د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په پاکستان کې د اپرېل تر شپږمې پورې نږدې اووه لکه کسان (۶۹،۶۰۰۰) په دې وبا اخته شوي.
په کوسوو کې د بشري حقونو یوې فعالې وصفیه کراس نیکي ګوډمن چې د جګړې پر مهال د جنسي تېري قرباني شوې، په دې وروستیو کې د دې هېواد پارلمان ته لاره پیدا کړه. ګوډمن د فبروري میاشتې د ۱۴مې په انتخاباتو کې د دې هېواد په پارلمان کې څوکۍ خپله کړه. دا وايي چې د جنسي تېري د نورو قربانیانو د عدالت لپاره به مبارزه وکړي. اغلې ګوډمن زیاتوي: "پوهېږئ زما لومړنی کار به د عدالت غوښتنه وي. غواړم د کوسوو د جګړې د ټولو قربانیانو لپاره عدالت تأمین شي او له هغوی سره په پرمختګ کې مرسته وکړم. زه دا هم غواړم چې دا د ننګ... Читать дальше...
د پلان شویو وژنو په دوام، اوس پر مخکېنيو دولتي کارکوونکو او ټیټ رتبه پوځیانو هم حملې ډېرې شوې دي. په دې وروستیو کې د اردو په کورناستی یو افسر د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت د داشان پېښو دوام د طالبانو کار ګني وايي، هغوی د جګړې په ډګر کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جنګ توان له لاسه ورکړی او د خلکو ترور کولو تهیې مخه کړې ده. د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو د جنګ په میدان کې ماتې خوړلې او درانه تلفات وراوښتي دي. Читать дальше...
د پسرلي په راتګ سره او د ونو د ګلانو په غوړېدو سره د دغو ښارونو فضا تر پخوا رنګينه کېږي. د امریکا پلازمېنه واشنګټن او د جاپان پلازمېنه توکيو په دې فصل کې د ګيلاس ګل په نوم د يوې مېلې کوربانه وي. خو د کرونا ويروس خپرېدو دغه جشن کمرنګه کړی. نور په دې راپور کې
له کورونا وايرسه د حفاظت واکسين پاکستان ته هم رسېدلي او حکومت يې د يوه پروګرام له لارې د هېواد وګړو ته ورکوي. په باجوړ کې د کورونا واکسينو د ورکړې څه حال دی؟ حکومتي پروګرام کله پيل شوی او تراوسه هلته څومره کسان واکسين شوي دي؟ دا پوښتنه زموږ همکار هارون باچا د دې ضلعې لپاره د کورونا واکسينو د پروګرام له کوارډينيټر ډاکټر شفيق احمد څخه د دې مرکې په پیل کې کړې ده.
د عراق په بصره کې یوشمېر ښځې چمتو شوي چې له ګواښونو سره سره د اوسیدو سیمې له ماینونو پاکې کړي. دغلته د ماین پاکانو نورې ډلې هم شته خو اوس د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډله دې چارې ته رزول شوې چې يوازې ښځې پکې دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د عراق په بصرې ولایت کې یوشمېر ښځې چمتو شوي چې له ګواښونو سره سره د اوسیدو سیمې له ماینونو پاکې کړي. دغلته د ماین پاکانو نورې ډلې هم شته، خو اوس د لومړي ځل لپاره داسې یوه ډله دې چارې ته رزول شوې چې ټولې ښځې په کې دي. نور په دې وېډیو کې وګورئ او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړی
افغان چارواکو او سیاسیونو نن په ارګ کې د سولې د لارې د نقشې (طرحې) په اړه ناسته کړې. د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني نن په ارګ کې په يوه غونډه کې د سولې د لارې نقشه په څرګند ډول روښانه او تشرېح کړه. د جمهور رئیس مرستیال ویاندې فاطمه مورچل نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۷» ازادي راډيو ته وویل، د دې ناستې جزئیات به ډېر ژر د رسنیو له لارې خپاره شي. اغلې مورچل زیاتوي: "د جمهور رئیس به مشرۍ نن په ارګ کې ناسته ترسره شوه، په دې ناسته کې جمهور رئیس د سولې د لارې نقشه په ډېر واضح ډول تشرېح کړه،... Читать дальше...
