اسوشیټد پرس خبري اژانس وايي، دغو امریکايي چارواکو له دې کبله چې له رسنیو سره د خبرو اجازهیې نهلرله، نهغوښتل چې نومونهیې واخیستل شي.
شهکار ویلي چې د حملې دقیق علت لا نهدی څرګند شوی، خو پولیسو څېړنې پيل کړې دي.
هغه خالد خان نومېږي او پولیسو تهیې ویلي چې د اسلام پیغمبر حکم ورته کړی و چې هغه سړی چې محاکمهيې کېده ووژني ځکه هغه احمدي مسلمان و.
دوی نهغوښتل چې اضافي مصرف وکړي، خو شته داسې کسان چې د کوژدنې کور ته د اختري وړلو لپاره هم باید ډېر تاوان وګالي. یو شمېر کوژده شوي ځوانان وايي، د کوژدنې کور ته اختری وړل او په هر څه کې د کوژدنې برخه کول ښه دي، مینه زیاتوي، خو چې مقابل لوری ډېرې لوړې تمې ونهکړي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.
د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي چې په دې اړهیې معلومات ترلاسه کړي او په قطر او ابوظبي کې يې خپلو هوايي اډو ته سپارښتنه کړې چې تیار واوسي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، که کابل ښاریان دا اختر هم د تېر اختر په څېر روغتیایي سپارښتنې عملي نهکړي، نو د کرونا ویروس مثبتې پېښې به بیا زیاتې شي. خو کابل ښاریان څه وايي؟ هیلۍ اسد پرې راپور جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو او د ښځو حقونو لپاره کارکونکي د پاکستان ملي کمیشن یا این سي ایس ډبلیو د روان کال د حالاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې دوی ته د رسیدولو راپورونو ترمخه په پاکستان کې څه د پاسه ۲۸ فيصده جینکۍ له ۱۸کلنۍ مخکې ودېږي. همداراز له ۱۶ فيصدو څخه زیاتې جینکۍ تر ۱۸ کلنۍ مخکې مېندې شي. د جولايي پر ۲۷ مه خپور شوی دا راپور زیاتوي چې په پاکستان کې یوازې یو فيصده جینکو ته پخپله د خپلې خوښې واده اختیار ترلاسه دی او ۱۶ فيصدو سره بیا کورنۍ د واده په اړه خبرې کړي دي. په راپور کې زیاته شوې... Читать дальше...
رویا چې د تخار ولایت اوسېدونکې ده وايي، اوس بېسرپرسته ده او له څلورو اولادونو سره، د کابل ښار د قصبې په سیمه کې اوسېږي.
دې بانک په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا موضوع تأیید کړې، خو وايي اجمل احمدي ښاغلی داوي له خپل دفتر بېرته ایستلی دی.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو پاکستان کې د دوو لويو اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ نون مشر شهباز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د ملاقات او د حکومت ضد د لوی اختر وروسته د ګڼ ګونديزه غونډې او ګډې تګلارې موضوع څيړلې ده.
جمعهزاده وویل چې د پېښې په اړه نور ډېر جزئیات نهلري. د غزني ډېرې ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي.
د جولای په ۲۹مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوو سلاکارانو له خپلو دندو استعفا وکړه. دغه دوه کسان تانیه ايدروس او ډاکټر ظفر مرزا دي چې د دوو هېوادونو د تابعيت يا شهريت درلوده له امله یې دندې پرېښې دي. لومړی د ډيجيټل پاکستان ادارې مشرې او په دې برخه کې د وزیراعظم سلاکارې، تانيه آيدروس استعفا ورکړه. هغې پر خپل ټويټر ليکلي چې د هغې د دوهم شهريت په اړه نيوکو د دې له خوا په ادره کېدونکې ډيجيټل پاکستان سيوری کاوه نو ځکه نوره دا دنده پريږدي. د آيدرویس تر استعفا لږ وروسته، د روغتياييچارو لپاره د وزیراعظم... Читать дальше...
