د بلوچستان سرکاري ملازمينو په خپلو تنخاګانو کې اضافې لپاره د اپرېل پر پنځمه د کوټې په ګډون د صوبې په زياتره برخو کې کاربندیز کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې په هېواد کې روانې ګرانۍ ته په کتو دې د دوی په تنخاګانو کې ۲۵ فيصده زیاتوالی وشي. په پښین کې حکومتي کارکوونکو لویې لارې تړلې وې او پر حکومت یې د غوښتنو پوره کولو غږ وکړ. خو د بلوچستان اعلا وزير جام کمال ويلی، چې حکومت دا مهال په تنخاګانو کې د ۲۵ فيصده زیاتوالي توان نه لري. نور حال په وېډیويي راپور کې وګورئ.
پاکستاني چارواکي وایي چې په سوات دره کې د ترهګرۍ ضد یو قاضي او د هغه د کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي. پوليس وايي قاضي افتاب افریدي د یکشنبې په ماښام له خپلې مېرمنې، نږور او لمسي سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د صوابۍ په لاره کې ورباندې وسلهوالو کسانو ډزې کړې دي. په برید کې قاضي افریدي او د هغه د کورنۍ درې غړي وژل شوي، د موټر چلوونکی او یو ساتونکی یې ټپیان دي چې د درملنې لپاره د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ته وړل شوي دي. د صوابۍ پوليسو مشر محمد شعيب خان نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې په تړاو یې څلور کسان نيولي دي. Читать дальше...
نړیوال بانک په خپل یو تازه راپور کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د کچې د ټیټوالي خبره کړې. دغه بانک په خپل اقتصادي راپور کې چې د دوشنبې په ورځیې «۱۴۰۰ کال د وري ۱۶» خپور کړ پهکې راغلي که څه هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې د کرنې برخې رشد وکړای شول تر یو بریده په دغه هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته کړي، خو له دې سره سره په دغه کال کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ دوه سلنه کم شوی دی. د دغه بانک د راپور له مخې، د قرنطین وضع کول، د پانګونې د کچې ټیټوالی او د سوداګرۍ په برخه کې خنډونو د خدمتونو... Читать дальше...
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي د حقاني شبکې د سترو بریدونو یو طرح کوونکی يې نیولی دی. د ملي امنیت د عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي نیول شوی کس عبدالله نومېږي چې د ابراهیم، فاروق او بلال په مستعارو نومونو هم پېژندل کېده. د اعلامیې په وینا یاد کس د ولسمشر د لومړي مرستیال په دفتر کې حمله هم طرحه کړې وه. د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په دفتر وسلهواله حمله د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتې په شپږمه شوې وه چې له املهيې نږدې ۲۰ کسه وژل شوي او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي وو. Читать дальше...
په کابل کې سلګونه کسانو د غیر مسؤله وسلهوالو د یوه قوماندان عبدالغني علیپور پر ضد مظاهره کړې ده. د افغانستان دولتي ټلوېزیون او پژواک خبري اژانس د مظاهره کوونکو عکسونه خپاره کړي چې د دې هېواد بیرغونه لېږدوي او به بنرونو یې د عليپور ضد شعارونه لیکلي دي. مظاهره کوونکي غوښتنه لري چې د ملي اردو د یوې هليکوپټرې د غورځېدو او څو پوځیانو د وژلو په خاطر باید د سیمهییزو وسلهوالو دا قوماندان ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي. له دې وړاندې د ښاغلي علیپور یوه ویاند له ازادي راډیو سره خبرو کې منلې وه... Читать дальше...
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم د کمیسارۍ هغه پولیس نیول شوی چې یو لاروی یې وهلی ډبولی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، د ذاکر په نوم دغه پولیس د دوی د کورني امنیت څانګې نیولی او تر څارنې او څېړنې لاندې دی. دا ګام نن سملاسي له هغه وروسته پورته شو چې ټولنیزو رسنیو کې د پېښې یوه وېډیو خپره شوه. دې وېډیو کې ښکاري چې د پولیسو په یونیفورم کې یو کس تورخم کې د ولاړو مسافرو له ډلې یو کس پرلهپسې په ډنډې وهي. تېره اوونۍ یو بل پولیس د تل لپاره له امنیتي لیکو د دې لپاره وایستل شو چې تورخم کې یې پر یوې ښځې لاس پورته کړی و.
