Короткое замыкание вызвало пожар в двух машинах в Нижнем Новгороде

Дороги Подмосковья в среду вечером загружены на 6 баллов

Аналитики Bernstein назвали главную цель биткоина после халвинга

Адвокат: убедиться в отсутствии кредитов можно бесплатно два раза в год



World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 04.04.2021

Pa.azadiradio.com 

خلک د استانبول له ناستې څه هیلې لري؟

ښکلېلو اړخونو ته د خلکو وړاندیزونه او غوښتنې څه دي؟ د استانبول غونډې په اړه د یو شمېر افغانانو نظرونه او وړاندیزونه. د افغان سولې په اړه د استانبول ناسته د روانې حمل میاشتې په ۲۷مه کېږي.

Mashaalradio.com 

پاکستان له نړیوالو پورونو څخه د خلاصېدو او د اقتصاد ښه کولو لپاره څه کوي؟

پاکستاني چارواکي‌ وايي‌کوښښ‌کوي چې د ټېکسونو نظام او تجارت ښه کولو، د پانګونې زیاتولو او ځينو نورو لارو چارو له لارې د ملک اقتصاد پياوړی کړي. د دې هېواد وزیراعظم عمران خان ويلي‌ چې په اوږدمهال کې له بحران څخه د ملک ژغورلو لپاره اوس مجبوره دی چې د نړيوالو پور ورکوونکو ادارو شرطونه ومني. نوموړي د اپرېل پر څلورمه پر ټيليويژن خپرېدونکي د خلکو د پوښتنو په پروګرام کې د هغو بهر مېشتو پاکستانيانو د پېسو یادونه هم وکړه چې هغوی یې په پاکستان کې خپلو خپلوانو ته لېږي. د سټېټ بېنک ترمخه دا پېسې د ۲۰۲۰ کال د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ستونزمن ژوند

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د کورنیو بې‌ځایه شویو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. کورني بې‌ځایه شوي وايي چې دوی روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي. نور په دې راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د مسافرو د کرونا ټسټونو له انحصاري کېدو په کابل کې د ځینو لابراتوارونو شکایت

د افغانستان د روغتیايي لابراتوارونو ځیني مالکان وايي، د دغه هېواد د هوايي چلند ملکي ادارې د شارجې، دوبۍ او ابوظبي د مسافرینو د کرونا ټسټونه یوه لابراتوار ته انحصاري کړي دي. د دغو لابراتوارونو مسؤلان د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو په کمېسیون کې راټول شوي وو او په دې اړه‌یې شکايت درلود. له دې ډلې محمد هاشم وهاج وویل، په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د ازمایښت لپاره ۳۰ لابراتوارونو د عامې روغتیا له وزارت نه د فعالیت جوازونه اخیستي، خو د هوايي چلند ملکي اداره یوازې د یوه لابراتوار ازمایښت تأییدوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې په تړاو د یوې واحدې طرحې د جوړېدو لپاره با صلاحیته کمېټه جوړه شوه

افغان حکومت د سولې اړوند بېلابېلو طرحو د راټولولو او یوځای کولو په هدف د پخوانیو او اوسنیو حکومتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، دغې ۱۵ کسیزې کمېټې چې مشري یې محمد یونس قانوني کوي، نن د سولې اړوند د بېلابېلو طرحو په څېړلو کار پیل کړی دی. ښاغلی خوځون زیاتوي: "د سولې اړوند د طرحو، نظرونو او د څېړنو د راټولېدو کمېټه د استانبول ناستې لپاره د یوې واحدې طرحې د جوړېدو په هدف کار کوي، دغه کمېټه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اکشی کومار په کرونا ویروس اخته شو

د هند سینما وتلی ستوری اکشی کومار په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی دی.  کومار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن سهار یې د کرونا ټسټ مثبت راوتلی او له همغې لحظې یې ځان قرنطین کړی دی.  ده له هغو خلکو چې له ده سره نږدې تماس کې وو غوښتي چې ځانونه معاینه کړي.  د بالیووډ دا ستوری د خپل یوه فلم (رام سېتو) په شوټنګ بوخت و چې کرونا شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد ښار، د ښځینه کارکوونکو لپاره مرګونې کوڅې

