د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت مرکز ترینکوټ کې ماین چاودنې یو ملکي کس وژلی دی. د ارزګان ولایت سرپرست والي نعمت الله بختیار ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین چاودنه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ماښام د ترینکوټ ښار اړوند سرچیخلو سیمه کې د قومي مخور شا محمد د زوی پر موټر شوې. دی وايي، دې پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی او په اړه یې څېړنې روانې دي. خو دغه ولایت کې یوې باوري دولتي سرچینې ازادي راډيو ته تائید کړه چې دغه ماین چسپکي و او پر مهال یې ۲تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی. د ترینکوټ د ولایتي... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې ریاستي ادارې د وسله والو ډلو په لاس د واڼه امنیت خرابوي. دا خبره نوموړي د اپرېل پر نهمه په ښار کې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره جلسې ته په وینا کې وکړه. خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر دا تور ردوي. شوکت علي مشال راډیو ته وویل چې ځینې ځايي مشرانو د امن کمېټیو له غړو سره لیدلي ول. د ده په خبره، پوځي مشران وايي، د سیمې د امنیت ساتلو پوره توان لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په کابل کې د پاکستان سفیر وایي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره یې په وروستۍ کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي. منصوراحمد خان د دې کتنې په اړه نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره یې د ترکیې د راتلونکې غونډې په ګډون په افغانستان کې د سولې د پرمختګونو پرلارو چارو خبرې وکړې. پاکستان چې د افغانستان په مسئله کې یو مهم لوبغاړی بلل کیږي، چارواکو یې له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې او ویلې یې دي چې... Читать дальше...
د استانبول د غونډې په درشل کې د سولې د ولسي حرکت د اته ويشت ولایتونو مسؤلينو په کابل کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې سولې ته د رسېدو لپاره څلور مهمې سپارښتنې وړاندې کړې. د غونډې برخه والو په یوه خوله ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو د بریالتوب لپاره ضروري ده چې لومړی اوربند وشي. د دې حرکت د پکتیا د څانګې مسؤل احمد شاه بهار وویل: "د سولې په پروسه کې تر ټولو لومړني او اساسي پړاو د سولې د منازعې په مدیریت کې دغه دی چې لومړی اوربند وشي او وروسته خبرې اترې پیل شي. ځکه د جګړو په وخت کې چې کله جګړې شدت... Читать дальше...
فرانسه د کرونا ضد واکسین د پروګرام د ګړندي کولو لپاره د فایزر بایونټیک او موډرنا واکسینونو د لومړي او دوهم ډوزو ترمنځ واټن اوږدوي. د فرانسې د روغتیا وزیر اولیوې ویرن د فرانسېJDD ورځپاڼې ته نن د یکشنبې(د وري ۲۲مه) په ورځ وویل چې د دغو واکسینونو لومړي او دوهم ډوزه به له دې وروسته د څلورو نه بلکې د شپږو اونیو په واټن کې تطبیق کېږي. د هغه په وینا دا کار به دوی ته د دې زمینه برابره کړي چې ډېرو خلکو ته د خونديتوب له کمېدو پرته واکسین ورکړي. د واکسین د پڅ بهیر له پیلیدو وروسته فرانسه د روانې اپریل... Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، بریتانیا او متحده ایالات په اوکراین کې د روسیې د هڅو چې هغه بې ثباته کوونکي بللې، کلک مخالف دي. ډومینیک راب نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، په وروستیو کې له اخېستل شوېو ویډیوګانو، تصویرونو او نورو اسنادو څخه ښکاري چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د پولو پر لور یا د لاندې کړې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمې ته ډېر خوزښتونه پیل کړي چې ورسره دا اندېښنې چې ګوندې مسکو به د اوکراین ختیځې برخې ته د ځواکونو د استولو لپاره تیاری نیسي، زیاتې شوي دي. کریملین د ځواکونو... Читать дальше...
