د جنوبي وزیرستان د مسيدو سيمو اوسېدونکو د خېبر پښتونخوا اسملۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی.د اپرېل پر نهمه ورغونډ شوي په سلګونو دا خلک له حکومته د هغو کورونو د جوړولو لپاره معاوضه غواړي چې د دوی په وینا د ۲۰۰۹ز کال د پوځ په عملياتو کې وران شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د علي وزیر په شمول د غورځنګ د ټولو نیول شويو غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. نوموړي نن د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا خبره وکړه. یاد کسان څو ورځې مخکې حکومت نیولي دي. منظور پشتين په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د تجارت په هدف د پولې خلاصولو، د سیمې څخه د ماينونو پاکولو او پښتون ولس ته د حقونو ورکولو غوښتنې بیا تکرار کړې. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د دې غونډې د امنيت لپارهيې څه باندې ۲۰۰ پوليس ځای پر ځای کړي ول. Читать дальше...
د انګلستان د ملکې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ نن د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو. د بکنګهام ماڼۍ نن په یوې اعلامیه کې راغلي چې ملکې الیزابت د خپل مېړه د مړینې اعلان وکړ. نوموړي د روان کال په سر کې د زړه عملیات لپاره د یوه انفېکشن/مکروب د درملنې لپاره څلور اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې وې، خو د مارچ په لومړیو کې بېرته ویندسور ماڼۍ ته ستون شو. شهزاده فیلیپ نږدې اووه لسیزې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې د ملکې الیزابت ترڅنګ یو مخکښ رول لوبولی دی.
د اروپا په فوټبال لیګ کې تېره شپه څلور لوبې وشوې. د هالنډ ایاکس لوبډلې په خپل کور کې له ایټالیایي حریف روما څخه دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه. د انګلستان ارسنال هم په خپل کور کې د چک جمهوریت د سلاویا پراګ پر وړاندې یو په یو مساوي شو. د اروپا په لیګ کې د کرواسیا استازي داینمو زاغریب د خپل اسپانوي سیال ویا ریال څخه په یوه ګول ماته وخوړه. او د انګستان مانچستر د حریف په کور، اسپانیایي لوبډلې ګرانادا ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه. د دې لوبو د بل دور وروسته راتلونکې اوونۍ څرګندیږي چې له دې ډلو کومې یې نیمه پایلوبو ته وځي.
یوه روسي سفینه چې دوه روسان او یو امریکایي ستورمزلي پهکې ول نن له قزاقستان څخه د فضایي سټېشن پر لور ولاړه. د روسیې فضایي ادارې راسکاسموس تمه وښوده چې دا سفینه به په درېیو ساعتونو کې نړیوال فضایي سټېشن ته ورسېږي. اولیګ نویڅکي او پیوتر دوبروف د ناسا له یوه ستور مزلي مارک ټي واندهې سره په دې سفر کې ملګري دي. ټاکل شوې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د امریکا د یوې خصوصي کمپنۍ سپېس اېکس یوه سفینه هم له فلوریدا څخه نړیوال فضایي سټېشن ته ولاړه شي. دا مهال څلور امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی ستورمزلی په نړیوال فضایي سټېشن کې دي. Читать дальше...
افغان چارواکي په کندهار ولایت کې د عملیاتو پر مهال تر ۴۰ ډېرو وسلهوالو طالبانو ته د مرګژوبلې ادعا کړې. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې وویل چې دا عملیات ارغنداب، ژړۍ او د شاه ولیکوټ ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شوي دي. ښاغلی علوي زیاتوي: "د دغو عملیاتو په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول، ۶ نور ټپیان دي او ۳ کسان هم ونیول شول. همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات لهمنځه وړل شوي دي." ښاغلی علوي وایي په دغو سیمو کې ۵۰ بېلابېل ډولونه ماینونه له سیمې څخه کشف او خنثی شوي دي. Читать дальше...
سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضربالاجل دمخه چې د مې ۱ نېټه ده، اعلان کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره د اپرېل پر اتمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وکړه. مېرمن ساکي وویل: "د ولسمشر د پرېکړې تر اعلان دمخه زه څه نهوایم. تمه لرم چې د مې تر لومړۍ دمخهیې په خپله له ولسمشر څخه واورئ. هغه په ښکاره او دوامدار ډول ویلي چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو ایستل عملاً ګران کار دی. دا ضربالاجل پخوانۍ ادارې ټاکلی." د سپینې... Читать дальше...
دپارلمان نوې غړې، واسفېه کراس نیکي ګودمن ، تابو مات کړ. او د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو دجنګونوپه مهال یې دخپلې ترخې تجربې داستان خلکو ته بیان کړی. سره لدې چې دغه ډول جنګي جنایتونه په پراخه توګه ترسره شوي خو تراوسه کوم تورن کس کوسوو کې رسما نه دی محاکمه سوی. میرمن ګودمن وايي دپارلمان دغړې په توګه اوس غواړې دجنسي تیریو د قربانیانو غږ اوچت کړي او دعدالت لپاره هلې ځلې وکړي.
د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي یوه سرچینه وايي چې ملګرو ملتونو، قطر او ترکیې چې د استانبول ناستې ګډ کوربهتوب په غاړه لري د مذاکراتو د اصولو او اجنډا سند چمتو کړی، افغان حکومت او طالبانو تهیې سپارلی دی. که څه هم افغان حکومت او ملګري ملتونه په دې اړه څه نهوايي، خو طالبان وايي چې په دې اړه دوی ته څه نهدي سپارل شوي. سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې دغه سند د تېرې اوونۍ په لومړیو کې دوی ته سپارل شوی او دواړو لورو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې بېرته ځواب ورکړي، په وینا یې افغان حکومت ورته غبرګون... Читать дальше...
په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي.
په کابل کې ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو ویلي د ښځو له بشپړې او مؤثرې ونډې پرته به تلپاتې سیاسي جوړجاړی او د افغانستان بیارغونه ناشونې وي. کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د دغو ډیپلوماټانو ګډه اعلامیه په خپل ټوېټر خپره کړې ده. په کابل کې د امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، اسټرالیا، ډنمارک، هالنډ او ترکیې له سفیرانو او استازو جوړه دا ډله له افغان ښځو د کابل مېشتو سفیرانو د ملاتړ ګروپ نومېږي. د دې ګروپ په اعلامیه کې راغلي د سولې مذاکرات په حساس پړاو کې دي، نو ټولې خواوې باید... Читать дальше...
ایران د جنوبي کوریا هغه کښتۍ خوشې کړې چې درې میاشتې مخکې یې د امریکا د بندیزونو له وجې د څو میلیارد ډالره شویو پیسو په لانجه کې ولجه کړې وه. د ایران سپاه پاسداران ځواک دا کښتۍ په دې پلمه نیولې وه چې ګنې د چاپېریال ساتنې له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن د اپرېل په نهمه خپور شو ویلي، د هان کوک چیمي په نوم د دې هېواد کښتۍ چې درې میاشتې مخکې د ایران لهخوا ولجه شوې وه او د هغې ماڼو، خوشې شوي او بندر عباس ته له یوه نږدې بندر څخه خوځېدلي دي. ... Читать дальше...
په دې مشاعره کې د خوست سربیره د پکتیا، پکتیکا، لوګر، کابل، ننګرهار او نورو ولایتونو ګڼو شاعرانو او د مشاعرې مینه والو هم برخه اخیستې وه.