د پاکستان چارواکيوايي د کورونا وایرس واکسينو کمپاين ښه روان دی او تر اوسه پورې یې له يو ميليون خلکو څخه زیاتو کسانو ته د دې ناروغۍ واکسین کړي دي. د پلان وفاقي وزیر، اسد عمر د اپرېل په شپږمه پر ټويټر ليکلي چې تر اوسه پورې له دوه ميليونو څخه زیاتو خلکو د دې واکسينو لپاره ځانونه رجسټرډ کړي دي. د هغه په وينا څه دپاسه يو ميليون واکسين شوو کې هغه ۷۶۰۰۰ کسان هم شامل ديچې په يوه ورځکې (د اپرېل په پينځمه) ورته ستنې شوې دي. هغه پر خلکو غږ کړی چې که عم مو له پنځوس کلونو زیات وي نو د واکسينو د ستنو لګولو لپاره خپل نومونه د حکومت سره وليکئ. Читать дальше...
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په هدف د نږدې درېيو میلیونو یورو مرسته اعلان کړه. په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ دفتر نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا ۲ میلیون او نهه لکه یورو مرسته د پورونو د کمېدو په هدف شوي، څو د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان لاس نیوی وشي. د اروپايي ټولنې د استازولۍ د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس په حواله راغلي، نننۍ مرسته د افغانستان لپاره یو ښه زیری دی ځکه د کووېډ- ۱۹ ناورین په منځ کې به د ټولنیزو، روغتیايي... Читать дальше...
د روسیې د ډاکټرانو ټولنې د الکسي ناوالنۍ د اړینې درملنې غوښتنه کړې ده. دا وروسته له هغه چې ناوالنۍ دوشنبه خبر ورکړ چې په زندان کې سخت ټوخې او تبې نیولی دی. د تازه راپورونو له مخې ناوالنۍ د زندان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی. د روسیې د ډاکټرانو د ټولنې مرستیال سرګي ریابکوف د ازادې اروپا کرنټ تایم ټلوېزیون ته ویلي چې د زندان ډاکټران لازم وسایل او تجهیزات په واک کې نه لري. الکسي ناوالنۍ بیا په خپل انسټاګرام لیکلي سره له دې چې تبه یې زیاته ده او اته دېرشو درجو ته رسیږي، خو خپل غذایي اعتصاب به جاري ساتي. Читать дальше...
غني دغه څرګندونې د اپرېل پر پنځمه په ارګ کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه هم باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګېدو لپاره لازم ضمانتونه ورکړي.
په پکتیا کې د ۱۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د 'چراغ ژورې' او 'تېرې کوتل' په نومونو د دوه چېک ډېمونو چارې بشپړې شوې. د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، د دې چېک ډېمونو په بشپړېدو سره به د موسمي سیلابونو څخه د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی وشي او ترڅنګ به یې د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبېدا او د ځمکې لاندې د اوبو سطحه لوړه شي. دی وایي، دواړه چېک ډېمونه به ۱۶۰ هکټاره ځمکه خړوبه کړي: "د ولسمشر یو اساسي برنامه ده، څو د اوبو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او خلک ترې په کرنه کې استفاده وکړي او دواړې پروژې... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تللې او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم غږیږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي ظریف دوشنبه مازیګر د ازبېکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل. د راپورونو له مخې کاملوف او ظریف دې ناسته کې د افغان سولې د ټينګښت په هدف د همکاریو په چټکولو ټینګار کړی دی. تمه ده چې ښاغلی ظریف له دې وروسته د قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان هېوادونو ته هم سفر وکړي.
يوې انګلیسۍ ښځې چې د دریو اوونیو په توپیر دوه واره حامله شوې وه غبرګ ماشومان زېږولي. ۳۹ کلنې رېبېکا رابرټز پر انسټاګرام پاڼې د خپلو ماشومانو په اړه معلومات ورکړي چې د ګڼو خلکو او رسنيو پام يې جلب کړى دى. هغې ويلي، کله د حاملګۍ په دوو لومړنيو معاينو 'سونوګرافي' کې يو ماشوم ښکارېده، خو په دولسمه اوونۍ کې ورته وويل شول چې دوه ماشومان لري: "زه رېبېکا یم. د نوحا او روزلي مور یم. دلته راغلې یم چې د مضاعفې یا دوه واري حاملګۍ په اړه وغږېږم ځکه خلکو رانه پوښتنې کولې. زه حامله شوم په داسې حال کې چې وار دمخه مې یو بل ماشوم په نس و. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي. د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین به نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او د انقرې لپاره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو د لرلید په اړه خبرې وکړې. دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده. د اروپايي... Читать дальше...
