د وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي نن په رسمي سفر پاکستان ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سوله بحث کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، ښاغلی خلیلي د جنورۍ له ۱۱مې تر ۱۳مې به د یوه هیئت په مشرۍ په اسلاماباد کې وي. د اعلامیې له مخې عبدالکریم خلیلي به له صدراعظم عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ملي اسامبلۍ له مشر اسد قیصر او نورو مشرانو سره وګوري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دا سفر د پاکستان د هغې پالېسۍ یوه برخه ده چې هدفیې د... Читать дальше...
د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په نیمروز کې د ملکیانو د مرګژوبلې ادعا څېړي. د دغه کميسیون رئیسې شهرزاد اکبر تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په نیمروز کې دا پېښه داسې وخت کېږي چې تر دې مخکې په هلمند کې په یوه بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څو غړي وژل شوي وو. د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو پرون یکشنبه لږ تر لږه د ۱۴ کسانو مړي د ولایت د ودانۍ مخې ته وروړي وو چې ویل یې وړمه شپه د افغان ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي. ۲۱۵ میوند قول اردو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د ملکيانو د مرګژوبلې دغه ادعا به د دوی لهخوا وڅېړل شي. Читать дальше...
د پاکستان کرکټ په سوداګریز لیګ کې د افغانستان درې تکړه لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیبالرحمن واخیستل شول. له شپږو لوبډلو جوړ دغه لیګ چې په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوی، هر کال ترسره کېږي. په بل خبر کې، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له ایرلنډ سره د راروانو مسابقو د چمتووالي لپاره په متحده اماراتو کې د ملي ټیم تمرینات له تېرې شنبې په شدت سره روان دي. په پام کې ده د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه د جنورۍ میاشتې پر ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه درې یو ورځنۍ یا ۵۰ اووره مسابقې وکړي. د کرکټ بورډ ویاند فرید... Читать дальше...
د هلمند د مرکز لښکرګاه په سره ګودر سیمه کې موټربم چاودنې یو تن وواژه او ۸ تنه نور ټپیان کړل. د هلمند یوې دولتي سرچینې د نوم نهښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د ولسي پاڅونوالو پر پوسته شوې ده. یوې بلې سرچینې چې د ټپیانو شمېر ۱۵ تنه ښوولی، ویلي مرګژوبله پاڅونوالو ته اوښتې ده. تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د عراق په جنوب کې د پولیسو او مظاهرهچیانو په تازه شخړو کې یو پولیس ووژل شو او ۴۵ مظاهره کوونکي ټپیان شول. د جرمني خبري اژانس په حواله، په ناصریه ښار کې پرون شخړه وروسته له هغې پیل شوه چې اول مظاهرهچیان په الحبوبي میدان کې سره راغونډ شول او د هغو کسانو د خوشې کېدو لپارهیې غږ پورته کړ چې د وروستیو ورځو په مظاهرو کې نیول شوي دي. د اژانس په حواله، مظاهرهچیانو پرون د موټرو ټایرونو ته اور واچاوه او د ناصریه ښار یوه عمده لار یې وتړله. په عراق کې د ۲۰۱۹م کال له اکټوبر میاشتې وخت ناوخت مظاهرې کېږي... Читать дальше...
په قرغزستان کې ملتپال سیاستوال صدر جباروف د ولسمشرۍ پرونۍ ټاکنې وګټلې. جباروف په داسې حال کې واک ته رسېږي چې تر لانجمنو پارلماني ټاکنو وروسته درې میاشتې اعتراضونه روان وو چې دغه هېواد یې له سیاسي کړکېچ سره مخامخ کړی و. د ټاکنو مرکزي کمېسیون په وینا، نږدې د ټولو رایو تر شمېرلو وروسته څرګندېږي چې جباروف د ټاکنو څه باندې ۷۹ فیصده رایې ګټلې دي. له دغو ټاکنو سره هممهاله د شوې ټولپوښتنې پایلې ښيي چې رأی ورکوونکي د مرکزي اسیا په دغه هېواد کې چې شپږنیم ملیونه وګړي لري، د ریاستي نظام پلوي دي. د... Читать дальше...
بریتانیا وايي زیانګالو هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین له رسولو سره د همکارۍ لپارهیې له نړیوالو مالي مرستندویانو نږدې یو میلیارد ډالره بسپنه ټوله کړې ده. بریتانیا ویلي، د دې ترڅنګیې د یوه ځانګړي پروګرام له لارې د ۵۴۸ ملیون پاونډو مرستې ژمنه کړې ده. دا داسې پروګرام دی چې د مرستندویانو د هرو څلورو ډالرو په وړاندې یو پاونډ ورکول کېږي. د فرانسې خبري اژانس په حواله، کاناډا، جاپان او جرمني د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په ټوله کې یې د ۱،۷ میلیارد ډالرو په ټولولو کې له دې ځانګړي پروګرام سره مرسته کړې ده. Читать дальше...
د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په وروستیو هدفي وژنو کې وسلهوال طالبان په مستقیم دخالت تورنوي او وايي، له دې کاره د طالبانو هدف پر نظام د خلکو د بېباورۍ زیاتول دي. خو وسلهوال طالبان په دغو هدفي وژنو کې خپل دخالت ردوي. د ښاغلي صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد پرون یکشنبه ازادي راډیو ته دا خبره وکړه: "دا چې طالبان د دغو بریدونو مسؤلیت نهاخلي، افغانانو او خپله طالبانو ته، که فکر ورباندې وکړي څرګنده ده چې دوی له امریکایانو سره وعده کړې چې په لویو ښارونو کې به حملې نهکوو. Читать дальше...