په غزني کې یو پولیس وژل شو یو ټپي دی. په غزني ښار کې په وسله وال برید کې یو پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دي. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن تر ماسپښین وروسته ۲ تنه پولیس د غزني ښار په بزازي سیمه کې وسله والو په بې غږه توپانچه ویشتلي، چې یو یې وژل شوی او بل ټپي دی." ښاغلی جمعه زاده زیاتوي، د پېښې په تړاو یو تن نیول شوي چې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی. په غزني کې دغه لړۍ له کلونو کلونو روانه ده. دا په داسې حال کې ده، چې ازادي راډیو د شنبې... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې زیاتې کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.
په هرات کې چارواکي وایي، ۳ پولیس د سړک غاړې یوه چاودنه کې ووژل شول. د هرات د کهسان ولسوال امین الله هفت بلا ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه نن د هرات- اسلام قلعه ترمنځ لویه لاره کې د تیرپل سیمه کې شوې ده. تراوسه چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی. په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وایي، وروستیو کې د اسلام قلعه- هرات ترمنځ لویه لاره کې ناامنۍ زیاتې شوي دي. هلته نن د هرات ګمرک کارکوونکو او کمېشنکارانو د ناامنیو پر وړاندې اعتراض وکړ او ویل یې، د ناامنیو له کبله دندو ته نه شي تلی.
د افغانستان د سویل لویدیځې حوزې یو شمېر استازي شکایت لري چې حقونه یې نه دي ورکړل شوي. د هرات، غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو یو شمېر استازو په کابل کې د پارلمان مخې ته د تحسن خیمه درولې او وایي چې حکومت یې باید حقونه ورکړي. د دغو تحسن کوونکو یو استازي عبدالخالق فراهي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دې په حکومت کې د دغې حوزې خلکو ته ونډه ورکړي. ښاغلی فراهي وایي، دوی د هېواد ۲۵ سلنه نفوس جوړوي او د ګمرکونو د عوایدو لوړه برخه راټولوي، خو په خبره یې د حکومت له پامه غورځول شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو او صنایعو د روڼتيا نړیوال سازمانه د خپل ځنډول شوي غړیتوب د بیا ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.
افغان لوبډلمشر وايي، چې د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي په کرونا اخته شوي وو خو اوس يې روغتيا د ډاډ وړ دی. نوموړی وايي، چې لوبډله يې په شل اوريزو لوبو کې هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شي او هيله لري چې د کرکټ راتلوونکي اسيا جام کې به نيمه پايلوبې ته ورسېږي. د ازادۍ فريد الله سعادت ورسره مرکه کړې:
د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې "یو ایس اې ای ډي" پاکستان ته د مرستې لپاره ۱۰۰وېنټيلېټرونه ورکړي.
د لوګر د ولایتي شورا غړی سید قریب الله سادات آزادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت ټولې ستونزې یې له ولسمشر غني سره شریکې کړي او هیله ده چې د حل لپاره یې جدي ګامونه اوچت شي.
د جولای پر درېيمه د پاکستان په پنجاب کې ټرافيکه پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي ول چې ۲۰ پکې سيکان ول. په دغه ۲۰ سيکانو کې ۱۹ د پېښور د جوګن شاه ول چې نن (جولای څلورمه) يې وروستي رسومات وشول. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
همایون همدرد د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په خیشکو کلي کې ۵۳ کاله وړاندې ۱۹۶۷م کال د مارچ په درېیمه نېټه زېږېدلی و او د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه یې خپل مینه وال، دوستان، د پښتو ادب پتنګان او خپله کورنۍ تر شا پرېښوه
د غزني اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ډېری وخت افغان سرتیرې د خپلې بې غورۍ له امله وژل کېږي.