ننګرهار مېشتې ۲۴ کلنه راضیه له څو اوونیو راهیسې خپلې دندې د تلو یا نه‌تلو په پرېکړه کې زړه نازړه وه، خو د مارچ په ۳۱مه نېټه دغلته د درې تنه ښځینه واکسیناتورانو له وژل کېدو وروسته دې خپله هغه دنده پرېښوده چې په ډېر زیار یې ترلاسه کړې وه.  راضیه چې دا یې اصلي نوم نه‌دی او د امنیتي ستونزو له کبله نه‌غواړي اصلي نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، پوهېږي چې که کار ته ولاړه نه‌شي، ښايي هغه دنده له لاسه ورکړي چې په تنخوا یې د دې ټوله کورنۍ چلېږي. خو د دې په وینا، پلار یې ورته ویلي، که د ښار په کوڅو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د محقق څرګندونو ته غبرګونونه

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په پرمختګ سره د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه بحثونه تر پخوا ګرم شوي دي. تازه د افغانستان د جمهور رئیس یو سلاکار محمد محقق له خپلو وروستیو څرګندونو په شا شوی وايي چې د غیر متمرکز نظام د ټینګېدو غوښتونکی دی. محقق وروسته له هغې چې درې ورځې مخکې یې په هرات کې خپلو وروستیو خبرو کې فدرالي نظام رد کړ او ویې‌ویل چې په افغانستان کې فدرالي نظام مناسب نه‌دی، د یو شمېر کسانو له‌خوا پرې نیوکې وشوې، اوس‌یې په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د غیر متمرکز اسلامي جمهوري نظام غوښتونکی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: ویانا کې اټمي موافقې ته د امریکا په بېرته ستنېدو خبرې نه‌کوو

ایران وایي، په اروپا کې د راتلونکو خبرو پر مهال به اټمي موافقې ته د امریکا په بېرته ستنېدو خبرې ونه‌شي.  ټاکل شوې دغه خبرې دوه ورځې وروسته د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ترسره شي.  د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي نن هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ایران به دې غونډه کې په نامستقیم ډول له امریکا وغواړي چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته وګرځي.  ټاکل شوې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران ډيپلوماتان د اپرېل په شپږمه په دې اړه خبرې وکړي.  د نړۍ دغه هېوادونه لا هم له ایران سره پر اټمي تړون ولاړ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي باید ژر تر ژره وګمارل شي

د افغانستان ولسمشر اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننګرهار ته منظور شوي ښوونکي وګماري.  دغه ولایت ته یوه اوونۍ مخکې څلور زره ښوونکي منظور شول چې د ښوونکو کم پوسټونه ورسره ډک شي.  ولسمشر محمد اشرف غني نن په همدې مناسبت یوه وېډیویي پیغام کې وویل: "له همدې ځایه د پوهنې وزیر صاحب، د ننګرهار والي صاحب او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون ته دنده ورکوم چې ژر دې ته زمینه برابره کړي چې منظور شوي ښوونکي وګماري، واضح هدایت مې دا دی چې خوېندو ته خاصه پاملرنه وشي." ښاغلي غني خپلو خبرو کې ننګرهار... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د اسلام کلا ګمرک اور لګېدنه کې زیانمن شوي موټر چلوونکي له حکومت تاوان غواړي

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې د سلواغې یا دلوې د ۲۵مې نېټې په اور لګېدنه کې زیانمن شوي موټر چلوونکي له حکومت د تاوان د ورکړې غوښتنه لري. ۵۰ کلن محمد حسن وايي، په هغه اور لګېدنه کې د ده د تېلو ټانکر هم وسوځېد او یو نیم ملیون افغانۍ زیان وراوښتی دی. دی وايي د میاشتې یې ۲۰ زره افغانۍ عواید درلودل چې اوس دغه عواید نه‌شته او له نورو په پور د ژوند شپې ورځې سبا کوي: "زه له ولسمشر څخه دغه تمه لرم چې موږ ته دې خپل حق راکړي، د کورنۍ د غړو شمېر مې ۲۰ ته رسېږي، نه‌شم کولای بل کار وکړم، له ولسمشر څخه خپل حق... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: تخار کې د طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره ووژل شو

