لسګونه ماشومان د بدخشان ولایت د کوکنارو په کروندو کې تریاک ټولوي او په همدې مزد ژوند کوي. هغه څه چې دوی ته د کار په بدل کې د ورځني مزد په توګه ورکول کیږي، نژدې شل ګرامه تریاک دي چې په بازار کې شا او خوا په سل افغانیو پلورل کیږي. بدخشان کې د ازادي راډیو خبریال جاوید احمدي پرې دا راپور برابر کړی
افغان چارواکي وايي چې دوی به سلګونو هغه طالبان چې ډېر خطرناک ګڼل کېږي، نه راخوشې کوي. دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل فرانسې خبري اژانس ته کړې ده. ده ویلي چې طالبانو غوښتنه کړې چې شپږ سوه طالب زندانیان راخوشې شي خو پر دغو کسانو د جنايي جرمونو جدي قضيې دي. یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغو کې قاتلان، غله او سلګونو بهرني جګړه ماران شامل دي. خو طالبانو پر حکومت تور پوري کړی چې د دغو بندیانو پر وړاندې يې جعلي قضیې جوړې کړي دي. تر دې مخکې د عدلي او قضايي... Читать дальше...
ایران د هغې پروژې عملي چارې پیل کړې چې په پای ته رسېدو سره به یې د اورګاډي د پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلي.
د پاکستان حکومت وايي ټول هغه پيلوټان چې د جعلي لایسنسونو درلودو شک پرې شوی، له پروازونو کولو منع کړل شوي دي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د جولای په ۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل د هغو خلکو خلاف یې هم کاروايي شروع کړې چې د پيلوټانو په جعلي لايسنسونو يې سترګې پټې کړې وي. هغه زیاته کړه: ''د چا چې لايسنسونه مشکوک وو، هغو ته د الوتکو د پورته کولو اجازت نشته. په پي ای اې او هوا بازۍ اداره کې د هغه خلکو خلاف هم ګامونه اخیستل پیل شوي چې د پيلوټانو پر جعلي لایسنسونو يې په مبيينه ډول ځان غلی کړی وو. ۲۸... Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه پرېکړه باید هېوادوال وکړي.
د یو شمېر هېوادونو روغتیایي چارواکو د کرونا ضد واکسین د جوړولو او ویشلو لپاره بېلابېل مهالوېشونه مطرح کړي دي.
د امریکا د مرکزي قومندې مشر وايي، ډاډه نه دی چې له طالبانو سره اړوندو سخت دريځو ته د روسیې د انعامونو په نتیجه کې دې په افغانستان کې امریکايي سرتېري وژل شوي وي. جنرال فرانک مکنزي پرون د جولای په اوومه خبريالانو ته وویل، که روسانو طالبانو ته پیسې ورکړي وي یا نه، طالبانو په تېرو څو کلونو کې د امریکا پر ضد د عملیاتو هڅې کړي دي. د مکنزي په وینا، دا په دې مانا ده چې د امریکايي ځواکونو ایمني وضعیت دومره تغير نه دی کړی. رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښيي... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د رسنيو يا ميډيا ازادۍ موضوع څيړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې اپوزشن ګوندونو او د خبريالانو تنظيمونو پر حکومت نيوکې کړي چې د بيان پر ازداۍ يې قدغن لګولي دي. خو حکومت دا تورونه بې بنياده بولي. د مشال تر رڼا لاندي بحث کوربه ګل اياز دی.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او سیاسي فعاله فوزیه کوفي وايي، په دولتي اسنادو او په ځانګړي توګه پېژند پاڼو کې د پلار نوم ترڅنګ د مور نوم زیاتول حقوقي اړتیاده.
وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش ډلې د دوه تنو له نیولو خبر ورکړ چې په خبره یې غوښتل یې په کابل کې په یوې خصوصي رسنۍ او یو روغتون ځانمرګې حملې وکړې، اوس له رسنیو د ملاتړ بنسټونه دې موضوع اندېښمن کړي.
د دغو دواړو پخوانيو سفارتکارانو او چارواکو ټاکنه پر داسې وخت شوې چې يو خوا د افغان سولې په اړه بين الافغاني مذاکراتو ته تمه پيدا شوې او بلخوا د دواړو هېوادونو تر منځ له څه مودې راهيسې اړيکې زياتې جنجالي شوي دي.
د چهارشنبې په سهار د کابل شمال کې خیرخانې سیمې اړوند د پولیسو یو رېنجر موټر د یو مقناطیسي ماین هدف وګرځول شو.