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره په دې هېواد کې د ګلخانهيي ګازو د خپرېدو له امله خبرداری ورکوي. د دغې ادارې د تازه راپور له مخې په افغانستان کې دغه ګاز له ۱۹۹۰میلادي کال نه تر۲۰۱۷ میلادي کاله پورې ۱۴۰سلنه ډېر خپور شوی دی. د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رئیس روح الله امین د یکشنبې (د وري ۲۲مه) په ورځ د اقلیم د بدلون په اړه د دوهم راپور له خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل، وړاندوینه کېږي چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې به د ۲۰۱۷ میلادي کال پرتله، ګلخانه یي ګازونه ۲۱سلنه ډېر خپاره شي. Читать дальше...
د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په تېره شااوخوا یوه نیمه لسیزه جنګ جګړو کې ورته د سر او مال ګڼ زیانونه اوښتي، خو په مقابل کې یې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د دغو ولسوالیو یو شمېر قومي مشران وایي، په سیمه کې یې هېڅ ډول رغنیزې چارې نه دي ترسره شوي. د اچین یو قومي مشر ملک سیدحکیم حقیار وایي، حکومت یې په ولسوالۍ کې د ۱۳ جوماتونو د جوړولو خبره کړې، خو په خبره یې، نه پوهېږي چې دغه جوماتونه چېرته جوړ شوي؟: "خیالي پولیس، خیالي اشپزان او داسې نور خلک مو خیالي لیدلي وو خو نه پوهېږو... Читать дальше...
د نړیوال فوټبال په یوه زړه پورې او جالبې سیالۍ کې ریال مادرېد وتوانېد چې د یو ګول په توپير سره بارسلونا ته ماته ورکړي. د لالیګا د تېرې شپې په لیګ کې ریال ۲ او بارسلونا یو ګول ترسره کړ. د ریال لپاره کروس او بنزما او د بارسلونا لپاره مینګویز ګولونه ووهل. ریال په دې بریا سره له بارسلونا نه په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.
په هرات ولایت کې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې. د بدني روزنې ریاست وايي، دغو سیالیو کې د هرات ښار له ۱۲ کلپونو ۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی و چې په دوو اماتور او پروفیشنل سبکونو کې په بېلابېلو وزنونو کې سیالۍ وکړې. د دغه ریاست چارواکي وايي چې د سوک وهنې له دغو سیالیو یې هدف د ولایت منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو پېژندل دي.
د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي په لس پړاوه سیالیو کې د کابل الف ښځینه باسکټبال لوبدلې اتلولي خپله کړه. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د مطبوعاتي غړي مجیب قاريزاده ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې په کابل کې پیل شوې وې، نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د هرات او کابل الف لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پای ته ورسېدې. د نوموړي په وینا په پای لوبه کې کابل الف ۵۷ او هرات ۵۳ درجو په ترلاسه کولو سره کابل د باسکټبال ښځینه الف لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه. په دغو لوبو کې هرات او کندهار ښځینه لوبډلو دوهم او درېیم مقامونه خپل کړل. Читать дальше...
ایران نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د نطنز په نوم خپلو اټمي تأسیساتو کې د یوې الکترونیکي ستونزې خبر ورکړ. تردې یوه ورځ مخکې په دغو تأسیساتو کې نوي پرمختللي سنټرفیوژونه فعال شول چې د یورانیمو د پخولو پروسه لا چټکوي. د ایران تر ټولو د خوندي اټمي تأسیساتو نطنز، د برېښنا د وېش شبکې په یوه برخه کې دا تازه پېښه داسې مهال کېږي چې ایران پرون شنبه په دغو اټمي تأسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو د لګولو اعلان وکړ. بل خوا د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون په اړه خبرې پیل شوي دي. Читать дальше...