په پاکستان کې د اپرېل له څلورمې نېټې راهیسې شخصي روغتونونو د روسيې سپوتنيک واکسين ورکولو لړۍ پیل کړې چې يوشمېر ځوانانو مخه ورته کړې ده. د کورونا دغه واکسين دوه خوراکه په ۱۲،۰۰۰ روپۍ پلورل کېږي. دا په تجارتي توګه په پاکستان کې د کورونا واکسين ورکولو لومړی پړاو دی چې د هر عمر کسان نومليکنه ورته کولای شي. ويډيو: اسوشيېټيډ پرېس
په افغانستان کې دوامدارو جګړو ان یو شمېر ولایتونو او سیمو کې خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې کړي دي. دغه خلک چې ډېری یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي وایي چې کله خو ان د ژوند د یو کوچنۍ اړتیا لپاره هم اړ دي چې مزلونه وکړي، څو اړتیاوې یې پوره شي. ۲۵کلنه زرمینه د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چېرې چې اکثرو سیمو کې یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ وخت ناوخت جګړه کېږي. زرمینه د دغه ولایت مرکز اسعداباد یوه روغتون ته راغلې او غواړي دلته یې درملنه وشي. زرمینه... Читать дальше...
ولسمشر اشرف غني وايي د هېواد د استخراجي صنایعو د پروژو د تطبیق لپاره باید د ټولو پوهنتونونو درسي نصاب د مارکېټ له اړتیا سره سم شي. ښاغلي غني د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون د ارګ پر رسمي وېبپاڼه خپور شو ویلي چې په دې برخه کې به د لوړو زدهکړو وزیر ته لارښوونه وکړي. ښاغلي غني وویل: "د لوړو زدهکړو محترم وزیر ته لارښوونه کوم چې د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې تحصیلي نصاب د عملي تجربو د اسانتیاوو پر بنسټ د مارکېټ له اړتیاوو سره عیار کړي." ښاغلي غني د هېواد... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نهرعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې چې پرون د وري په ۱۹مه نېټه خپره شوه وايي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نهمراعاتوي. د بیان له مخې «WHO» همداراز د کرونا ویروس د نویو بڼو له کبله چې موارد یې په افغانستان کې موندل شوي دي هم اندېښنه ښودلې ده. Читать дальше...
په هرات کې د افغانستان د فوټبال اتلانو د لیګ د سیالیو په دوام نن هم دوه لوبډلې د لوبې ډګر ته ننوځي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "دا سیالۍ به نن جمعه هم دوام وکړي. نن د لیګ په ۱۵مه ورځ او د هرات په کوربهتوب په درېیمه لوبه کې به د کندهار د عینو مېنې او د هلمند د لغماني عصمت لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي." پرون د هلمند د عصمت لغماني او د هرات د سرخپوشانو د لوبډلو ترمنځ لوبه صفر د صفر پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده. په کابل کې بیا... Читать дальше...
د بشر حقونو څار ډله د بشر حقونو څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په خپله خپرونه کې لیکي چې ښځې باید په بشپړه توګه د افغانستان د سولې په خبرو کې برخه واخلي. په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو اندېښنه ښکاره کړې ده چې په ترکیه کې به د سولې له خبرو ښځې او د جګړو د قربانیانو استازي څنډې ته شي. له دې ډلې شینکۍ کړوخېل ازادي راډیو ته د ازادۍ په څپو کې پروګرام کې د سولې په اړه د پنجشنبې په ورځ په بحث کې وویل چې دې دا معلومات ترلاسه کړي چې مېرمنو ته ویل شوي چې د ترکیې په غونډه کې به برخه نهاخلي. تمه... Читать дальше...
ایراني چارواکي وايي چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو شمېر له دوو ملیونو اوښتی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له پیل وروسته دا شمېره د ورځې تر ټولو لوړې درجې یعنې ۲۲ زرو ته لوړه شوې ده. د ایران د روغتیا وزارت ویاندې سیما سادات لاري پرون د وري په ۱۹مه دولتي ټلوېزیون ته وویل، له تېرې ورځې راهیسې ۱۱۸ کسان د 'کووېډ-۱۹' له کبله مړه شوي او د مړو ټوله شمېره اوس ۶۳،۸۸۴ ته رسېدلې. د ایران د حکومت ځیني منتقدان وايي چې په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو اصلي شمېرې تر هغو چې حکومتیې خپروي خورا زیاتې دي. Читать дальше...
