د مردان عبدالوليخان پوهنتون زده کوونکي مشال خان د وژنې ۴ کاله پوره شول. د هغه پلار اقبال خان وايي هيله لري چې له پوهنتونونو هغه سختدريځي ورکه شي چې د پښتنو ژوند ګواښي. د اقبال لالا د خپل دردېدلي زړه او ځوانيمرګ زوی کیسه په دې ويډيو کې د هغه له خولې واوارئ.
پېښور های کورټ د بشري حقونو فعال، پروفیسر محمد اسماعیل د خوشي کولو ضمانت منظور کړی دی. د هغه لور ګلالۍ اسماعيل چې پخپله هم د بشري حقونو لپاره د کړي فعاليت لپاره پېژندل کېږي، د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې د پلار ضمانت یې په همدغه ورځ منل شوی. نوموړې د هغو ټولو خلکو مننه کړې چې د پروفیسر اسماعيل د خوشي کېدلو لپاره یې اواز پورته کړی وو. تر دې مخکې د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنیشنل پر پاکستان غږ کړی وو چې هغه دې زر خوشې کړي. پروفېسر اسماعيل ۷۱ ورځې مخکې نيول شوی وو. Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې په دې هېواد کې ۶۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دې وزارت چارواکي د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله زیاته ښیي. د دې وزارت سرپرست وزیر حیاتالله حیات په ننګرهار کې د جمهوریت په ملاتړ یوې ولسي غونډې ته نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵» د خپلې وینا پر مهال وویل: "په دې حساسو شرایطو کې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې د ساتنې لپاره... Читать дальше...
د افغانستان د قضائیه قوې د واک او تشکیل قانون طرحه نن د ولسي جرګې له لوري د رایو په اکثریت تصویب شوه. د ولسي جرګې عدلي او قضایي کمېسیون وایي چې د قانون دغه طرحه د هېواد اساسي قانون د ۱۱۶مې او ۱۲۳مې مادو په رڼا کې چمتو شوې چې اساسي هدفیې د محاکمو د تشکیل او صلاحیت، د قضاتو د ذاتي چارو او د قضاتو سرغړونو او جرمونو ته د رسیدګۍ د بڼې د اړوند چارو تنظیمول دي. د دغه کمېسیون مشر محمد رحیم عليیار د دوشنبې ورځې له عمومي جلسې وروسته ازادي راډیو سره په خبرو کې کې د قضائیه قوې د تشکیل او واک په تړاو د یاد قانون طرحه خورا اغېزناکه وبلله. Читать дальше...
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کوي. ښاغلي خلیلزاد ویلي، کابل کې يې د سفر له پای ته رسېدو مخکې په همدې تړاو د ښځو د حقونو له ملاتړو او دیني علماوو سره یوه بحث کې ګډون کړی دی. خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سوله کې باید د ښځو غږ واورېدل شي او په خبرهیې مېرمنې او په ځانګړې توګه هغه چې دیني زدهکړې یې کړي، دې بهیر کې اغېزمن رول لوبولی شي. له دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې کابل ته د زلمي خلیلزاد ۴ ورځنی سفر ګټور و. Читать дальше...
طالبانو ویلي، دوی د اپرېل میاشتې په ۱۶مه د ترکیې کنفرانس ته چمتو نهدي. د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم نن ازادي راډيو ته وروسته تر دې دا خبره وکړه چې افغان چارواکو پرون وویل، د همدې اوونۍ په وروستیو کې دا کنفرانس جوړېږي. په دې اړه سملاسي نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د بغلان امنیتي چارواکي وایي، د پلخمري-سمنګان پر لویه لارهیې ۱۲ طالبان وژلي او نهه تنه نور یې ژوبل کړي دي. د پامیر قول اردو د درېیمې لوا قوماندان فرید اغا سیدخېلي رسنیو ته ویلي، دغه طالبان نن د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. ښاغلی سیدخېلي زیاتوي: "نن مو د اخاذیو په سیمه کې د دښمن پر ثابتو اهدافو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، د دوی درې قرارګاوې سره له تجهیزاتو لهمنځه تللي او څه باندې ۲۰ تنهیې وژل او ټپیان شوي دي." سیدخېلي ونهویل چې د عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې او که نه. Читать дальше...