د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو څلور سرتېري له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. د هرات یوه ځایي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړ. دغې سرچینې وویل، تېره شپه یوه بجه لسګونه طالبانو د شینډنډ ولسوالۍ د ودانۍ په څلور کیلومترۍ کې د ملي اردو پر پوستې ډلهییز برید وکړ. د هرات والي عبدالوحید قتالي په شینډنډ کې شوې دغه جګړه تأییدوي، خو د مرګژوبلې په اړهیې څه نهوایي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د افغانستان ولسي جرګه په وزارتونو کې د سرپرستیو پر دوام انتقاد کوي او له حکومته غواړي چې نوي کاندید وزیران وروپېژني. د ولسي جرګې غړي پر حکومت تور لګوي چې په ځینو وزارتونو کې یې فاسد کسان سرپرستان ټاکلي چې د ځان لپاره کار کوي او جرګې ته ځواب ویونکي نهدي. د دغې جرګې رئیس میر رحمان رحماني د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۶» د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د سرپرستۍ دوام په وزارتونو کې د فساد لامل شوی دی. ښاغلي رحماني وویل: "سرپرستي د فساد د ډېروالي زمینه جوړه کړې او شفافیت او ځواب ویلو تهیې زیان... Читать дальше...
د فاریاب ولایت د اندخوی په څلورو ولسوالیو کې باغونه د ژورو څاګانو په اوبو خړوبېږي، ځکه د وچکالۍ له امله د دې ولسوالیو په ویالو کې اوبه نهشته. د اندخوی د باغ لرونکو او اوسېدونکو په خبره که چېرې دغه ستونزې ته پاملرنه ونهشي، د دوی ځمکې به شاړې شي.
د مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له پېښوره سندرغاړی شوکت محمود مېلمه کړی وو. دی د سندرو ويلو ترڅنګ سرکاري نوکري هم کوي. محمود وايي، غزل يې زيات خوښېږي خو کله نا کله مستې سندرې هم وايي. نوموړی زیاتوي، له هغه راهيسې چې د کورونا وایرس جهاني وبا خپره شوې، د پښتونخوا د زياتره هنرمندانو کارونه ختم شوي او ژوند يې ګران شوی دی. د شوکت محمود دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د ترکیې ناستې ته چمتووالی او د ملي مصالحې عالي شورا لهخوا د يوې واحدې طرحې د جوړولو هڅې. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د ترکيې غونډې لپاره د جمهور رئیس طرحه هم دوی ته رسېدلې ده. خو د دغې شورا ویاند فريدون خوځون ازادي راډيو ته وويل چې نن به هم د ترکيې غونډې ته د یوې واحدې او هر اړخيزې طرحې په جوړولو کار وشي. ښاغلی خوځون زیاتوي: "موږ هڅه کوو چې یوه طرحه وړاندې شي، په کومه ناسته کې چې پرون وشوه او نن هم ورته یوه ناسته کېږي پر همدې موضوع بحث کوو، د جمهور رئیس د طرحې په ګډون د حزب... Читать дальше...
د اروپا دوو هېوادونو جرمني او فرانسې د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې دي. په جرمني کې د واکسین هغه لومړني مرکز ۲۴ ساعته فعالیتونه پيل کړل چې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لهخوا یې چارې سمبالېږي. د جرمني د دفاع وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په لیبخ ښار کې پراته دغه مرکز کې یې ۱۱۰ سرتېري په دنده ګمارلي چې په درېیو شفتونو کې کار کوي. په فرانسه کې بیا یو لوی سټدیوم په همدې موخه د ایستر یا د عیسویانو د اختر په رخصتیو کې هم پرانیستی و چې شاوخوا نهه زره کسانیې واکسین کړل. د راپورنو له... Читать дальше...
په هند کې نن د کرونا ویروس ورځنۍ پېښې د دغې وبا له پیل راهیسې تر ټولو لوړې ښودل شوې دي. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د هند د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۱۰۳ زره ۵۵۸ مثبتې پېښې ثبت کړي چې تر اوسه بېساري دي. له دې وړاندې تېره سپټمبر میاشت کې په یوه ورځ نږدې ۹۸ زره پېښې ثبت شوې وې. اوس په تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالت ممبی کې چارواکي د ویروس د مخنیوي لپاره د سوداګریزو ځایونو او عبادتځایونو بندول بیا پيلوي. هند تر اوسه د خپل نږدې ۱،۴ میلیارده وګړو له ډلې څه باندې ۷۶ ملیونه واکسین کړي دي. Читать дальше...
