ازبیک کمپاینر او بلاګر چې د حکومت منتقد او د حقونو مدافع دی وړمه ورځ د مخ پټو کسانو له خوا سخت وهل شوی دی. بازاروف اوس په روغتون کې بستري دی. د میر عزیز بازاروف په مشرۍ په لسګونو فرهنګیانو باندې څو ورځې مخکې هم هغو کسانو برید کړی و چې د الله اکبر نعرې یې وهلې. صفي الله ستانکزی په دې اړه د ازادې اروپا راډیو ازبکي څانګې په حواله راپور لري
که څه هم په افغانستان کې زده کړې په جګړه ییز چاپیریال کې ستوزمن کار دی، خو ځینې شته لکه مقتدر عمري چې د دغه هېواد نوې څېره نړېوالو ته وښیي. هغه تازه هاروارډ پوهنتون ته د بورس له لارې بریالی شوی_هغه پوهنتون چې د نړۍ يو له غورو پوهنتونونو څخه دی. نوموړی په داسې حال کې دغه پوهنتون ته بریالی شوی چې تېرو ۷ کلونو کې له افغانستانه دې پوهنتون څوک نه و بریالي شوي. اتلس کلن مقتدر د کابل په افغان ـ ترک لېسه کې یې زده کړې پای ته رسولي او له خپلې اته کسیزه کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي. هغه وايي:... Читать дальше...
په پام کې ده چې د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو استازي د اپرېل په شپږمه نېټه به په ویانا کې غونډه وکړي. اروپايي ټولنې چې د ایران د اټمي خبرو چارې تنظیموي نن جمعه (د وري ۱۳مه) په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه نن د ایران او نړیوالو پیاوړو قدرتونو په ګډون په یوه انلاین غونډه کې وشوه. بیان زیاتوي چې ایران او د نړۍ پیاوړو قدرتونو چمتووالی ښودلی چې دې موافقې ته د امریکا د راستنېدو هرکلی وکړي. د اروپايي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او ایران په ګډون ډلې ویلي چې د نننۍ غونډې په پای کې ګډونوالو... Читать дальше...
د روسیې د بشري حقونو څو مخکښو ډلو په سوریه کې له بشري حقونو په سرغړونو په تېره پر ملکي اهدافو په بمباریو کې د روسیې لاس لرل غندلي دي. دا غندنه په هغه ۱۹۸ مخیز راپور کې راغلې ده چې د روسیې د بشري حقونو ډلو د لومړي ځل لپاره د سوریې د خونړۍ جګړې په اړه چمتو کړی. په دې ډلو کې د بشري حقونو د یاد مرکز او څو نورې مخکښې ټولنې شاملې دي. دا راپور په روسیه، لبنان، اردن، ترکیه، جرمني، بلجیم او څو نورو هېوادونو کې د سوریې د جګړو له عیني شاهدانو او ژغورل شوېو ملکي وګړو سره د یو نیم سل مرکو پر بنسټ برابر شوی دی. Читать дальше...
په دې سفر کې به په خپل مینځي اړیکو، ترهګرۍ ضد جګړې او اقتصادي همکارۍ په چارو خبرې کېږي.
ددې برنامې تابیا کوونکو وویل، له دې کاره يې موخه داده چې نور ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅول شي او هغوی چې لوړې زده کړې يې کړي دي، په ښه توګه خپلې پوهې او مسلکي وړتیاوې نورو سره شریکې کړي.
د افغانستان د حزب اسلامي پلویانو په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې له افغان حکومته د کړیو ژمنو د عملي کېدو، د خپلو بندیانو د ازادېدو، د جګړې د ودرېدو او د جمهور رئیس د استعفا غوښتنه وکړه. دوی وايي، افغان حکومت د حزب سره په شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دې حزب بندیان یې نه دي خوشې کړي. لاریون کوونکی عبدالحی فقیري وايي: "دوی ژمنه کړې وه چې د هوکړه لیک له امضا وروسته به په ۴۰ ورځو کې د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کوي، اوس یو شمېر محدود ازاد شوي او شااوخوا ۳ زره نور د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې... Читать дальше...
هلمند ولایت کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي او همدا راز د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې اووه مېرمنې ټپیانې کړي دي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي، پېښه نن سهار داسې مهال وشوه جې د ملکي وګړو یو فلاینګکوچ موټر د طالبانو پر یوه ماین برابر شو. دی وايي: "زموږ اووه تنه خویندې چې په یوه فلاینګکوچ موټر کې سپرې وې، د کشک کهنه ولسوالۍ په چاردرې سیمه کې د طالبانو له خوا د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ټپیانې شوې." د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې درې مېرمنې د هرات... Читать дальше...
په ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته، ښایي څو ورځې وروسته ترسره شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په امریکا کې نن وختي رسنیو ته ویلي چې دغه ناسته به له افغان مرکچي پلاوي سره د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړي. ښاغلي پرایس زیاته کړه: "د افغان سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دې وروستيو کې ترکیې ته سفر وکړ او له ترکي چارواکو سره يې په استانبول کې د جوړيدونکي کنفرانس په اړه خبرې وکړې. Читать дальше...