په تاجکستان کې په غلا تورن هغه کس مړ شو چې د پولیسو د یوې ودانۍ له کړکۍ نهیې ټوپ اچولی و. د تاجکستان کورنیو چارو وزارت وایي، دا پېښه پلازمېنې دوشنبې ته په ۱۹ کیلومتري واټن کې د وحدت ښار دننه شوې ده. وزارت ویلي، تورن ۳۱ کلن مهردین ګادوزاده د پولیسو د ودانۍ له درېیم پوړه تر ټوپ کولو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. د ښاغلي ګادوزاده کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. د پولیسو خبرې هم تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې نهدي تأیید کړي. له کلونو راهیسې د بشري حقونو ملي او نړیوالې ډلې د تاجکستاني... Читать дальше...
د امریکا په مینیاپولیس ښار کې وروسته تر دې اعتراضونه وپارېدل چې یوه پولیس افسر یو ۲۰ کلن تورپوستی امریکایي په ډزو وواژه. د ځایي پولیسو یوې ادارې ویلي، دغه تورپوستي کس چې موټر ته ناست و پولیسو یې د ټرافیکي سرغړونې له کبله د نیولو نیت درلود. خبرپاڼه کې راغلي، کله چې پولیس تورن کس ته نږدې شول، هغه موټر ته کېناست او د تښتېدو هڅهیې کوله چې همدې وخت کې پولیس ډزې پرې وکړې. پولیسو ویلي، دغه کس له یوه بل موټر سره له ټکر مخکې د سړک د سر څو موانع هم لاندې کړې دي. دا پېښه داسې مهال وشوه چې پرون... Читать дальше...
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ چې د عمران خان حکومت پر ضد جوړ شوي اتحاد، پاکستاني جمهوري تحريک کې نور نه پاتې کېږي. تر دې مخکې عوامي نېشنل ګوند هم له دې اتحاده وتلی وو. تر اوسه پي ډي ايم د پيپلز پارټۍ د وتلو په اړه څه نه دې ويلي البته د عوامي نېشنل ګوند په هکله یې ويلي وو چې د يوې پارټۍ په وتلو به یې تحريک ختم نه شي. بلاول بوټو زرداري د اپرېل په دولسمه په يوه خبري غونډه کې له دې تحريکه د وتلو پرېکړه یې د ګوند مرکزي کمېټې کړې ده او وجه یې د هغه شو کاز نوټس وښوده چې د پي... Читать дальше...
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شا محمود قريشي د جرمني د بهرنيوو چارو وزیر سره تر ملاقات وروسته ويلي چې د کورونا وایرس نور واکسين به تر لاسه کړي. قرېشي د اپرېل په دولسمه پر ټويټر ليکلي چې په جرمني کې د خپل سيال هايکو ماس سره تر خبرو وروسته ۱۵ ميليونه ډوزه واکسین به د کوواکس پروګرام له لارې لاسته راوړي. هغه دا نه دې ويليچې دا کوم واکسين دي او کله به اسلام اباد ته ورسېږي. د کوواکس پروګرام د ملګرو ملتونو د روغتيا نړیوالې ادارې له خوا پر لاره اچول شوی او مقصد یې غریبو هېوادونو ته هم د کورونا وایرس ضد واکسين ورسېږي. Читать дальше...
د سولې د طرحې مسوده چې د ملي مصالحې عالي شورا د توحید او ترتیب کمېټې لهخوا وروستۍ شوې او یوه کاپي یې ازادي راډیو ترلاسه کړې، "د افغانستان د سولې هوکړهلیک" نومول شوې او څلور بنسټیزې برخې لري. دا طرحه ۱۴ مخه لري او لومړۍ برخهیې "د افغاستان د راتلونکي لپاره لارښود اصول" دي چې د خلکو د حقونو پر ساتنې ټینګار کوي. په دوهمه برخه کې "د سولې سیاسي نقشه" چې پهکې انتقالي حکومت ته چې د سولې حکومت په نوم نومول شوی اشاره شوې. په درېیمه برخه کې "د ټاکنو له لارې د نظام په جوړېدو" او په څلورمه کې بیا "د جګړې پای" یا تلپاتې اوربند باندې بحث شوی دی. Читать дальше...