د ترکیې حکومت خپل ۱۰ متقاعد سمندري ځواکونه توقیف کړي دي. دولتي رسنیو نن وویل، دا افسران وروسته تر دې ونیول شول چې یوه سرخلاصي لیک کې یې د ترکیې د امنیت لپاره د مونتریو معاهدې پر اهمیت ټینګار وکړ. په دې معاهده کې راغلي چې تور سمندرګی باید پوځي نهشي. انادولو خبري اژانس ویلي، څلورو نورو مشکوکو کسانو ته لارښوونه شوې چې تر درېیو ورځو پورې د انقرې پولیسو ته د خپل فعالیت راپور ورکړي. پر دغه سرخلاصي لیک کې د سمندري ځواکونو ۱۰۴ پخوانیو لوړپوړو افسرانو لاسلیکونه کړي دي، خو چارواکو دا لیک غندلی... Читать дальше...
ملازمينو نه يوازې د کوټې او صوبې د نورو برخو ترمنځ سړکونه تړلې دي بلکې له پنجاب، سيند او خيبرپښتونخوا سره هم دګاډو تګ راتګ درېدلی او ان د کراچۍ او چمن له لارې افغان ټرانزټ تجارت هم اغېزمن شوی دی.
په اندونیزیا او ختیځ تېمور کې له ۷۰ زیات کسان د سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې مړه شوي. چارواکي وايي خطر لا هم نهدی رفع شوی او ژغورندویه ډلې په لسګونو نورو ورکو کسانو پسې ګرځي. له ټاپوګانو جوړ اندونیزیا سختو اورښتونو او ځمکې ښویېدنې دا څو وروستۍ ورځې له سترو ځاني او مالي زیانونو سره مخ کړې دی. د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په څو برخو کې څو پرلهپسې درانه اورښتونه د سېلابونو د راوتلو لامل شوي او یو ځای یې ځمکه ښویولې ده. وروسته له هغې... Читать дальше...
هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د ملي مصالحې عالي شورا له هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي، د جمهوریت استازي به د استانبول غونډې ته له یوې طرحې سره ورځي. وړاندې راغلي چې په دې طرحه کې به اوربند او د جګړې بشپړ او دایمي پای، د بشري حقونو ارزښتونه او د وګړو اساسي حقونه، د سیاسي نظام جوړښت او عادلانه ګډون له شاملو مسایلو وي. د لیکوال په وینا چې لاهم دغه طرحه نهده بشپړه شوې او په دې اړه جوړ شوی کمېسیون اړ دی څو د جمهوریت له حوزې ٣٠ بېلابېلې طرحې چې د سیاسي ګوندونو او څېرو له لوري ورسپارل شوي وڅېړي. خو... Читать дальше...
یورواېشیا رېویو (Eurasia Review) یورواېشیا رېویو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په باب په دې عنوان تحلیلي لیکنه خپره کړې، 'د افغانستان لپاره د بایډن د سولې ابتکار'. د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت د شریکولو غوښتنه، د سولې د طرحې تر ټولو لانجمن اصل دی چې د دواړو لورو لهخوا یې په وړاندې مقاومت ښوول کېږي. د لیکوال په باور، روغه جوړه چې عمده موضوع ده او ترلاسه کولیې ګران کار دی، د افغانستان د اوږدې او خونړۍ جګړې د ختمولو کیلي ګڼل کېږي. د... Читать дальше...
په اندونیزیا او ګاونډي هېواد ختیځ تېمور کې د سختو اورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان مړه او په لسګونه نور کسان ورک شوي دي. چارواکو نن وویل، بارانونه په ختیځ تېمور او د اندونیزیا په مربوطاتو کې د سختو سېلابونو د راوتلو او ځمکې ښویېدو سبب شوي دي. وروسته له هغې چې د اندونیزیا د اډونارا ټاپو په لامینیلي کلي کې پر کورونو له یوې غونډۍ خټې وښویېدې، ژغورندویې ډلې وتوانېدې ۳۸ مړي راوباسي. د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې محلي چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۵ کسان ټپیان شوي دي. بلخوا په اندونیزیا کې د طبیعي... Читать дальше...
