د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویېویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي. ښاغلي بایډن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د حملو مطلب دا نهدی چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي. دی زیاتوي: "دا هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان (د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) کور ته راشي." بایډن ملت ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو منابعو لګولو ته دوام نهشي... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د واکسینو دغه پروسه به د روژې په میاشت کې هم دوام وکړي. په جوماتونو کې دیني عالمانو هم له خلکو غوښتي چې د روژې د باطلېدو او مکروه کیدو احتمال په اړه له اندیښنې پرته خپل ځانونه واکسین کړي. نور په دې راپور کې وګورئ.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل به څه پايله ولري؟ دا پوښتنه مو د کابل ښار له يو شمېر اوسيدونکو کړې
د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي چې امريکايي ځواکونه د ناټو دغړو هيوادونو له پوځيانو سره يو ځای له افغانستانه وځي. امريکايي رسنيو بيا خبر ورکړي دی چې ددې هېواد ولسمشر جوبایډن غواړي چې ځواکونه په راروانې سپټمبر میاشتې کې له افغانستان ووځي. له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو وتل څه پايله ولري؟ دا پوښتنه مو د کابل ښار له يو شمېر اوسيدونکو کړې
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سولې له طرحې څخه د جمهور رئیس د دوهم مرستیال سرور دانش له پرلهپسې نیوکو وروسته، ویلي چې دا طرحه وروستۍ نهده. َښاغلي دانش په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې د ملي مصالحې عالي شورا د توحید کمېټې په طرحې نیوکې کړي ویلي دغه طرحې په سمه توګه نهدي توحید شوي او په وینا یې په طرحه کې لنډمهالي حکومت او د صدارتي نظام موضوعات مطرح شوي چې دا د سیاسي بېثباتۍ او دوو قومونو ترمنځ د واک د وېش لامل ګرځي. ښاغلي دانش دغهشان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د محمد یونس قانوني... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د د ایستلو د نوې نېټې تر رسمي اعلان څو ساعته وړاندې تېره شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټیلیفون وکړ. د افغانستان ولسمشر اشرف غني له دې خبرو وروسته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له خپل امریکايي ساري سرهیې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري. ولسمشر غني همداراز ویلي، له ولسمشر بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې یې د سپټمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه... Читать дальше...
د لوګر په امنیه قوماندانۍ پنځه توغندي توغول شوي. د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي چې نن له غرمې وروسته د مرکز اړوند له یوې سیمې د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ په قرارګاه او ودانۍ د (بي اېم یک) پنځه توغندي توغول شوي چې یو یې په قرارګاه او څلور نور یې ودانۍ ته څېرمه لګېدلي دي. حیدري وایي، د وسلهوالو طالبانو له لوري په توغول شویو دغه توغوندیو کې یو سرتېری ټپي شوی چې وروستهیې په روغتون کې ساه ورکړې ده. دی وایي، په دې برید کې نور مالي او ځاني زیان نهدی اوښتی. وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې برید مسؤلیت نهدی منلی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن وویل چې متحده ایالات او د ناټو نور عسکر به یوځای له افغانستانه ووځي. امریکایی رسنیو راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن غواړي د روان کال د سپټمبر تر 11 مې نیټې پورې امریکايي سرتیري خپل هیواد ته ستانه شي. په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ، بلینکن هم وویل چې د ځواکونو له وتلو سره به هم متحده ایالات د افغانستان راتلونکي لپاره خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شي. نور پدې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې د پلویانو قهرجنو مظاهرو، تاوتریخوالي او حکومتي غبرګون موضوع څېړلې. د اپرېل پر ۱۴مه، حکومت پر دې ډلې د بندیز لګولو پرېکړه اعلان کړه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر دې موضوع کابینې ته لیک استوي. حکومت دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او لویې لارې یې وتړلې. پر دې مهال د پولیسو او د مظاهره چیانو د اخ و ډب پېښې هم وشوې. د دې بحث ګډونوال د پېښور پوهنتون... Читать дальше...