امنیتي چارواکي وایي، تخار کې د عبیده په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.  د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسله‌وال په اشکمش ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې وژل شوي. ښاغلی اسیر زیاتوي: "نن د طالبانو یوې ډلې د اشکمش او بند کشاه په شاوخوا پوستو باندې بریدونه وکړل، دا بریدونه امنیتي ځواکونو دفع کړل او طالبانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، اضافي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او لا هم ځای ځای جګړه شته."  اسیر ونه‌ویل چې جګړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرور دانش: د اساسي قانون په خوندیتوب ټینګار کوو، خو تعدیل‌یې یوه اړتیا ده

د افغان  جمهور رئیس دوهم مرستیال سرور دانش د اساسي قانون په خوندیتوب او دوام د ټینګار ترڅنګ وايي، د سولې لپاره د اساسي قانون تعدیل یوه اړتیا ده. ښاغلی دانش په داسې حال کې چې د ترکیې ناستې ته چمتووالی روان دی او اټکل دا دی په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت د راتلونکي جوړښت په اړه پرېکړه وشي، په دې اړه څرګندونې کوي. سرور دانش چې د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۵» د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح‌الله کلیم د معرفي په مراسمو کې څرګندونې کولې وویل، هر وخت چې په افغانستان کې اساسي قانون تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د رخت  تاریخچه

د ازادي راډیو اوونیز «ژوند په شېبو کې» پروګرام د رخت تاریخچې ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې رخت څه وخت جوړ شو؟ او  څه ارزښت لري؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

د ماینونو چاودنو ښکار خلکو ژوند څنګه تېرېږي؟

په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو ښکار شوي ځوانان وايي، ژوند یې ګران دی او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې. دوی وايي، کله چې د ماین چاودنه کې یو کس معذور شي نو بیا د څاروو پیولو، لوبو او غره ته د چکر لپاره نشي تللای. دوی دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د اپرېل پر څلورمه د ځمکلاندې بمونو په اړه د اګهۍ او د ماینونو پاکولو په اړه د اقدام ورځې په توګه لمانځل کېږي. موږ د دې اوونۍ د ځوانانو غږ خپرونه هم دې موضوع ته ځانګړې کړې. په خپرونه کې د ځمکلاندې بمي چاودنې ښکار شوې حمیده بي بي، د جنوبي وزیرستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی او درې نور ټپيان دي

کابل کې ماین چاودنې د ملي اردو یو سرتېری وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، چاودنه نن سهار د پغمان ولسوالۍ اړوند قرغې سیمه کې هغه مهال وشوه چې د اردو رنجر موټر پر خښ شوي ماین برابر شو. ښاغلي فرامرز د پېښې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. حکومت له دې وړاندې طالبان د دې ډول چاودنو مسؤل بللي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: بېلابېلو ولایتونو کې عملیاتو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بېلابېلو ولایتونو کې یې د عملیاتو پر مهال طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.  دغه وزارت نن یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوازې یې د کندهار په ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې ۷۵ طالبان وژلي دي.  وزارت په زابل، ننګرهار، کونړ او تخار ولایتونو کې هم لسګونه طالبانو ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بیا پر دې عملیاتو غبرګون ښودلی او یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې د عملیاتو پر مهال په کندهار او بدخشان کې د ملکیانو کورونه ویجاړ شوي دي.  خبرپاڼه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلغاریا کې پارلماني ټاکنې پيل شوې

بلغاریا کې نن سهار پارلماني ټاکنې پيل شوې.  دا ټاکنې د صدراعظم بایکو بوریسوف د حکومت پر ضد له یو کلن اعتراض وروسته ترسره کېږي. د بوریسوف ګوند له ۱۰ کلن حاکمیت سربېره لا هم هڅه کوي چې په قدرت کې پاته شي. نظرپوښتنې ښيي چې د بوریسوف ګوند به د ۲۳ فیصده رایو په ګټلو په لومړي کتار کې راشي، دا به د دغه ګوند د ۲۰۱۷ ټاکنو له رایو ۱۰ سلنه کمې وي. که د حاکم ګوند حکومت اوس ۲۳ فیصده رایې وګټي، اړ دی چې له نورو ګوندونو سره ائتلاف جوړ کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کرونا له امله زیاتېدونکي محدودیتونه؛ ملیونونه عیسویان ایستر جشن لمانځي