د ډیانا رودیکوف د جنازې مراسم. دا د مارچ په ۳۱مه مړه شوه، خاوند یې ولادیمیر له دې څو ورځې وړاندې کرونا ویروس وژلی وو. اوس د دې کورنۍ مشره لور غواړې د پاتې ماشومانو سرپرستي وکړي.
زلمی خلیلزاد د افغان حکومت له مشرانو، سیاسیونو او نورو فعالانو سره له څلور ورځنيو لیدنو وروسته، له افغانستان ولاړ. کابل ته د خلیلزاد د سفر اصلي هدف د استانبول غونډې په اجنډا خبرې اترې وې. په کابل کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، خلیلزاد په تېرو څلور ورځو کې د استانبول غونډې د چمتووالي په اړه له حکومتي مشرانو، سیاسيونو، د ښځو د حقونو له ملاتړو او د مدني ټولنو له استازو سره خبرې او مشورې کړي او دغهراز په کابل کې یې د دغې غونډې د اهمیت په اړه یو ګډ لیدلوری موندلای دی. خبرپانه... Читать дальше...
د افغانستان ملي روغې جوړې شورا وايي د بېلابېلو سياسي ګوندونو او حکومت له خوا وړاندې شوو طرحو څخه یې د سولې لپاره يوه طرحه جوړه کړې. سمدستي اوربند، انتقالي اداره او د جمهوري ارزښتونو خوندي ساتل یې بنیادي برخې جوړوي. د دې شورا مشر ډاکټر عبدالله د اپرېل په ۱۱مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دی د دې طرحې په جوړولو کې د ټولو خواوو له ونډې مننه کوي. د ملي روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته ويلي چې دا طرحه به په ترکیې کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرنس ته وړاندې کوي. "مهم موضوعات یې په... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله سختو پرېکړو او قربانیو ته اړتیا لري او په خبرهیې دی او ملګري یې دې قربانۍ ته چمتو دي. ښاغلي غني په یوه وېډیویي پيغام کې چې نن د افغانستان ملي ټلوېزیون خپور کړی یو ځل بیا ویلي چې دوی د خپل واک موده رالنډوي او ټاکنو ته لاره برابروي. ښاغلی غني زیاتوي: "حاضر یو چې خپله موده چې قانوني حق مو دی، د سولې لپاره لنډه کړو، غواړو چې ژر تر ژره عادلانه او هر اړخیز انتخابات د بینالمللي ټولنې تر نظارت لاندې وشي چې موږ ملي اقتدار نورو ته تسلیم کړو." ښاغلي غني یو... Читать дальше...
د کابل چاپ په نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو بحث او تبصرې شوې دي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله کې د دولت د سولې طرحې مسودې باندې بحث شوی دی. په سرمقاله کې راغلي، د افغان دولت د سولې طرحه چې د افغانستان سولې هوکړهلیک په نوم په څلورو برخو کې چمتو شوې او نن به د ملي مصالحې عالي شورا د یادې طرحې د منلو یا رد په اړه پرېکړه کوي. د ملي مصالحې عالي شورا د طرحو د توحید ځانګړې کمېټې تېره ورځ د دولت د سولې طرحه وروستۍ کړه. د دې طرحې په لومړۍ برخه کې 'د افغانستان د راتلونکي لپاره لارښود اصول' چې د خلکو په حقونو ټینګار کوي، راغلی. Читать дальше...
د ایران په عمده اټمي تأسیساتو نطنز کې د برېښنا شبکې پرچاوي د اسرائیل لهخوا د سبوتاژ مشکوکه هڅه وبلل شوه. ایراني چارواکو ویلي چې په اټمي مرکز نطنز کې پرون برق قطع شو او دوی به د دې پېښې غچ واخلي. دوی پر اسرائیل شک لري چې په دې پېښه کې لاس لري. ویل کېږي چې دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتيکو هڅو ته زیان اړولی شي. د دې هېواد د اټمي انرژۍ ادارې رئیس علي اکبر صالحي پرون د برق قطع کېدل اټمي ترورېزم وباله او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل چې د دې تهدید پر وړاندې ودرېږي. علي اکبر صالحي... Читать дальше...