په هېواد کې د رغنیزو او ابادیو د دوه لسیزو فصل که له یوې خوا ښارونه نوي، اباد او ښکلي کړي، له بلې خوا یې ادرس موندنه پېچلې کړې ده. د جلال اباد ښاریانو په باور، د ښارونو بڼې له یوې ورځې بلې او له بلې، بلې ته د بدلون په حال کې دي او د مشخصو ادرسونو د نشتوالي له کبله تل له ستونزو سره مخ وي. خو اوس د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، په راتلونکو ۳ میاشتو کې به دغه ستونزه حل او د ښار د ټولو ناحیو کورونه، سړکونه او کوڅې به په ځانګرو نومونو او نمبرو نوموي او لوحې پرې نصبوي. د جلال اباد ښاروال اباسین... Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د مذهبي لږکيو تر منځ د سندرو څلورم پړاو سيالي پای ته رسېدلي دي. د وايس آف ماینارټیز (د لږکيو غږ) په نوم دې سياليو کې د صوبې له نهو ضلعو سره اړه لرونکو تر ۱۰۰ زياتو سندرغاړو برخه اخيستې وه چې سيکان، هندوان، بهايان، کيلاشيان او نور مذهبي لږکي پکې شامل ول. نور حال په ويډيويي راپور کې.
په کندهار کې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د کرکټ لوبه وشوه، چې د کمال خان بند جوړوونکې لوبډلې دغه مسابقه وګټله. دغه مسابقه د کمال خان بند د جوړوونکې او د کمال خان بند د ساتونکې لوبډلو ترمنځ وشوه. کمال خان بند د وري یا حملې پر څلورمه په نیمروز کې پرانیستل شو، چې په مناسبت یې په کابل او نورو ولایتونو کې د کرکټ مسابقې وشوې.
د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ځوانان د پسرلي په راتګ سره د اشر په ډول ونې بوټي کري. دوی خلک دې ته تشویقوي چې شته ونې دې نه وهي او نوې نيالګې دې کښېنوي. د اشر په نوم یو غیر حکومتي تنظیم د هنرمندانو او ټوکمارو په بدرګه کلي په کلي ګرځي او خلکو ته د کنسرټ او د ټوقو ټقالو د محفلونو د وړاندې کولو نه پس، له هغوی غواړي چې ورسره دې په دې ښه کار کې ملګري شي. د دې ځوانانو تر شا د سالمین خپلواک او د هغه د ملګرو لوی لاس دی. دوی د ژوب ترڅنګ په لورالای، کلاسیف الله، خانوزۍ، مسلم باغ او یو شمېر نورو سیمو کې هم ونې بوټې کرلي دي. Читать дальше...
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې پر هدفي وژنو اندېښنه ښيي. د دغه کمېسیون د نشریاتو او ارتباطاتو د برخې رئيس ذبیح الله فرهنګ مشال راډیو ته وویل، په کار ده چې نړیواله ټولنه اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړه: "د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ۱۴ ښځې په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۲۲ نورې ژوبلې شوي دي. دې نهیلوونکي حالت ته په کتو موږ له نړیوالو همکارانو په تېره بیا له ملګرو ملتونو غواړو چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوربند لپاره پر طالبانو او حکومت له خپل نفوذه کار واخلي."... Читать дальше...
اوپک او د تېلو نورو صادروونکو هېوادونو موافقه کړې چې د تېلو په تولید کې به په را روانو میاشتو کې تدریجي زیاتوالی راولي. د اوپک پلس په نوم د دې ډلې مشري سعودي عربستان او روسیه کوي. د اوپک پلس د انرژۍ وزیرانو پرون پنجشنبې(د وري ۱۲مه) په یوه بیان کې د کرونا د وبا له دورې وروسته د تېلو د تقاضا زیاتېدو ته د اشارې په ترڅ کې په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په نتیجه کې د نړیوال بازار د وضعیت ښه کېدل او د پیاوړي اقتصاد په لرونکو هېوادونو کې د دې وبا له کبله له زیانمنو خلکو سره د مالي مرستو بستې مهمې وبللې. Читать дальше...
ذبیح الله کلیم د افغانستان د ولسمشر له خوا د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه ټاکل شوی دی. ولسمشر اشرف غني پرون د ښاغلي کلیم د ټاکل کېدو فرمان ورکړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې ښاغلی کليم په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لوري د باور رای اخېستلو په هدف ولسي جرګې ته معرفي شي. تر دې مخکې فرید حمیدي د افغانستان لوی څارنوال و. ښاغلي حمیدي تر پنځه کاله دندې وروسته سږ حمل ۱۱ مه باندې استعفی ورکړه.
