هندي چارواکي وایي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نویو مثبتو پېښو په شدت کې د تېر په پرتله کموالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې تازه په دې هېواد کې د هولي جشن تېر شوی، د رنګونو په دې مېله کې خلکو د کرونا ویروس د لاخپراوي د مخنیوي په هدف روغتیايي لارښوونې هم نهدي عملي کړي.
په برما کې د فېبرورۍ مياشتې له پوځي کودتا وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ۵۲۱ کودتا ضد مظاهرچيان وژل شوي او تر ۲۶۰۰ زيات زنداني کړل شوي دي. د پوځي کودتا خلاف او د ولسي حکومت د بيا بحالۍ لپاره د برما په بېلا بېلو ښارونو کې هره ورځ مظاهرې کېږي. ويډيو: اسوشيېټيډ پرېس.
د بشر حقونو څار نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څپې دې هېواد کې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په هر ډول احتمالي هوکړه کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د راتلونکې په اړه اندېښنې موجودې دي. دې سازمان په یو نوي راپور کې طالبان د ژورنالېستانو په وړاندې روان تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن کړي دي. د بشر حقونو څار نړیوال سازمان یوې لوړپوړې مشرې پاترېشیا ګاسمن د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ښوونکو او له څلورمې رتبې نه تر اتمې پورې به د کارکوونکو په تنخواګانو کې، تر دوه زره افغانیو پورې زیاتوالی راشي. د دغه وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۲» په یوې خبري ناسته کې وویل، دا بهیر د روان کال د حمل له میاشتې څخه د اجرا وړ دی. د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دغه وزارت دمګړۍ ۲۲۰ زره ښوونکي او څه باندې ۱۸،۰۰۰ ښوونځي لري چې په ټول هېواد کې پهکې ۹،۷ ملیونه زدهکوونکي زدهکړه کوي. دا چې ولسي جرګې دوه ځلې د ۱۴۰۰ لمریز کال بودجه... Читать дальше...
د هرات چارواکي وایي په شینډنډ ولسوالۍ کې د تېرې شپې په موټر بم برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د هرات والي عبدالوحید قتالي نن رسنیو ته وویل چې دا چاودنه تېره شپه شوې وه او په خبرهیې دوی په دې برید کې کومه سیمه له لاسه نهده ورکړې. د ښاغلي قتالي په خبره په دې چاودنه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي. په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبلهیې نهغوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د شینډنډ ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدیریت شوې او په خبرهیې لسګونه کسانو تر چاودنې وروسته په سیمه کې مقاومت وکړ. Читать дальше...
د روسیې د زندانونو چارواکو نن په زندان کې د اپوزېسیون له مشر الکسي ناوالنۍ سره د ناسم چلند ادعاوې رد کړې. تر دې یوه ورځ دمخه د فساد ضد کمپاینر او د کرملېن منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان کې د نهخوړو اعتصاب پیل کړ. ۴۴ کلن ناوالنۍ د جدي ناروغۍ لپاره د روغتیایي خدماتو د نشتوالي او هم په دې اړه شکایت کړی چې د زندان ساتونکي په پرلهپسې ډول دی خوب ته نهپرېږدي. ناوالنۍ په جنوري کې وروسته له هغه چې تازه له جرمني څخه تر درملنې وروسته مسکو ته ورسېد، د روسیې پولیسو ونیو او بندي یې کړ. دی په یوې زهري... Читать дальше...
د پاکستان چارواکو د ټیکټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې کړ. دغه چینایي اپلېکېشن له دې کبله په پاکستان کې منع شوی وو چې د چارواکو په خبره ناسم مطالب پهکې خپرېدل. په پېښور کې یوې محکمې نن د دغه ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او د رسنیو د تنظیم ادارې تهیې سپارښتنه وکړه چې په ټیکټاک کې د غیر اخلاقي موادو د نهخپرېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي. د پاکستان د مخابراتو ادارې یوه وکیل جهان زېب محسود وویل چې د ټیکټاک شرکت ډاډ ورکړی چې مطالب به فلتر کوي. سره له دې چې ټیکټاک په ټوله نړۍ کې ځوانان... Читать дальше...
ددې سیمې خلک وايي، له دې مخکې د شمل دوه منده، المرې او نادرشاه کوټ ټولې اوبه په دوی راتلې او ډول، ډول ستونزې به يې ورته جوړولې.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه څلور لارې د ازادي راډیو د پخواني خبریال الیاس داعي په نوم نومول شوې، هغه خبریال چې تېر کال د لړم په ۲۲مه ووژل شو. د لښکرګاه ښاروال عصمتالله صمدي وايي، په دې څلور لارې کې یو منار جوړوي چې د الیاس داعي انځور به پرې حک او تر خوا بهیې د ازادي راډیو لوګو هم ورسره جوړه شي. ښاغلي صمدي نن ازادي راډیو ته وویل، دا څلور لارې د الیاس داعي د ښو خدمتونو د درناوي په پار د هغه په نوم نومول شوې. ښاغلی صمدي زیاتوي: "دا څلور لارې د یوه مایک شکل لري. په ډیزاین کې د ازادۍ... Читать дальше...
د مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی مدثر زمان مېلمه کړی وو. نوموړی د کرکټ تکړه لوبغاړی پاتې شوی، د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېدلی او اوسمهال په پېښور کې يوه اېف اېم راډيو ته پر کلتوري او ټولنيزو موضوعاتو خپرونې جوړوي. د زمان د سندرو او کرکټ لوبې په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په داسې حال کې چې د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د ملي اردو د یوې بلک هاک هلیکوپټرې بېړنۍ ناسته تأیید کړې راپورونه ښيي چې په تېر لمریز کال کې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې لږترلږه د ملي اردو ۹ الوتکې غورځېدلي یا هم راغورځول شوې دي. د ملي اردو د دغې بلک هالک هلیکوپټرې د نسکورېدو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کېږي، طالبان ادعا کوي چې هلیکوپټره دوی د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې ویشتې، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، بېړنۍ ناستهیې کړې ده. دغه وزارت وايي چې د هلیکوپټرې په بېړنۍ ناسته کې ۲ پولیس او د ملي اردو یو منسوب وژل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب د غړو له لوري د پراخو لاریونونو د بیا پیل خبر ورکړ. ښاغلي حکمتیار نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړې پر بنسټ باید د دوی ټول بندیان ازاد شوي وی، خو په خبرهیې حکومت لا هم په خپله ژمنه عمل نهدی کړی. ښاغلي حکمتیار پر دې خبرې له ټینګار سره چې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره به لومړی په کابل ښار کې او بیا به په ولایتونو کې لاریونونه پیل کړي، وویل: "زموږ نږدې... Читать дальше...
د کرکت نړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې چې پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) یې اعلان کړه افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د نړۍ له دوهم نمبر الراونډر څخه درېیم ځای ته راکښته شوی. د نبي عیسی خېل څخه دوهم ځای د انګلستان لوبغاړي بین سټوکس خپل کړی، هغه د هند پر وړاندې یو ورځنیو لوبو کې په زړه پوري لوبې وکړې. خو د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې بیا محمدنبي لا هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر دی. په نړېوالو شل اووریزو سیالیو کې بیا محمد نبي لومړی او شکیب الحسن دوهم ځای لري. څو ورځې وړاندې هم په... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال د اتلانو غوره لیګ په اتمه سیالۍ کې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) جوانان واحدي کندز له خراسان فاریاب سره د لوبې ډګر ته وځي. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فیروز مشهوف وايي، د دې لیګ لومړۍ پړاو شپږ لوبې په کابل کې پای ته ورسېدې او د دوهم پړاو لوبې اوس مهال په بلخ ولایت کې دوام لري. د هغه په خبره، له بلخ وروسته درېیم پړاو لوبې به په هرات کې د شپږو لوبډولو ترمنځ ترسره شي. د افغانستاند د فوټبال فدارسیون د معلوماتو له مخې دغه لیګ د مارچ میاشتې په ۲۴ مه پیل شوی او د اپریل میاشتې تر ۱۲ مې به دوام وکړي.
په کابل کې د پانکرېشن دوهمه دوره غوره سیالۍ پیل شوې. د پانکرېشن فدارسیون رئیس نور سیار نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په کابل کې پیل شوې. د هغه په خبره، دغه سیالۍ د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ترمنځ چې په هغې کې مېرمنې هم شاملې دي د یوې ورځې لپاره دوام کوي. نوموړی وايي، د دې سیالیو په پای کې د کابل غوره ټیم ته ۳۳ غوره لوبغاړي انتخابېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان د سولې خبرو په تړاو بحث لپاره نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) قطر ته ولاړه. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وایي، دیبرا لاینز به د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي، د طالبانو له استازو او هم د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان سولې بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر لارو چارو خبرې وکړي. مېرمن لاینز تر دې سفر دمخه پرون په ارګ له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل. په دوحې... Читать дальше...