په برما کې د کودتا پرضد مظاهرو لړۍ دوام لري. په هغه هېواد کې امنيتي ځواکونو د اپرېل پر نهمه باګو ښار کې ۸۰ مظاهرچيان وژلي دي. پوځ د روان کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د انګ سان سوچي حکومت ړنګ کړ او واک يې واخست. له هغه راهيسې یې لږ تر لږه ۷۰۰ مظاهره چیان وژلي دي. ويډيو: اژانس فرانس پريس
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوهدامن شورا یوې ولسي ناستې ته په یو ویډیويي پیغام کې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، حکومت له جګړې څخه سولې ته د تګ لپاره خپله روښانه طرحه لري او د سولې اړوند طرحو کې باید بېړه ونه شي. هغه وايي، افغانان د دې ظرفیت لري چې د سولې لپاره خپلې طرحې جوړې کړي: " زموږ طرحه له جګړې څخه د یوې تل پاتې سولې په لور تګ ته روښانه ده، هر هغه طرحه که له بېرونه مطرح کېږي، موږ خپله دننه دومره ظرفیت لرو چې هر اړخیزې طرحې وړاندې کړو، سوله زموږ، طالبانو او د نړېوالې ټولنې ترمنځ د خبرو مهم اړخ ده. Читать дальше...
په کونړ کې یو شمېر بې وزلو کسانو له سیند څخه د شګو راایستل ځان ته د ډوډۍ ګټلو په یوې وسېلې بدل کړي دي. دا په داسې مهال چې کونړ کې بې کاري په زیاتېدو ده، ځینو کسانو د سیند د شګو چاڼولو او پلورلو ته مخه کړې. دوی وايي، دا کار اسانه نه دی، خو لږ تر لږه د خپلو کورنیو لپاره پرې یو څه ګټلی شي. ۶۰ کلن شاه محمد د اوبو په منځ کې د شګو په راایستلو بوخت دی وايي: "دلته مزدورې کووم، شګه را اوباسم او خرڅووم يې. بې له مزدورۍ بله لار نه لرم، سهار وختي راځو او تر غرمې پورې یو موټر شګه برابرو. " هغه وايي،... Читать дальше...
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
په بغلان کې معلولینو او د جګړې د قربانیانو د کورنیو په لسګونو غړیو د یوه اعتراضیه لاریون په ترڅ کې د خپلو حقوقو او امتیازاتو د اجرا غوښتونکي شول. دوی چې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) یې د پلخمري په ختیځ کې د کابل لویه لاره د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه، چارواکي تورن کړل چې له برېښنایي تذکرو پرته پر عادي تذکرو ورته خپل میاشتني حقوق نه ورکوي. د بغلان د شهیدانو او معلولینو د چارو رئیس عبدالصبور صابریار وایي، د نوي طرزالعمل له مخې ټول معلولین او د شهیدانو ورثه باید نوې الکترونیکي تذکرې واخلي او له دې پرته یې میاشتني حقوق نه ورکول کېږي.
په پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ په وسله واله نښته کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پروان چارواکي وایي، دغه نښته کې چې د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې شوې، دوه تنه وژل شوي او نور ټپیان دي. د شینوارو ولسوال جاکوګل احمدي نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د اشتر شهر په سیمه کې چې طالبان پرې کنټرول لري، رامنځته شوې. د هغه په خبره د درې ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک بلل شوی دی. چارواکي د دواړو کورنیو ترمنځ شخصي دښمنۍ د دغې پېښې اصلي لامل بولي.
ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر افغان مرکچي او طالب پلاوېو ته د ګډو اصولو په نوم ۹مادهییز نوملړ سپارلی، څو د استانبول له غونډې وړاندې یې په ځینو مهمو برخو هوکړه وکړي. تلپاتې اوربند، د یوه انتقالي یا لېږدیز حکومت جوړېدل چې بل سولهییز او ټولګډونه حکومت ته زمینه برابره کړي، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په مساویانه ګډون ټینګار او له ګاونډیانو،د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې لرل د دې متن مهم ټکي دي. خو په هغه لیک چې په دوحه کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته را لېږلی، راغلي،... Читать дальше...
