د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د اردن له پاچا سره په خبرو کې له هغه ملاتړ اعلان کړی.
په اردن کې پخوانی ولیعهد کورني حبس ته اچول شوی چې ورسره د ټولو پام د اردن کورنۍ وضعې ته اوښتی دی.
د سعودي دولتي اژانس راپور ورکړی چې له پاچا عبدالله سره په خبرو کې د عربستان پاچا له هغو اقداماتو ملاتړ وکړ چې د اردن پاچا د خپل هېواد د ارامي لپاره پورته کړي.
د اردن چارواکو تور پورې کړی چې د پاچا میرني ورور او پخواني ولیعهد شهزاده حمزه بن حسین له بهرنیو ډلو سره اړیکې درلودې او د هېواد د بېثباتۍ هڅې یې کولې.
شهزاده حمزه بیا د اردن رهبري مفسده بللې ده.