د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د روسیې لهخوا وړاندې شوی هغه پرېکړهلیک رد کړ چې د سوریې شمال لوېدیځې برخې ته چې د سوریې د یاغیانو په کنټرول کې ده، له ترکیې څخه د بشري مرستو رسول پر یوې لارې پورې محدودوي. پر روسیې سربېره د ۱۵ کسیزې امنیت شورا درې نورو غړو، چین، ویتنام او جنوبي افریقا د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ. روسیې چې د سوریې نږدې متحده ده، د دغه پرېکړهلیک مسوده وروسته له هغې د امنیت شورا پر غړو ووېشله چې وړمه ورځیې له چین سره یوځای د هغه پرېکړهلیک مسوده ویتو کړه چې له مخې یې له ترکیې څخه... Читать дальше...
د نیویارک ټایمز په باور ځینې مهمې خبرې به ممکن د پنجشنبې په ورځ یعنې نن د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سؤال او ځواب (استماعیه) غونډه کې ښکاره شي. که څه هم د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نهکوي.
په تخار کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ سل بستره روغتون د ناروغانو لپاره چمتو شو. پر دې روغتون چې پرون په مرکز تالقان کې پرانیستل شو، تر ۱۴ میلیونه ډېرې افغانۍ لګېدلې دي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې سره پر دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېره نږدې ۳۳ زره ۶۰۰ ته ورسېده.
د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي پرون وویل چې دی به راتلونکې اوونۍ هاګ ته ولاړ شي او هلته به له ځانګړي څارنوال سره مرکه وکړي. د دې ځانګړي څارنوال دفتر هغه جنګي جرمونه څېړي چې د کوسوو د خپلواکۍ د جګړې پر مهال او تر هغه وروسته د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې شوې دي. هاشم تاچي پخوا په خپله قوماندان و، دی به د جولای په ۱۳مه هاګ ته ورشي. د کوسوو د ځانګړو څارنوالانو ډله د جون په ۲۴مه، جوړه شوه، دې ډلې هاشم تاچي او یو شمېر نور پخوانۍ پېژندل شوې څېرې تورنې کړې دي چې د نږدې ۱۰۰ کسانو د وژلو په شمول په یو شمېر جدي جرمونو کې لاس لري. Читать дальше...
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (یو.اېس.اېډ) په افغانستان کې له بېوزلو سره د خوراکي موادو لپاره د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه. دا مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) تر اړمنو کسانو ورسوي. د افغانستان لپاره د (ډبلیو.اېف.پي) مرستیال مشر رابرټ کاسکا وایي، دا مرستې یې په داسې وخت کې ترلاسه کړې دي چې له اټکل سره سم نږدې څلور میلیونه افغانان د خوراکي موادو له سخت کمبود سره مخامخ دي. د خوراکي موادو دا مرسته به له نږدې یو میلیون هغو بېوزلو سره وشي چې جګړو ځپلي دي یا یې د طبیعي افتونو له امله اقتصاد خراب شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د وسلو د پلورلو د بندیز د تمدید غوښتنه وکړه. دا بندیز د اکټوبر په نیمایي کې پای ته رسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر ایران د وسلو لګولی بندیز وغځوي چې په سیمه کې د نورو شخړو مخه ونیول شي. هېڅ جدي کس به ښایي باور ونهکړي، کومه وسله چې ایران ترلاسه کوي هغه به د سولهییز هدف لپاره کاروي." ښاغلي پومپیو زیاته کړه چې د جون په ۲۸مه امریکا او متحده ځواکونو یې یوه بېړۍ ونیوله چې ایراني وسلې یې په یمن کې حوثي یاغیانو ته لېږدولې. Читать дальше...
د کندهار امنیتي چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د اووه طالبانو د وژلو ادعا کوي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مرستیال ویاند صادق عیسي ازادي راډیو ته پرون وویل چې طالبانو تر غرمې مخکې غوښتل چې د معروف ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو مخکې تر دې چې برید وکړي هوایي ځواکونو حمله پرې وکړه. نوموړي زیاته کړه: "اووه تنه ترهګر ووژل شول او درې تنهیې ټپيان شول. په وژل شویو کې د فرید په نوم د ترهګرو یو قوماندان هم شامل دی." ښاغلي عیسی زیاته کړه چې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د دې هوایي برید له امله لهمنځه تللي دي. Читать дальше...
پرون جرمني ته د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري د دې کال تر اخره پورې وسپارل شوه. مېرکل وویل چې کرونا ویروس د اروپایي ټولنې لپاره ډېر ستر ګواښ دی چې اټکل کېږي د اروپایي ټولنې اقتصادي رکود سږ کال ۸،۷ فیصدو ته ورسېږي.
تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.