د هلمند د مرکز لښکرګاه په سره ګودر سیمه کې موټربم چاودنې یو تن وواژه او ۸ تنه نور ټپیان کړل.
د هلمند یوې دولتي سرچینې د نوم نهښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د ولسي پاڅونوالو پر پوسته شوې ده.
یوې بلې سرچینې چې د ټپیانو شمېر ۱۵ تنه ښوولی، ویلي مرګژوبله پاڅونوالو ته اوښتې ده.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نهدی منلی.