د پاکستان کرکټ بورډ پرېکره کړې چې د پاکستان پرېمير ليګ کرکټ پاتې سيالۍ به د جون له لومړۍ نېټې څخه د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې بيا پېل کړي. دا لوبې د کورونا له امله د مارچ په څلورمه ودرول شوې وي. د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل چې د مې مياشتې په ۲۲ مه به ټول کورني او بهرني لوبغاړي کراچۍ ته ځي. هغه زیاتوي: ((دوی به د ۷ ورځو لپاره په يو هوټل کې په قرنطين کې ساتل کېږي. فاینل لوبه به د جون په ۲۰مه کېږي.)) د پاکستان پرېمير ليګ (پيايس ايل) لوبې د فرورۍ په... Читать дальше...
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته خپل څلور ورځنی سفر بشپړ کړی دی. د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې دا سفر ګټور بللی، خو دا یې نهده څرګنده کړې چې ښاغلی خلیلزاد بېرته واشنګټن او که بل ځای ته تللی دی. خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر پر مهالیې له حکومتي او سیاسي چارواکو، مدني فعالانو او ځوانانو سره د استانبول کنفرانس د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي. ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد له هغه ګډ لیدلوري خوښ دی چې افغانانیې د استانبول کنفرانس په اړه لري، هغه کنفرانس چې تمه ده عادلانه او تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي. Читать дальше...
انګلستان، سر له نن څخه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د نرمولو لپاره بل اقدام کوي. دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کېدونکو کسانو شمېر کم شوی او اکثریت پوخ عمره کسانو د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین لومړۍ ستن لګولې ده. سر له نن دوشنبې څخه به، ټول دکانونه بېرته پرانیستل شي، خلک به وکړای شي سلمانیو ته لاړ شي او د عینې کورنۍ غړي کولای شي په انګلستان کې په رخصتۍ لاړ شي، خو چې په یوه استوګنځای کې واوسي او پخلی په خپله وکړي. جېمونه، د لامبو حوضونه، کتابتونونه او ژوبڼونه به هم بېرته پرانیستل شي. Читать дальше...
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د حکومت له مشرانو سره د استانبول د غونډې پر چمتووالي خبرې وکړې. د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یا یوناما نن سهار په څو ټویټونو کې ویلي چې دیبرا لاینز له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري سره پر دې موضوع کتلي دي. یوناما وايي په دغو کتنو کې د استانبول غونډې د چمتووالي ترڅنګ د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو، د سولې پروسې د چټکتیا او د سولې په دغه بهیر کې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی. انتوني بلېنکن پرون یکشنبه د امریکا له «NBC» ټلوېزیون سره په خبرو کې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته هم اشاره وکړه. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "ولسمشر [جو بایډن] د دې جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی او د خپل توان په حد کې به نهپرېږدو چې افغانستان بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل شي، په ځانګړي ډول هغه ترورېزم چې د امریکا متحده ایالات په نښه کوي." د ۲۰۲۰م... Читать дальше...
له اوکراین سره پر پوله د روسیې تازه پوځي تحرکاتو امریکا او لوېدیځ هېوادونه اندېښمن کړي دي. امریکايي چارواکو له اوکراین سره په پوله د ګڼو روسي پوځیانو ځای پر ځای کول بېباکانه اقدام بللی دی او ویلي یې دي چې دوی او اروپايي متحدینیې اندېښمن کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یکشنبه له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې ګواښ وکړ چې که روسیه پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي بیه به پرې کړي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "همدا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم باید درته ووایم چې له اوکراین سره په سرحد کې د روسیې د اقداماتو په اړه جدي اندېښنې لرو.
د اروپا مېشتو افغانانو د پنځمې نړیوالې جرګې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته غاړه کېږدي. غونډه پرون په انلاین بڼه ترسره شوه. د غونډې ګډونوالو د ترکیې ناسته د افغان سولې لپاره مهمه وبلله او ویېویل چې باید سولې ته د رسېدو لپاره د دوی په خبره داسې فرصتونه له لاسه ونهوځي. د دې انلاین غونډې یوه تنظیموونکي مهراب احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د جرګې اکثرو ګډونوالو په افغانستان کې د وینې د تویېدو د مخنیوي او د جنګ د بندېدو په هدف له اوسني فرصته په ګټې اخیستنې ټینګار وکړ. د کنفرانس په لومړۍ... Читать дальше...