د ملکي مرګژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما تازه راپور ښیي چې د روان زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په افغانستان کې د جګړې له کبله ۵۷۳ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱،۲۱۰ تنه ټپيان شوي دي. د یوناما د ۲۰۲۱ کال د لومړۍ ربعې د ملکي تلفاتو راپور چې نن خپور شو د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۲۹ سلنه لوړوالی ښیي. ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي که څه هم د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پیل سره د ملکیانو د وضعیت د ښه کېدو په اړه هیلې راپیدا شوې وې، خو... Читать дальше...
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات به له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم له دې هېواد سره ژمن پاته وي. انتوني بلېنکن وویل، ناټو هېوادونه به له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ایستلو کار وکړي چې ده دا "د بدلون پړاو" یاد کړ. ده نن په بروکسل کې د وینا پر مهال وویل: "وخت رارسېدلی چې خپل ځواکونه بېرته کور ته راولو. ولسمشر بایډن به په څو ساعتونو کې په امریکا کې په دې اړه وینا وکړي. زه دلته یم چې له خپلو متحدینو سره له نږدې پر هغو اصولو کار وکړو چې په لومړي سر کې مو جوړ کړي وو. موږ په ګډه راغلي یو، په ګډه به ځو. Читать дальше...
ایران وایي تر راتلونکې اوونۍ پورې به تر ۶۰ سلنې د بډای شویو یورانیمو تولید پیل کړي. دا خبره وروسته له هغه شوې چې د دې هېواد په نطنز اټمي بټۍ کې د تېرې اوونۍ چاودنې وروسته تهران پر اسرائیل تور ولګاوه چې دا برید هغوی کړی دی. د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار په اداره کې د ایران استازي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد بهیې به نطنز کې یورانیم تر ۶۰ سلنې بډای کړي. دا به تر ټولو لوړه درجه د یورانیمو بډاینه وي چې د ایران په اټمي پروګرام کې کېږي. لا هم د اټمي وسلې د جوړېدو لپاره ایران اړتیا لري چې دغه یورانیم تر ۹۰ سلنې بډای کړي.
په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' زیاتوالی او د روژې میاشت کې د کرونا واکسین د کولو په اړه د حج او اوقافو وزارت فتوا. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فتوا ورکړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې د کرونا واکسین هیڅ ممانعت نهلري او روژه پرې نهباطلېږي. دغه وزارت وايي واکسین اخیستونکی په روژه ماتولو مکلف نهدی. د یاد وزارت ویاند محمد حسیني د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵مه» ازادي راډیو ته وویل، روژه نیوونکي کولای شي د ورځې په اوږدو کې د کرونا واکسین واخلي. ښاغلی حسیني زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت... Читать дальше...
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ښوونځیو څخه ۶ يې د نوري فایبر له انټرنیټي سیستم سره هم وصل کړي، تر څو زده کوونکي د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره له ویب سایټونو ګټه واخلي.
د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د علیپور تر وسله والو فعالیتونو وروسته تازه د بامیان او دایکندي ترمنځ سیمه کې د کار او توسعه سیاسي ګوند پخواني مشر او د روښنايي غورځنګ غړي ذوالفقار امید د 'مقاومت د دوهمې جبهې' په نوم وسله وال حرکت پیل کړی. ذوالفقار امید د دایکنډي او بامیان ولایتونو په یوه سرحدي سیمه کې په ځینو عکسونو کې تر سترګو کېږي چې تر شا یې په لسګونو غیر مسؤل وسله وال ولاړ دي. ښاغلي امید تېره ورځ په خپل فسبوک پاڼه لیکلي، له نوموړي سره ملګري وسله وال په مسلکي ډول روزل شوي چریکان دي چې د... Читать дальше...
د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما تازه راپور ښیې چې د روان زیږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې۵۷۳ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۱۰ تنه تپيان شوي دي. یوناما یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو غاړو د ولسي وګړو ژوند ته د پوره پام کولو او د افغان غمیزې د پای ته رسولو غږ کړی. په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د روژې د میاشتې په درناوي دې اوربند وکړي. د دغه کمېسیون د نشراتو او اړیکو مسوول ذبیح الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ تمه دا ده چې طالبان او حکومت د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي. Читать дальше...