سګرېټو ته د بازار موندلو لپاره له بېلابېلو تبليغاتي لارو کار اخیستل کېږي. رستورانونه او پارکونه له هغو ځایونو څخه ګڼل کېږي چې هلته د نشهيي موادو او سګرېټو د رواجولو او استعمال لپاره اعلانات او تبليغات کېږي. له دې لارو چارو څخه يوهيې هم د لويو لارو پر غاړه رستورانونو کې موټر چلوونکو ته وړيا سګرېټ ورکول دي، خو په کابل کې د ودونو په ځينو هوټلونو کې هم د مېلمنو لپاره د ډوډۍ خوړلو پر مېزونو سګرېټ ايښودل کېږي. د کابل ښار يو اوسېدونکی محمد هارون وايي چې دی د سګرېټ څکولو عادت نهلري، يوه ورځ په کابل... Читать дальше...
هغو کسانو چې له هالوکاست یا د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د یهودانو له ګڼې وژنې څخه ژوندي پاتې شوي د ژوندیو د مارش په نوم ځانګړي مراسم پرون په انلاین ډول ترسره کړل. دا مناسبت چې هر کال د اپرېل په اتمه نېټه لمانځل کېږي له هغې ورځې سره برابر دی چې په پولنډ کې د نازي جرمني له مرګوني کمپ اشویځ څخه پاتې ژوندي خلک وژغورل شول. پرون په بیتالمقدس کې په دې مناسبت د ځانګړي الارم له غږولو سره په یوه وخت کې موټرونه پر سړکونو ودرېدل، خلک ترې راښکته شول او د درناوي لپاره د دوو دقیقو لپاره چپ پاتې شول. په... Читать дальше...
په استانبول کې د افغانستان د سولې کنفرانس په درشل کې د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د سولې د استول شویو ټولو طرحو کتنه پرون د مؤظفې کمېټې لهخوا پای ته ورسېده. د دې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی په پنځو غونډو کې د لسګونه طرحو کتنه او ارزونه پای ته ورسوله او د خپلو څېړنو نتیجه به راتلونکې اوونۍ د شورا مشرتابه ته وسپاري. ښاغلی سلیم زیاتوي: "د هغې طرحې په ګډون چې د ولسمشر لهخوا راغلې وه دا عملیه نهايي شوه. اوس یوازې یوه مرحله پاتې ده چې دقت ته ضرورت لري او د شنبې ورځې ته پاتې شوه. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول لپاره د یو لړ نویو اقداماتو طرح وړاندې کړې ده. ښاغلی بایډن چې د ډیموکرات ګوند د غړي په توګه پر وسلو د محدودیت د لګولو په چاره کې پخوانۍ سابقه لري، پرون د اپرېل په اتمه نېټه دا اقدامات اعلان کړل. د دې اعلان پر مهال د ولسمشر مرستیاله کماله هرېس او لوی څارنوال میریک ګارلاند هم حاضر وو. ښاغلي بایډن وویل دا ګام نهیوازې د وسلو د کنټرول په مقصد، بلکې د هغه کړکېچ پر ضد هم اخیستل کېږي چې ده یوه ساري مرض ته ورته وباله. ښاغلي بایډن وویل... Читать дальше...
د یوه قاچاق کوونکي په ګډون د نشهيي موادو ۴۰ خرڅوونکي تر نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل، له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشهيي موادو ۳۹ خرڅوونکي نيول شوي دي. له دوی سره ۳۰ کيلوګرامه نشهيي مواد هم نيول شوي دي. په دې نشهيي موادو کې هيروئين، ښیښه، نشهيي ګولۍ، چرس او شراب شامل دي. په يوه بل اقدام... Читать дальше...