په همدې موخه د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له نورو ګڼو مسوولینو او د ولس د استازو په ملتیا د اپرېل په پینځمه نېټه د دره نور ولسوالۍ شيمل سیمه ته ولاړ او یاده لمریزه برېښنايي پروژه يې پرانیسته.
په پېښور کې د شخصي سکولونو سلګونه ښوونکو او مالکانو د تعلیمي ادارو تړلو پر ضد مظاهره وکړه. د اپرېل پر پینځمه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته ورغلیو مظاهره چیانو پر حکومت غږ وکړ چې نور دې ښوونځي پرانیزي. دوی دا احتجاج پر داسې مهال کړی چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي او وفاقي حکومت د اپرېل پر اوومه د تعلیمي ادارو د پرانیستو یا نه پرانیستو پرېکړه کوي. په صوبه کې وار له مخه د اپرېل تر ۱۱مې پورې ټول ښوونځي تړلي دي. د استادانو او د سکولونو مالکانو احتجاج په اړه ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په لومړي ځل په ګمرکونو کې د بیو ټاکنې پروسه برېښنایي شوه. د دغه وزارت ویاند محمد رفیع تابع نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) ازدي راډیو ته وویل چې دا چاره د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده له لوري په لومړي وار د ننګرهار په ګمرک کې په رسمي توګه پرانېسته شوه. ښاغلی تابع وايي، په ګمرکونو کې د بیو ټاکنه مهمه برخه ده چې له دې وړاندې دغه برخه په ۱۲ پړاوونو کې په کاغذي بڼه ترسره کېدله چې دوه یا درېیو ورځو وخت یې نیوه او اوس دغه پروسه یوازې څو ساعتونو وخت ته اړتیا لري.... Читать дальше...
د کراچۍ ښار په کورنګي سيمه کې د نرښځيانو يو مشر یا ګورو نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی. د کورنګي عوامي کالونۍ د پوليسو ايس ايچ او همايون احمد خان د اپرېل په شپږمه مشال رېډيو ته وويل چې د نرښځيانو دا مشر ۶۵ کلن محمد صديق وو چې د ممتاز په نوم هم يادېده. د همایون احمد خان په خبره ممتاز د اپريل په پينځمه نامالومه وسله والو په خپل کور کې دننه په ډزو وژلی دی. د پوليسو په وينا ممتاز د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی وو او د کراچۍ په کورنګي بلال کالونۍ کې له تېرو ۲۰ کالو راهیسې د نورو نر ښځيانو سره په يو کور کې مېشته وو. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي. د اروپايي شورا رئیس شارل مایکل او د اروپايي کمېسیون مشر اورزولا وان دیرلاین به نن سې شنبه(د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري. دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده. د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت له ترکیې سره د همکاریو د بیا پیل پر یوه پلان موافقه وکړه، خو... Читать дальше...
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې افغان ځواکونو تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نهه تنه وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار ولایت رسنیو څانګې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په یوه بیان کې وویل چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله د خوګیاڼو په نکړخېلو سیمه کې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې اوښتې ده. بیان زیاتوي چې په نښته کې دوه افغان سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي چارواکي وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې د احیا په اړه خبرې به ستونزمنې وي او د سمدستي پرمختګ احتمال نه ورته ښکاري. په پام کې ده چې نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) د لومړي ځل لپاره د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب د ایران د اټمي موافقې په اړه په ویانا کې خبرې پیل شي. د اروپايي هېوادونو په منځګړتوب په نننیو خبرو کې به د امریکايي پلاوي مشري د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی راب مالي کوي او د دې موافقې د نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو- بریتانیا، فرانسې، چین، جرمني، روسیې او ایران ډیپلوماتان به هم ګډون په کې وکړي. Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپانو په خپلو ګڼو کې د ترکیې استانبول ناستې ته د چمتوالي او د دغې ناستې د احتمالي ځنډېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې چې د ترکیې استانبول ناسته د اپرېل په ۱۶ مه جوړه شي، خو احتمال هم شته چې دغه ناسته په يادې نېټې ترسره نه شي. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې طالبانو تر اوسه په غوڅ ډول په یادې نېټې په ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او له څو ورځو راهیسې په دې اړه د دوی ترمنځ خبرې روانې دي، خو لا وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي. په سرمقاله... Читать дальше...