د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یوې موټر بم چاودنې نن سهار درې پولیس وژلي او ۲۰ تنه نور یې ټپيان کړي دي. د کندهار یوې باوري امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت لپاره له نوم اخیستلو ډډه وکړه، خو تأیید یې کړه چې له چاودېدونکو موادو بار موټر سهار په څلورو بجو د شاه ولیکوټ امنیه قوماندانۍ مخ ته چاودنه کړې. هغه وویل چې د ملي اردو د انټرنشنل په نوم لوی اکمالاتي موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي و. چا د دې موټر بم چاودنې مسؤلیت نهدی اخیستی، خو د راپورونو په اساس شاه ولیکوټ چې د کندهار یوه نا امنه... Читать дальше...
د بریتانیا حکومت د کرونا ویروس په خاطر د اوښتي اقتصادي زیان د جبران لپاره بنسټیز لګښتونه په پام کې نیولي. بریتانیايي چارواکي به نن چهارشنبه د کرونا وبا له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو او د رامنځته شوي حالت د بدلون په هدف د بنسټیزو لګښتونو لپاره یوه وړه ځانګړې بودجه وړاندې کړي. په دې بودجه کې ښوونځی، استوګنځایونه، د سړکونو ترمیم او عامه ټرانسپورت برخې شاملې دي. په بریتانیا کې تر دې دمه څه باندې دوه لکه او ۸۷ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۴۴ زرو زیات انسانان مړه شوي. دا په اروپا کې د کرونا له لاسه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.
بولسونارو په تکراري توګه پرته له ماسک اغوستلو په عام محضر کې څرګندېده او د اصولو پر خلافيې له نورو خلکو سره واټن په نظر کې نهنیوه.
وروسته له هغه چې په صربیا کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو مړینې زیاتې شوې، د دې هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ اعلان وکړ چې د جولای له ۱۰مې به په ټول هېواد کې ګرځبندیز عملي شي. ګرځبندیز به د درې ورځو لپاره وي. ووچیچ د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) وویل چې په پلازمېنه بلګراد کې وضعیت بحراني دی او په ۱.۳ میلیونه نفوس لرونکي دې ښار کې شااوخوا ټول روغتونونه له ناروغانو ډک شوي دي. د جون په ۲۱مه نېټه په دې هېواد کې ولسمشريز انتخابات وشول چې ووچیچ په اکثریت سره پهکې رايې وګټلې. چارواکي وایي د مارچ... Читать дальше...
روسیې لږترلږه اته خبریالان توقیف کړي چې د ملي خیانت په تور يې د خپل همکار د نیول کېدو پر وړاندې لاریون کاوه. دا کسان په مسکو کې نیول شوي چې د ایوان سفرونوف د توقيف پر ضد یې اعتراض کړی وو. ایوان سفرونوف د روسیې د دولتي فضايي ادارې د رئیس د سلاکار په توګه دنده درلوده. د دې ادارې په اعلامیه کې راغلي چې سفرونوف د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) بندي شو، خو پر ده تورونه د ده له دندې سره تړاو نهلري. د راپور له مخې دی د دوو میاشتو لپاره نیول شوی او ورباندې د ناټو غړو هېوادونو حکومتونو ته د نظامي محرمو معلوماتو ورکولو تور دی. Читать дальше...
په روسیه کې څارنوالانو له محکمې غوښتي چې روسی تاریخپوه او د بشري حقونو مدافع یوري دمیتري په ۱۵ کاله بند محکوم کړي. پر ده تور دی چې خپله لور یې په جنسي توګه ځورولې. دی او ملاتړي يې دا تورونه ردوي. څارنوالانو په مسکو کې د کاریلیا څانګې د بشري حقونو د یاد ۶۴ کلن مدافع د محاکمې په وروستي پړاو کې د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) ګډون وکړ. د دمیتري ملاتړي وايي چې پر ده دا تورونه ځکه لګول شوي چې ده د تاریخ داسې اړخ څېړلی چې د شوروي اتحاد هغه ستروالی چې کرملېنیې ښيي، تر سیوري لاندې راولي. دمیتري... Читать дальше...
ایران د زاهدان او چابهار ترمنځ د رېل پټلۍ جوړولو کار پرون د سې شنبې په ورځ پیل کړ چې چابهار د ایران د رېل له شبکې سره وصل شي او په نتيجه کې يې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونه له ازادو اقیانوسي اوبو سره وصل شي. دا خبره د ایران دولتي رسنۍ ایرنا راپور کړې ده. ایرنا خبري اژانس د دې هېواد د ښار جوړونې د وزیر محمد اسلامي له قوله ویلي چې دا پروژه د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ درې اړخیزه موافقه پياوړې کوي. راپور وايي چې د رېل دا پټلۍ به په ایران کې دننه د رېل په شبکه کې یو تحول رامنځته کړي... Читать дальше...
ټاکل شوې ده افغانستان سبا (د پنجشنبې په ورځ د جولای په نهمه نېټه) د سولې په اړه د سیمهییزې او نړیوالې اجماع د پياوړتیا په نوم د وېډیو کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې به د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ناټو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا چارواکي ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند ګران هېواد په دې اړه رسنیو ته داسې وویل: "افغانستان روانه اوونۍ د سولې او اقتصادي پراختیا اړوند درې مهم کنفرانسونه لري چې له دې ډلې یو یې د دوشنبې په ورځ د جولای په شپږمه نېټه د 'افغانستان د سولې لپاره... Читать дальше...
د راپور له مخې پومپیو دې غونډې ته وربلل شوی دی، خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت څه نهدي ویلي چې ایا دی به دې غونډې ته ورشي که نه. تمه کېږي په دې غونډه کې د امریکا د مخکېني ولسمشر بارک اوباما د دورې پر مهال د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس مایکل موریل هم ګډون وکړي.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو پرون د سولې په بهیر کې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت د افغان حکومت د ملاتړ په برخه کې پر خپلو همکاریو ټينګار وکړ.