ایران نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یوې الکترونیکې ستونزې خبر ورکړ. تر دې یوه ورځ مخکې په دغو تأسیساتو کې نوي پرمختللي سنټریفیوژونه فعال شوي و چې د یورانیمو د پخولو پروسه لا چټک کوي. د ایران په تر ټولو خوندي اټمي تأسیساتو کې د حملې دغه وروستۍ پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د اټمې تړون په اړه خبرې پیل شوي. د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل، دغې پېښې تلفات نه دي اړولي او نه یې هم هوا ککړه کړې، خو زیاته یې کړه چې د نطنز د تأسیساتو برېښنا یې اغېزمنه کړې ده. Читать дальше...
په قرغېزستان کې خلک نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د رایې مرکزونو ته ځي چې هغه نوي اساسي قانون ته رایه ورکړي چې د ولسمشر واک پیاوړی او د پارلمان واک کمزوری کېږي. دغه ټول پوښتنه یا ریفرانډم درې میاشتې وروسته له هغې ترسره کېږي چې صدرجپاروف د یوه سیاسي کړکېچ په نتیجه کې د ولسمشر په توګه غوره شو. د تېر کال په اکتوبر کې د پارلماني انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په وړاندې پراخ اعتراضونه وشول چې په نتیجه کې یې دغه حکومت نسکور شو. جپاروف چې د پخواني ولسمشر سورونبای جینبیکوف تر استعفا وروسته د دغه سیاسي بحران... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال په ټول هېواد کې ۲،۲ میلیونه لیتره شیدې تولید شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د شیدو له پلوه په ځان بسیاینې ته نږدې شوی: "۱۳۹۹ لمریز کال کې په ټول هېواد کې۲ اعشاریه دوه میلیونه لیتره شیدې تولید شوي، افغانستان په کلني ډول درې میلیونه لیتره شیدو ته اړتیا لري." د نوموړي په وینا زیاتره شیدې، په فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګو، هرات، بلخ، کندهار، کندز او سمنګان ولایتونو کې تولید شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د وري (حمل) له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه. اعلامیه زیاتوي، د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د وري د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني اجازه و نه لري. په ناسته کې ټینګار شوی چې نور به افغانستان کې د يوکیلي موټرو د هر ډول وارداتو په هکله جدي څارنه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده... Читать дальше...
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ښاروالۍ د یوې ناحیې ریاست یوې ښځې ته وسپارل شو. د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې نوې ټاکل شوې رئیسه امېنه مایار وايي، دوه کاله مخکې یې د ازادې سیالۍ له لارې د یادې ناحیې د مرستیالۍ څوکۍ ته لاره پیدا کړه. اغلې مایار زیاته کړه: "وروسته له دوو کلونو کابل ښاروال وپتېله چې د ناحیو د ریاست په چوکاټ کې هم باید ښځینه کار وکړي چې له اعتماده یې مننه کوم. دا کوم مقام یا څوکۍ نه ده. دا یو ستر مسوولیت دی، هیله ده لکه څنګه چې مې په تېرو دوو کلونو کې په مرستیالۍ کې خپلو خلکو ته... Читать дальше...
په میانمار یا پخوانۍ برما کې پر ډموکراسۍ پلوه مظاهره چیانو د وروستیو فشارونو په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو له خوا تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي. د جنوب ختیځې اسیا دغه هېواد، د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تر پوځي کودتا وروسته له کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی. د کودتا په نتیجه کې ملکي رهبره انګ سان سوچي له واکه لیرې کړای شوه او دا کار په ملي سطحه د تاوتریخوالي سبب شو. راپورونه وايي، په تازه وینه تویېدنه کې، امنیتي ځواکونو په باګو ښار کې چې یانګون ښار ته څېرمه پروت دی، پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي.... Читать дальше...