په تاجیکستان کې د ښځو یوې ډلې د سمنک میله جوړه کړې. دوی هیله لري چې روسیې ته د کار لپاره تللې اولادونه به یې روغ رمټ خپلو کورونو ته راستانه شي. سږکال د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر د یاد هېواد زیات شمېر بهرمیشتي او مسافر اوسېدونکي د نوي کال د نمانځنې په هدف بیرته خپل هیواد ته نه دي ستانه شوي. نور حال پدې راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ
د ننګرهار چارواکو نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) سهار د یوې ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو دوه کسان نیولي دي. د بصیرې په نامه دغه پولیسه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل: "غوښتل یې چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو له رېکشا پرې ناپېژانده وسلهوالو ډزې کړي. پولیسو اقدام کړی او د پېښې سره د تړاو په تور مو دوه تنه نیولې دي." د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نیولو شوېو کسانو منلې چې دې پېښه کې لاس لري. Читать дальше...
چيف جسټس قیصر رشيد پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته حکم ورکړ چې پر ټيک ټاک دې د غيراخلاقي او غير قانوني موادو د خپرېدو مخه ونيسي.
په کوټه کي د سرکاري ملازمينو احتجاجي پرلت روان دی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په تنخواګانو کې دې ورله ۲۵ فيصده زياتې کړي، خو چارواکي وايي، ژر به د متاثرينو ستونزې هوارې کړي. نور حال په دې ويډيو راپور کې.
د سولې روانې بې پایلې خبرې، د دواړو لوریو ترمنځ د خپلو غوښتنو پر عملي کېدو ټینګار او د هدفي وژنو لوړ ګراف، هغه درې موضوعات چې ورځ تر بلې د افغانستان د وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتوي. په وروستیو کې ننګرهار د روانو هدفي وژنو له کبله، تر ټولو ځپېدلې سیمه ده. تازه د جلالاباد کې ښار په درېیمه ناحیه کې یوه ښځینه پولیس افسره وژل شوې. وژل شوې مېرمن بصیره نومېده، د لومړۍ ساتنمنۍ نظامي رتبه یې لرله او له لسو زیات کلونه کېدل چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده درلوده. د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ... Читать дальше...
د هانګ کانګ یوې محکمې نن د اپرېل په لومړۍ نېټه د یو ۸۲ کلن مدافع وکیل په ګډون ۷ تنه ډیموکراسي پلوي فعالان مجرم وپېژندل. پر دوی تور دی چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګسټ په ۱۸مه نېټه یې یوه غیرقانوي غونډه چې تنظیموونکو یې ویل، له ۱۷ لکو زیاتو خلکو ګډون په کې کړی وو، رابللې وه او په هغه کې یې ګډون کړی وو. د ډیموکراسۍ په پلوي د ۲۰۱۹ کال اعتراضونه د هغې لایحې له وړاندې کولو وروسته پیل شول چې د چین اصلي ټاټوبي ته د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه یې کوله. چین دا اعتراضونه کمونیست ګوند ته ګواښ بلل. په محکومانو... Читать дальше...
ننګرهار مېشتي سندرغاړي وایي، له هنر سره یې د خلکو کمې علاقې د دوی کاروبار اغېزمن کړی چې ځينو د خپل هنر پر ځای نورو کسبونو او ځينې نورو یې له ننګرهاره کډوالۍ ته اړ کړي دي. دوی د دوی له هنر سره د خلکو د علاقې د کموالي لاملونه د خلکو ناچاري، د کار روزګار نشتوالی، ناامني او له رواني پلوه د خلکو ناارامي یادوي. دوی وایي، اوسني وخت کې یې کاروبار تر دې بریده رسېدلی چې د کورنۍ اړتیاوې خو لا څه ان د کور کرایه هم نه شي پرې پوره کولای. ۵۸ کلن شیرین اغا خالقیار یوازې ۳۶ کاله د یوه محلي هنرمند په توګه په محفلونو کې سندرې ویلي دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د بنسټیزو تأسیساتو د رغولو لپاره د دوه تریلیونه یا دوه زره میلیارډو ډالرو یوه پلان په ډاګه کړ. د بایډن دغه پلان به چې غواړي پر شرکتونو د مالیو په لوړولو سره یې بودجه تمویل کړي، قانوني جنجالونه او سیاسي بحثونه را وپاروي. بایډن پرون په پیتزبورګ کې د وینا په ترڅ کې د دغه پلان چې هغه د هېواد د زړو بنسټیزو تأسیساتو د نوي کولو او له خپرې شوې د کرونا له وبا څخه د اقتصادي رغونې پلان یاد کړ، جزئیات په ډاګه کړل. بایډن وویل: "دا به امریکا کې د یوه... Читать дальше...
د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازې د دې سازمان د امنیت شورا ته وویل چې دا هېواد له احتمالي کورنۍ جګړې سره مخامخ دی. کرستین شرانیر بورګینیر تېره شپه د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د برما پوځ د کودتا ضد مظاهره چیانو ځپنې ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې او د وینې توئیدو احتمال زیات دی. بورګینیر له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي خو نوموړې په دې اړه د مشخصو اقداماتو یادونه ونه کړه. د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې... Читать дальше...