په ملیونونو عیسویان نن یکشنبه (د اپرېل څلورمه) د ایستر یا د عیسویانو د سپېڅلي اختر جشنونه په داسې حال کې لمانځي چې په ګڼو هېوادونو کې حکومتونو د کرونا ویروس له کبله محدودیتونه لګولي دي.  په فرانسه کې په ملي سطحه درېیم ټولبند یا لاکډاون پرون شنبه په داسې حال کې پیل شو چې روغتونونه د شدیدې څارنې په څانګو کې د ناروغانو د شمېر زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دي. په اروپا کې ایټالیا هم پرون د ایستر پر مهال ټولبند پیل کړ، دغه هېواد داسې انګېرلي چې د اوونۍ د پای د رخصتۍ پر مهال ښايي د کرونا ویروس له کبله د خطر اندازه لوړه وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې ملیونونه عیسویان نن د ایستر مراسم لمانځي

په نړۍ کې ملیونونه عیسویان نن د اپرېل څلورمه د ایستر مراسم چې د دوی اختر دی، د کرونا ویروس د محدودیتونو له نویو مقرراتو سره لمانځي.   د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس له خلکو غواړي چې نهیلې نه‌شي.   د سنت پترز باسیلیکا په کلیسا کې به نن د پاپ فرانسېس وینا ته لږ کسان راټول شي . د معمول سره سم پاپ فرانسېس دغه اختر په واتیکان کې د سنت پترز په میدان کې د زرګونه کسانو په حضور کې لمانځي او عنعنوي وینا کوي، خو سږ کال دا مراسم په باسیلیکا کې ترسره کېږي.  پاپ فرانسېس پرون د ایستر د شپې په مراسمو کې... Читать дальше...


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Ru24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Ru24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Ru24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ефимов: Технопарк в сфере пищевой промышленности получил льготу на аренду земли

Абдулмуслим Абдулмуслимов ознакомился с работой убойного цеха

Почта России стала больше обрабатывать посылок с маркетплейсов и интернет-магазинов

В Московском регионе выпало от 10 до 20 мм осадков за день

Музыкальные новости

РМОУ презентовал издательский проект «Притяжение Сочи» на форуме «Мы вместе. Спорт»

Бастрыкин взял дело хирурга, на которого пожаловались пациенты, на контроль

«Кот в мешке» на «Юмор FM – Санкт-Петербург»

«Вспыльчивый очень»: Лоза объяснил агрессивное поведение Лепса на концерте

Новости России

Сотрудники Росгвардии обеспечили безопасность проведения концерта государственного академического хореографического ансамбля им. Н.С. Надеждиной "Березка-75" в Подмосковье

Лучшие участники проекта «Большая перемена» увидят Сабетту

К летнему сезону в «Серебряном бору» проведут локальное благоустройство

Московские краснокнижные зайцы обзавелись потомством

Экология в России и мире

Наследие «Игр будущего»

«Мифы и реальность: что нужно знать о донорстве»

Как обезопасить себя в сезон клещей: советы доктора Кутушова

Филиалы АО "Желдорреммаш" приняли участие в региональном этапе второй Всероссийской ярмарки трудоустройства «Работа России. Время возможностей»

Спорт в России и мире

Соперница Арины Соболенко разрыдалась на плече белоруски

WTA отреагировала на суперкамбэк Елены Рыбакиной

Андреева победила Подороску на старте турнира WTA в Руане

Хачанов объяснил, почему снялся с турнира ATP 500 в Барселоне

Moscow.media

Серые дилеры привезли кроссовер Kia Sportage в Россию

Шихан Куштау, Башкирия, апрель 2024 года.

При силовой поддержке Росгвардии задержаны подозреваемые в организации незаконной миграции

Axenix открыла офис в Санкт-Петербурге











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Рифат Сабитов принял участие в совете экспертов по проблемам реабилитации участников СВО

Ефимов: Технопарк в сфере пищевой промышленности получил льготу на аренду земли

Кузнецкий Алатау в зимнем варианте. Там побывала сборная молодежная тургруппа

Психолог Игонина: при выборе хобби важно опираться на интересы и мечты