په ایران کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب وروسته پر مذهبي لږکیو د فشار د زیاتېدو له کبله زرګونه یهودان تېښتې ته اړه شوي دي.د ایران ډېر یهودان اسرائیل ته تښتېدلي دي. د ازادې اروپا اوازادي راډيو د ایران برخې (راډیو فردا) له تهران تر بیت المقدسه د یهودانو دې سفر ته ځغلنده کتنه کړې ده.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې کال کې به د بېکارۍ کچه حتی تر ۶۷ پورې لوړه شي.
د خېبر پښتونخوا چارواکي وایي نن (د جولای په ۲۹مه) د پېښور په یو عدالت کې یو تن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د خپلې مقدمې د اورېدنې لپاره ورغلی وو. وژل شوی تن طاهر شمیم احمد نومیږي چې دوه کاله وړاندې پرې د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی وو. نوموړی نن هغه وخت په ډزو ووژل شو چې پر ضد یې د مذهب سپکاوي د مقدمې اورېدنه روانه وه. د پېښور ښار د پولیسو یو چارواکی محمد علي ګنډاپور په عدالت کې رسنيوو ته وویل چې وژل شوی تن د پېښور د اچیني بالا اوسېدونکی وو چې په ۲۰۱۸م کال کې پرې د نوښار ضلعې په یو پولیس سټېشن کې د مذهب د سپکاوي کېس درج کړل شوی وو. Читать дальше...
دا ټول هغه غیر قانوني مهاجر دي چې له ایرانهیې د وان په جهیل کې ترکیې ته د تېرېدو هڅه کوله، خو بېړۍ یې ډوبه شوه.
د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی. وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه لا خبرې نهدي کړي.
په اسلام اباد کې خلک وایي، د اختر له رانېږې کېدو سره د سبزیانو او میوو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي اخیستلای. خو سوداګر وايي د تېلو نرخونه او خراب موسم هم د نرخونو د لوړېدو لامل دی. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۰۶۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د چمن – سپين بولدک لارې د بندېدو خلاف د بلوچستان سوداګرو يو ځل بيا په کړې مظاهره کې له حکومته د دې لارې پرانيستل غوښتې دي. دوی د جولای پر ۲۸مه د چمن له مال روډ څخه بیاد افغانستان سره نښلونکي دروازې پورې لاریون وکړ چې پکې په سلګونه کسانو برخه اخيستې وه. دوی تر دې وروسته د سیمې د ډپتي کمشنر د دفتر مخې ته پرلت وواهه. د دوی په وینا چې ترڅو یې غوښتنې ونه منل شي، ترهغې پورې به د دوی پرلت او احتجاج روان وي. د پرلټ ګډونوال او د قلعه عبدالله ضلعې د عوامي نيشنل ګوند مشر، منور خان د جولای په ۲۹مه مشال... Читать дальше...
د ازادي راډیو خبریال، نن (د جولای په ۲۹مه) د بدخشان د والي په حواله ویلي چې د دې ستونزې د حل لپاره د حکومت هڅې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ټپه درېدلې دي.
هغوی ته ویل شوي چې باید داسې کسان په خپلو دفترونو کې په کار وګوماري چې د ترکیې تابعیت ولري او که داسې ونهشي، تر بندیزونو لاندې به شي.
د ازادي راډیو د "کور کلي" اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ایا تاسې دې ته پام کړی چې ماشومان مو په کور کې کوم فلمونه ګوري؟
د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سعودي عربستان اړ شوی چې لږ شمېر خلکو ته اجازه ورکړي چې د حج مراسمو ته ورشي.
د جولای پر ۲۸مه د افغانستان د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د یوې غونډې او لاریون له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ وښود او ويې ویل، چې د افغان ځواکونو قرباني د ولس د هوساینې او د دې هېواد د پرمختګ لپاره ده.