ډاکټران وايي، په لوی اختر کې که خلکو په احتياطي تدابيرو عمل ونکړ نو له اګست مياشتې يو وار بيا کېسونه زياتېدای شي. نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سينټر لخوا د جولای پر ۸مه جاري کړل شوو شميرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نږدې درې زره کسان کورونا وايرس وهلي او ۸۳ یې مړه کړي. د سينټر په وينا د جولای تر ۸ مې په پاکستان کې له کورونا وايرسه د اغېزمنو کسانو شمېره دوه لکه اووه دېرش زره او پینځه سوو ته رسېدلي ده او څه کم پینځه زره کسان یې مړه کړي او يو لاک ۴۱ زره پورې کسان ترې پاخه شوي دي. که څه هم ورځ تر بلې په... Читать дальше...
په افغانستان کې د څلویښت کلنې جګړې له دوام سره اوس هم په کلیو او بانډو کې هنرمند خلک اوسي.
په جون میاشت کې ګرمې هوا په سایبریا کې د تودوخې درجه تر بل هر وخت زیاته کړې ده. ساینسپوهان وايي، دا د اقلیمي بدلون پر لور یو جدي خبرداری دی. د کاپرنیکَس اقلیمي بدلون خدماتو ادارې پرون د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې تېره جون میاشت د روسیې په سایبریا سیمه کې تر ټولو توده وه چېرته چې د تودوخې درجه په اوسط ډول پنځه درجې سلسیس زیاته وه او د ۲۰۱۸ میلادي او ۲۰۱۹ میلادي کال د جون میاشتو په پرتله یوه درجه زیاته وه چې په دغو دوو کلونو کې هم په جون میاشت کې هوا ډېره توده وه.
افغان ولسمشر د کاپیسا ولایت د وضعیت ارزولو په خاطر د دې ولایت مرکز محمودراقي ښار ته تللی دی. د جمهوري ریاست ارګ د اعلامیې له مخې، محمد اشرف غني له ملکي او نظامي مسئولینو سره د خلکو په یوه پراخه غونډه کې خبرې کوي چې پکې قومي مشرانو، متنفزین، عالمان، ښځې او ځوانان ګډون کوي. ولسمشر به همداراز د هغوی وړانديزونه واوري. کاپیسا ولایت ته د ولسمشر غني سفر په داسې حال کې دی چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د ناامنیو زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پکتیکا د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي او په یو څو نورو ولسوالیو کې بیا نیم دولت او نیم وسلهوال طالبان فعالیت لري. د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسر خان سلیمانخېل وایي چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسلهوالو طالبانو سره دي. نوموړی وایي، د امنیتي ځواکونو ترمنځ نا همغږي او فساد د دې لامل شوی چې یادې ولسوالۍ تر اوسه د حکومت تر کنټرول لاندې رانهشي. د ولایتي شورا دغه غړی وایي چې د یادو ولسوالیو ولسوالان... Читать дальше...
ښاغلي نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې دوه پېښې په هلمند او یوه هم په کندهار کې ثبت شوې ده.
په ننګرهار کې د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي د دې سرلیک لاندې چې "جنګ د څه لپاره " د ننګرهار ولایتي شورا مخته ورټول شوي ول او په افغان دولت او وسله والو طالبانو يې غږ وکړ چې نوره افغان وژنه بنده کړي او د سولې لپاره د مذاکراتو په ټغر سره راټول شي.
د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د مالدارۍ د پراختیا او له مالدارانو سره د اقتصادي مرستې په هدف د دې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریزې دستګاوې وېشل شوې دي. د ارزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انجنیر احمد شاه خیري ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو دستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ دی چې د هندوستان هېواد د "HICPD" مؤسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي. د ارزګان د کرنې... Читать дальше...
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د افغانستان په سوداګریزو مالونو لګول شوي بندیزونه به ډېر ژر حل شي. د دغې ادارې رئیس عبدالباري صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به ډېر ژر دوه هغه دستګاوې ګټې اخیستنې ته وسپاري کوم چې وارداتي او صادراتي توکي ضد عفوني کوي. نوموړي وویل، دغه دستګاوې په اقینې او تورغنډۍ بندرونو کې جوړېږي او دغهراز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي درمل پرې شیندي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند هم له دې اقدام څخه هرکلی کوي. Читать дальше...
د نړۍ په دويم زيات نفوس لرونکي هېواد هند کې د کورونا ناروغان مخ پر زياتېدو دي. اوسمهال له امريکا او برازيل وروسته هند درېيمه درجه خپله کړې چې د کورونا وايرس زياتې مثبت پېښې لري. هلته هره ورځ له ۲۰ زره څخه تر ۲۵ زره پورې کسان په کورونا وايرس اخته کېږي. احمد شاه اعظمي د رويټرز اژانس د ويډيوګانو پر مټ راپور جوړ کړی دی.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.
تمه ده چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې ته د پنجشبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ورشي.
سرمقاله د سرچینو له قوله لیکي، له بلې خوا انګلستان هم د ډیورند په خوا کې پرتو څلورو ولایتونو ته نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د پروژو پر ډیزاینیې هم کار پیل کړی دی چې په دغو پروژو کې حتی د ښځو د فعالیتونو او ظرفیت لوړولو پروژې هم شاملې دي.