په دوحه کې د افغانستان د دولت مذاکراتي ټیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ترکیې او قطر له استازیو سره کتلي دي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په ناسته کې د ترکیې د غونډې په اړه بحث وشو. تمه ده ترکیه همدا میاشت د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي چې د ملګرو ملتونو له خوا به په مخه وړل کېږي. د سولې وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په حواله راغلي، د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر... Читать дальше...
په بیان کې راغلي چې د امنیت شورا غړي په برما کې په چټکۍ خرابېدونکي وضعیت اندېښمن کړي او د سوله ییزو احتجاج کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو او ماشومانو په ګډون د سلګونه ملکي وګړو د مړینو سخته غندنه کوي.
د بجلۍ د لوډشېډنګ پرضد په بلوچستان کې د کرونده ګرو اتحادیې یو ورځنی پیه جام هړتال وکړو، د مظاهرينو وينا وه چې لوډشېډنګ لوجې له معاشي ستونزو سره مخ شوي نو حکومت دې په فوري توګه لوډشېډنګ ودروي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د فراه ولايت معتادین د درملنې په مرکزونو کې د موسيقۍ له لارې نور معتادین خوشحاله ساتي چې په روغتون کې ټاکلې موده پوره کړي او په مؤثر ډول يې درملنه وشي. ځينې معتادين چې د درمنلې لپاره په دې روغتون کې بستري کېږي، له ځانه سره د هنر يوه نړۍ هم راوړي، په تېره بیا هغه معتادین چې څو کاله ژوند يې په مهاجرت کې تېر شوي وي. د موسيقۍ د الاتو غږول، د شعرونو ويل او ورزش کول هغه تفريح او مصروفیت دی چې له بستري شوېو معتادینو څخه د اعتیاد درد او خپګان هېروي. دې روغتون کې د بصير په نوم يو معتاد د عبدالصبور... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتونو د سلو میلیونو کسانو د واکسین هدف ته نږدې کړی. روغتیايي چارواکي بیا د کاروبارونو د بیا پرانېستلو له امله د کرونا د پېښو د زیاتېدو ګواښ ورکوي. تر اوسه پورې ۹۹ میلیونه او شپږ لکه امریکایانو چې د دغه هېواد ۳۰ فیصده نفوس دی لږ تر لږه یو ډوز کرونا واکسین ترلاسه کړی دی. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د راپور له مخې د اپرېل تر لومړۍ نېټې ۵۶ میلیونه کسانو ته د واکسین دواړه ډوزونه تطبیق شوي. کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په شلمه سپېنې ماڼۍ ته ننوت... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په برما (میانمار) کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو د زور زیاتي او د سلګونو ملکیانو وژنه په کلکه غندلې ده. امنیت شورا په دې اړه د رایو په اکثریت یوه اعلامیه خپره کړې ده. د یادې شورا په پرونۍ تصویب شوې اعلامیه کې د برما د ناسمې وضعې په اړه اندېښنه ښودل شوې او د مظاهره چیانو پر وړاندې د زور د کارولو او د ښځو او ماشومانو په شمول د سلګونو ملکیانو وژنه غندل شوې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لویدیځو هېوادونو غوښتل چې دې اعلامیه کې د راتلونکو احتمالي اقداماتو په اړه یادونه... Читать дальше...
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کوکنارو د بوټو اړول په ګرمو ولايتونو کې لومړی له ننګرهار ولايت څخه پيل شول. د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړي پړاو کې د ننګرهار ۸ ولسواليو کې ۱۸۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د دې ولايت اتو ولسوالیو، په تېره بيا هغو سيمو کې ډېر کوکنار کرل شوي چې هلته جګړه روانه ده او د دولت د وسله والو مخالفينو نفوذ په کې ډېر دی، خو دا کښت د تېر کال پرتله لږ دی. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، که څه... Читать дальше...
پولیسو په کابل ولايت کې پنځه زره لېټره شراب او څو کيلوګرامه نور نشه يي مواد ونيول. لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په شپاړسمه حوزه کې د نشه يي موادو جوړولو پر يوه کارخونه وکړل، په نتيجه کې يې پنځه زره لېټره شراب ونيول شول. د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو تر اته سوه کيلوګرامه ډېر هيروئين او دوه کيلوګرامه ډېره ښيښه ونيوله. په پام کې وه چې دا نشه يي مواد له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته قاچاق کړل شي. د دې دوو قضيو په تړاو شپږ تنه هم نيول شوي دي.
په تخار ولايت کې تر سلو بوتلو ډېر شراب ونيول شول. د تخار ولايت امنيه قوماندان اکرام الدین سريع ازادي راډيو ته وويل چې ۱۰۷ بوتله شراب چې خواجه بهاالدین ولسوالۍ ته قاچاق شوي او په پام کې وه له هغه ځايه رُستاق ولسوالۍ ته يووړل شي، پولیسو ونيول. د دې نشه يي موادو په تور دوه تنه نيول شوي او موټر يې هم ضبط شوی دی.