د بلغاریا صدراعظم چې اټکل کېږي مرکزي ښی اړخی ګوند یې ښايي پرونۍ پارلماني ټاکنې وګټي، د حکومت د تشکیل نظریې ته په اشاره له سیاسي مخالفانو د اتحاد غوښتنه وکړه. بویکو بوریسوف پرون په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "تاسو ټولو ته زما دا پیغام دی چې اجازه راکړئ د چارو د پر مخ بیولو لپاره تر ټولو غوره کسان وټاکو. زموږ قوت زموږ په یووالي کې دی." پرونیو ټاکنو ته تر ډېره د بوریسوف په اړه د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي. دغه سیاستوال له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بلغاریا پر سیاست واکمن دی. په وروستیو کې... Читать дальше...
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې موټربم چاودنې لږترلږه درې افغان امنیتي پوځیان ووژل او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل. وسلهوالو طالبانو د پرونۍ دغې حملې مسؤلیت منلی دی. له کله چې واشنګټن او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې په خپلو کې موافقه لاسلیک کړې، په افغانستان کې وسلهوالې او بمي حملې روانې دي، خو وسلهوال طالبان د لږو حملو مسؤلیت پر غاړه اخلي. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پرون تأیید کړه چې پرونۍ چاودنې مرګژوبله اړولې، خو ویلي یې دي چې د د مړو شمېر ښايي زیات شي. وسلهوالو طالبانو په یوه... Читать дальше...
د اردن د پاچا عبدالله ثاني بن حسین میرنی ورور او پخوانی ولیعهد شهزاده حمزه د هېواد د بېثباتۍ د هڅو په خاطر کورني حبس ته واچول شو. شهزاده حمزه بن حسین له څو نورو کسانو سره په ګډه په دې تورن شوی چې د هېواد د بېثباتۍ لپارهیې له بهرنیانو سره اړیکې درلودې. د اردن د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ایمنالصفدي یکشنبه وویل چې له شهزاده حمزه نه له یوې مودې راهیسې پوښتنې روانې دي. دی زیاتوي: "د اردن پوځ، عرب ځواکونو، عامه استخباراتو او امنیت ادارو په یو لړ بشپړو څېړنو کې د شهزاده حمزه بن حسین،... Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن ډاډ ورکړی چې د ماین پاکۍ په برخه کې د دوی کلنۍ ۲۰ ملیونه ډالره مرسته به جاري وي. ښاغلي وېلسن یکشنبه ماښام په دې اړه یو لړ ټويټونه کړي. یکشنبه د اپرېل څلورمه د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ وه. د امریکا د دغه لوړپوړي ډیپلوماټ په ټویټونو کې دا یادونه هم شوې ده چې امریکا له ۱۹۹۳ تر ۲۰۲۰ کاله پورې له افغانستان سره د متعارفه وسلو په لهمنځه وړلو او د ماین پاکۍ لپاره څه باندې ۵۳۷ ملیونه ډالره مرسته کړې ده. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو د ترکیې پر جوړېدونکې ناستې د دغه هېواد له سفیر سره خبرې کړې دي. محمد حنیف اتمر او اوغوزخان ارطغرول پرون ناوخته په کابل کې سره لیدلي. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي اتمر د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې سولې او ثبات ته د رسېدو په هدف د ترکیې لهخوا د غونډې کوربهتوب مهم وباله. دواړو لورو د غونډې په احتمالي اجنډا، د پلاوي په ترکیب، نړیوالو ګډونوالو او د ترکیې له دې غونډې د موجوده تمو په اړه بحث کړی. تمه ده ترکیه همدا میاشت... Читать дальше...
کابل نن د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د تکواندو سیالیو شاهد دی. د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترهکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تکواندو فدراسیون تر اوسه پورې د کمال خان بند د پرانیستې د لمانځلو لپاره پنځه دور سیالۍ ترسره کړي. نن د تنکیو ځوانانو او ماشومانو د تکواندو لوبې کېږي چې پهکې له اتو ولایتونو ۱۲۰ لوبغاړي له یو بل سره مخ کېږي." کمال خان بند د حمل په څلورمه پرانیستل شو. د بند د پرانیستې په مناسبت تر دې مخکې د کرکټ ملي لوبغاړو هم په کابل، ننګرهار او کندهار کې لوبې کړې دي.