د ملي امنیت ادارې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یوه مرستیال قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی. دغې ادارې په یوه اعلامېه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې د داعش دغه مرستیال قوماندان لعلي ګل چې په مصطفی مشهور وو، د مقاومت په نتیجه کې ووژل شو. د اعلامیې له مخې دغه کس په شېرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د ماینونو په ایښودلو کې لاس درلود. اعلامیې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. Читать дальше...
په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه) چین ته ځي، څو د نړیوال اقلیمي بحران په اړه له چینایي مشرانو سره خبرې وکړي. دا سفر داسې مهال کېږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به راتلونکې اوونۍ د اقلیم په اړه د یوې انلاین سرمشریزې کوربتوب وکړي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده. دغه اعلامیه زیاتوي چې په دې ترڅ کې به په نوومبر کې د چاپیریال په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې پر چمتووالي هم بحث وشي. جان کري وړاندې 'سي.اېن.اېن'... Читать дальше...
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ۱۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت پنځه لوېې ټولګټې پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي. د چارواکو د خبرو له مخې چې دې پروژو کې د ۳ ښوونځیو ودانۍ او د څښاک د پاکو اوبو دوه شبکې شامل دي او مالي لګښت یې افغان دولت ورکړی. د تخار والي مولوي عبدالله قرلق رسنیو ته وویل: "د څښاک اوبو په دې دوو پروژو څه باندې ۸۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی. پخوا کلیوالو د څښاک اوبو ته لاس رسی نه درلود او په ډېرې خوارۍ به یې له لېرو سیمو غیر صحي اوبو راوړلې. خو د دې پروژو په ګټې اخېستو سره د ۱۵... Читать дальше...
دوی وایي چې پرته له تورخمه پر ډیورنډ کرښه د تلو راتلو په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو باندې تګ راتګ کوي چې په خبره یې باید دا چاره په تورخم کې هم عملي شي.
د مشال رېډيو خبريال وايې چې د پنجاب پوليسو چارواکو وېلي دي چې په سېشنبه په لاهور کې د تحريک لبېک له کارکنانو سره يې په نښتو کې يو پوليس چارواکی مړ او لږ تر لږه ۴۰ ژوبل شوي دي.
د ننګرهار قومي مشران غواړي چې د تورخم له لارې دې یوازې په تذکرو د تګ راتګ زمینه برابره شي. دوی وایي چې پرته له تورخمه پر ډیورنډ کرښه د اوښتو را اوښتو په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو باندې تګ راتګ کوي چې په خبره یې باید دا چاره په تورخم کې هم عملي شي. د دغو قومي مشرانو په باور، د پاسپورټونو، وېزو او نورو رسمي چارو له امله ساعتونه ساعتونه مسافر چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان دي، تورخم کې ځنډېږي او ستونزې یې ورته جوړې کړي دي. د ننګرهار اوسېدونکی او قومي مشر ۷۰کلن ملک کفتر خان وایي، له کومې... Читать дальше...
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پرې کېدو په معنا نه دي. ښاغلي عبدالله نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه) د دې شورا د بېلابېلو کمېسیونونو په جوړه شوې غونډه کې وویل، د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې به ټول بهرني عسکر له افغانستان ووځي او په دې اړه له وړاندې هم اټکل کېده. دی وايي: "له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل به، د یوه ویاړلي ملت، خپلواک هېواد او د دې وطن د لهمنځه تلو په معنا وي، نه هېڅکله داسې نه ده. Читать дальше...
د اپريل پر ۱۱مه له پېښوره خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې په يو خبر کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير محمود خان په حواله وويل چې نوموړي په دې ښار کې د يادې پروژې د پيل اعلان کړی دی.
په ننګرهار کې د مچیو د شاتو په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده.د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، خصوصي پانګوالو په ننګرهار ولایت کې د مچیو شاتو پنځه سوه وړو او لویو فارمونو کې د پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پانګونه کړې ده. د دې وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، دې برخه کې د پانګونې له ډیرېدو سره دوو زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د ښاغلي احمدي په خبره، اوس پنځوس واړه او لوی شرکتونو د شاتو پروسس او بسته بندۍ برخه کې په کار بوخت دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو... Читать дальше...