اویا کاله وړاندې د المان مونیخ ښار څخه د ازادې اروپا راډیو لومړنۍ خپرونه خپره شوه.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په هند کې یوه تن په څو ورځو کې تر سلو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته کړې دي. د پېښې تحقیقات روان دي. د هند په شمال کې د بیهار په ایالت کې د یوه ځوان د واده په مراسمو کې تر ۳۰۰ ډېرو کسانو برخه واخیسته او دا ځوان ۲۶ کلن و، د کوویډ نولس ناروغۍ په څېر نښې یې لرلې او د واده په درېیمه یې ساه وخته. واده د جون په پنځلسمه و او د بیهار په مرکز پاټنا کې د روغتیایي برخې مسئول راج کیشور چوهدري وایي، د واده او ماتم په محفلونو کې د خلکو تر ګډون وروسته یوسل او یولس کسان په کرونا... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، متحد ایالتونه د یوه نوي کیڼ اړخه بنسټپاله فاشیزم تر برید لاندې دي چې استبدادي چلند یې د امریکا د ارزښتونو او تاریخ پرضد دی.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام غوښتنه کړې ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن تړل شوې پوله دې زر تر زره خلاصه کړل شي.
د کندهار د کرنې ریاست مسئولین هم دا د یوه جدي ستونزه بولي او وايي، په هغه سیمو کې چې ملخان راغلي دوی به یې دوا پاشي او پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.
چارواکي وایي، د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو له بندره بهر نن ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې پولیسو د ځانمرګي برید کوونکي پر یوه موټر ډزې وکړې. د سومالیا د اطلاعاتو وزارت ویاند اسماعیل مختار ویلي، کله چې د ځان مرګي دا موټر د پولیسو له لومړۍ تالاشۍ په بیړه تېر شو، دویمې ته په رسېدو پولیسو ډزې پرې وکړې او وچاودېد. د راپورونو له مخې چاودنه کې ۲ پولیس او یو شمېر ملکیان هم ټپيان شوي دي. د دغې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو هلته له دې وړاندې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې ورته بریدونه کړي دي. Читать дальше...
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د صحت لپاره قايمه کميټې په غونډه کې د کورونا وايرس وبا مخنيوي لړکې پر حکومتي اقداماتو سختې نيوکې شوي.
افغان دولت روانه اوونۍ د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو په هدف د درې مهمو غونډو کوربه توب کوي. لومړنۍ غونډه د شلو سیمه ییزو هېوادونو د استازو، دویمه هغه د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه او دريیمه د هغو هېوادونو غونډه ده چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې ښکيل وو. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي، دغه غونډې له دوشنبې ورځې پیليږي. هغه زیاته کړه: "د سولې د بین الافغاني خبرو له پيله مخکې افغان دولت د سیمه ییزې او... Читать дальше...
د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، په داسې حال کې چې دلته قانوني مرجعې شته د اقتصادي پروژو په هکله طالبانو سر د امریکا بحث د افغانستان او امریکا تر منځ د سټراټیژیک تړون خلاف چاره ده.
د بلوچستان حکومت وايي ، د کورونا وایرس له کبله پر ځپل شوي اقتصاد سربېره یې په کلنۍ صوبايي بودیجه کې د هنرمندانو لپاره ځانګړې برخه بېله کړې ده.
په ۱۹۷۶ز کال کې ازادي راډیو چې په روسي ژبه یې خپرونې کولې، د ازادې اروپا له راډیو سره یو ځای شوه.
په اقتصادي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بې وزلۍ د راکمولو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازی محمد یوسف غنضنر د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله تېره شپه په حق ورسېد.
افغان ولسمشر د محمد یوسف غضنفر د جنازې او فاتحې د ځانګړو دولتي مراسمو ترسره کېدو ته یو کمېسیون وټاکه. د ارګ یوه خبرپاڼه وایي چې د کمېسیون مشري د ولسمشر د دفتر رئیس محمد شاکر کارګر ته سپارل شوې. د کمېسیون په جوړښت کې د کورنیو چارو، دفاع ،حج او اوقافو ، اطلاعاتو او فرهنګ وزاتونه او یو شمېر نورې دولتي ادارې شاملې دي. ښاغلی غضنفر د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او د بیوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی و چې تېره ورځ د کویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله مړ شو.
د لغمان په قرغیو کې ولسوالۍ کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د شیدو ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو بنسټ کېښودل شوه. د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس انجنیر محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډیو ته وویل، چې د شیدې ټولولو دغه مرکزونه چې د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړېږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده. نوموړي وویل، چې په قرغیو کې به د دغه مرکز د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د شیدو ټولولو دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شیدو د ټولولو... Читать дальше...