پوتین دا څرګندونې نن یکشنبه په سنت پټرزبورګ کې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت په جوړ شوي پرېډ کې وکړې.
له دې سره جوختې دا اندېښنې هم زیاتې شوي چې د کرونا د مخنیوي لپاره له څه نا څه پرمختګونو سره سره ښايي د دې ویروس نوې څپه په خپرېدو وي.
د اذربایجانیانو او ارمنانو ترمنځ دا نښتې نږدې دوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې په ګډ سرحد کې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه سره ونښتل.
معترضانو ۷۰ کلن نتانیاهو چې د فساد په یوه قضیه کې تورن دی، د لومړي وزیر پر ځای د فساد وزیر وباله.
د بلوچستان حکومت وايي، دا خبره بې ځایه ده چې ګواکې دوي د جعلي لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل موضوع له پامه غورځولې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دې افغان سېکهانو د کورنیو چې په هند کې یې سیاسي پناه غوښتې لومړۍ جوپه نوې ډېلي ته رسېدلې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې د کمال خان بند رغنیزې چارې له نږدې کتلې دي.
افغانستان که له یوې خوا د نړۍ په تر ټولو ناامنه سیمه کې پروت دی، خو له بلې خوا د ډېرو هېوادونو لپاره د اقتصادي راکړې ورکړې د څلورلارې په توګه ځانګړی اهمیت لري.
اټکل کېږي چې دغه توپان به د یکشنبې په ورځ د مکسیکو تر شمال ختیځ پورې ورسېږي او د سواحلو یوه پراخه سیمه به له بوړبوکیو او سیلیو سره مخ کړي.
عزیزالله قادري د غزني ښار کې نږدې ۳۰ ماشومانو ته چې په دې ښار کې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډودۍ پیدا کوي وړیا زدهکړې ورکوي. حبیبالرحمن تأثیر راپور ورکوي.
ډاکټر ظفر مرزا واييؤ د دې وایرس د مخنيوي لپاره به د څارويوو خرڅولو منډيانې له ښاره لرې جوړېږي او د اختر د لمونځ په وخت بايد خلک د يو بل سره ډېر نږدې ونه درېږي.
د یوې خاورینې غونډۍ د پاسه جوړه دغه لرغونې ودانۍ د افغانستان له مهمو او لرغونو فرهنګي میراثونو څخه یوه ده.
هسپانیا هم هڅه کوي چې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدا مخه ونیسي او د لا خپراوي د مخنیوي لپاره یې نوي اقدامات کړي دي.
ښاغلی مومند وايي چې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي، خو په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر نهدی ورکړل شوی.
جان لیویس په متحدایالاتو کې د مدني حقونو د مبارزې د تاریخ له هغو شپږو مخکښو فعالانو څخه و، چې په شپږو سترو رهبرانو مشهور وو.
صدراعظم په دې بدلون سره هڅه وکړه، د ده د استعفی لپاره ولاړ شوی غږ غلی کړي.
د سولې په اړه د بینالافغاني خبرو له پیل وړاندې، د افغان حکومت او طالبانو لهخوا پر یوه او بل د تور لګولو دا لړۍ نسبت بل هر وخت ته زیاته شوې ده.
د خوست امنیتي مسؤلینو نهدي ویلي چې نیول شوي کسان له کومه راغلي او کومې وسلهوالې ډلې پورې يې اړه درلوده.
د سوات په مينګوره ښار کې ۳۶ کلن ښوونکی حيدر زمان ماشومانو ته په ښوونځي کې د درس ويلو پر ځای په کوڅو کې پاخه مټر پلوري. نوموړی وايي نهه کاله يي په شخصي تعليمي اداره کې ماشومانو ته سبق ښودلی خو د کورونا وايرس په نتيجه کې د لګېدلې ټولبند له کبله سکولونه بند شول او دی هم بېروزګاره شو. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د عبادي په خبره چې امنيتي پوستې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي او حالتيې کنټرول کړی دی.
ورځپاڼې پر افغان حكومت غږ کړی چې بايد د دغو يرغلونو او خونړۍ مداخلې د مخينوي لپاره لاس په كار شي.
دا په تېرو درېيو ورځو کې دوهم ځل دی چې د دغې لويې لارې د امنيت پر سرتېرو غبرګ موټر بم حملې کېږي.
د پلټونکې ادارې مشرې ویلي چې په ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د وسایلو د اخیستلو په برخه کې لازم معیار په پام کې نهدی نیول شوی.
ګلوبل نیوز خپرونه لیکي، واشنګتن په تریلیون ډالر د افغانستان پر جګړې لګولې دي او دا جګړه نوره هم پسې سخته شوې ده.