'یوه مینه' د جمایکایي سندرغاړي رابرت نیستا مېرلي چې په باب مېرلي مشهور و، نامتو سندره ده. دا سندره ۴۳ کاله مخکې په ۱۹۷۷ کال کې خپره شوه.
په پاکستان کې د ټولو هندو وګړو جرګه یا پنچايت هيله لري چې په اسلام اباد کې به یې د مندر د جوړولو ودرېدلی کار ژر پېل شي. د پنچايت مشر او په پارليمان کې د تحريک انصاف غړی لال چند ملهي وايي حکومت له اسلامي نظرياتيکونسل څخه مشوره غوښتې چې د مندر لپاره سرکاري پېسې کارېدلی شي او که نه.
محمد اشرف غني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» په کابل کې د 'سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نړیواله ناسته' کې وکړې.
ډبلیو اېچ او تر اوسه دریځ لري چې دا وایرس د خلکو له ټوخي، پرنجي او د مخامخ خبرو کولو پر وخت له خولې او پوزې څخه د وتلیو وړو څاڅکو له لارې خپرېدای شي.
په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره دغه لومړني روغتون ته شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې نوی رئیس وروپېژندل شو.
ښاغلي رباني د دې کړيو او د سیاسي لوبو د څرنګوالي په اړه ډېر څه ونهويل، خو زياتهيې کړه چې د سولې بهیر سره باید مسئولانه چلند وشي.
د پاکستان امونه په نړۍ کې نوم لري. په ۲۰۱۹ز کال کې هغه هېواد د ۱۱۵،۰۰۰ ټنه امونو په برامدولو خپل پخوانی رېکارډ مات کړی وو. خو سږکال باغوانان وايي، د مېوې حاصل یې تر ۴۰ فیصده پورې ښکته شوی. دوی موسم او د کورونا وایرس وبا له وجې پیدا شوي د پیداوار د کمي لاملونه بولي. ويډيو: فرانس پريس اژانس
د تعلیم وزیر شفقت محمود وايي، په جولای کې د لوی اختر او عاشوری له کبله تعلیمي اداری نه شي پرانستلی.
د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته بالاخره د ښاغلي عبدالله ټیم په دې وتوانېد چې په کابینه کې د ورکړل شوې ونډې د نوماند وزیرانو لېست ارګ ته وسپاري.
د ملي اردو په وروستیو هوايي حملو کې د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې افغان ځواکونه د طالبانو په وړاندې د عملیاتو په ترسره کولو کې له پامه او ترلاسه شویو کشفي راپورونو څخه په سمه توګه کار نهاخلي.
د کندهار پر هغو پنځو ولسوالیو چې ډیورند کرښې ته څېرمه پرتې دي، ملخانو يرغل کړی او کروندو تهيې دروند زيان اړولی. کروندګر وايي، ملخانو یې کښتونه ځپلي او لا يې هم ځپي. صادق رښتینی د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته تللی او دا راپور یې پرې جوړ کړی.
په پاکستان کې د اېډز ناروغي زیاته شوې ده. په پاکستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي، په دې هېواد کې د 'اېچ.ای.وي' او اېډز ناروغانو په شمېر کې د تېر کال په نسبت زیاتوالی راغلی دی. د دې ادارې مشر ډاکټر بصیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د 'اېچ.ای.وي/ اېډز' ناروغانو شمېر له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیاتېږي. نوموړی وايي، دا مهال په پاکستان کې د ۱۸۰ زرو په شااوخوا کې خلک په 'اېچ.ای.وي /اېډز' اخته دي. د اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې له مخې، تېر کال د 'اېچ.ای.وي/ اېډز' ناروغانو شمېره په دې هېواد کې ۱۶۵ زره وه. Читать дальше...
طالبانو د نږدې ۶۰۰ هغو بندیانو یو بدیل لېست افغان حکومت ته سپارلی چې په خوشې کولو باندې یې لانجې روانې وې. یوې معتبره حکومتي سرچینې دغه خبره نن ازادي راډیو ته وکړه. حکومت څه باندې څلور زره طالب بندیان تر اوسه خوشې کړي، خو د راپورونو په اساس د طالبانو لهخوا په مخکېني سپارل شوي لېست کې نږدې ۶۰۰ داسې کسان شامل و چې حکومتیې له خوشې کولو سره نهو جوړ. د طالبانو او امریکا د فبرورۍ ۲۹مې د موافقې له مخې افغان دولت تر پنځه زره طالب بندیان او طالبانیې په بدل کې زر حکومتي بندیان خوشې کوي. د طالبانو... Читать дальше...
په بیلابیلو هیوادونو کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ لپاره د واکسین جوړولو هڅي دوام لري. د دغو هیوادونو روغتیایې کارکوونکو د یاد واکسین د جوړولو او ویشلو لپاره بیلابیل مهال ویشونه مطرح کړي دي. د کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په وروستیو کې د چین په ووهان ښار کې راپورته شو او بیا ټولې نړۍ ته وغځید.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې د نوي کابلبانک خدمتونه د قناعت وړ نه بولي او زیاتوي، چې له مشتریانو سره د یاد بانک د مسوولینو او کارکوونکو چلند هم سم نه دی.
له کله چې په ډسمبر کې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان کې کرونا ویروس خپور شو تر اوسه هېڅ هېواد دومره نهدی ځپل شوی لکه متحده ایالات.
تمه ده چې د کابل په دغې انلاین غونډه کې نن د یو شمېر نړیوالو سازمانونو، د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې، ناټو او د افغانستان د ستراتېژيکو شریکانو استازي برخه واخلي.
دبلوچستان په ږوب ښار کې له انجینیرینګ پوهنتونه فارغو دوو ځوانانو په سیمه کې د پوهې رڼا خورولو لپاره نه یوازې په خپله مرسته یو کتابتون پرانیستی بلکې د دې لپاره یې د کتابونو بسپنولو کمپین هم پیل کړی دی چې د دوی په وینا په تېرو دوو ورځو کې یې تر ۸۰۰ سوو زیات کتابونه راغونډ کړي دي. انجینیر الیاس خان او انجینیر شهباز خان چې په دا وروستیو کې له خضدار انجینیرینګ پوهنتونه په کمپوټر او الیکټریکل انجینیرنګ کې زدهکړې کړې وايي، د کوروناوایرس په ټولبند کې چې کله تعلیمي ادارې وتړل شوې نو د یوه کتابتون پرانستلو خیال یې دماغ ته راغلی. Читать дальше...
په نړۍ کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر له یو کروړ او شلو لکو واوښت چې پکې څلورمه برخه ناروغان یې په امریکا کې دي.
د پنټاګون جګپوړي مشران نن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې ګډون کوي او تمه ده چې یو شمېر لانجمنو پوښتنو ته چې یوه هم پهکې د سپینې ماڼۍ په مخ کې د مظاهرو په وړاندې غبرګون ښودل دي، ځوابونه ووايي. د سپینې ماڼۍ په مخ کې مظاهرې تېره میاشت د پولیسو لهخوا د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي امریکایي د وژلو پر سر راپارېدلې وې. د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي به د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي. پر ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د... Читать дальше...
په پاکستان کې د ایډز ناروغۍ د مخنیوی اداره وايي، په دې هېواد کې د ایچ اي وي او ايډز ناروغانو په شمېر کې له تېرکال په نسبت زیاتوالی راغلی دی.
د نړۍ لسګونه ساینسپوهان وايي امکان شته چې کورونا وایرس په هوا کې هم پاتې شي او خپور شي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)ویلي، د ساینسپوهانو د دې دعوې پلټنې کوي. ډبلیو اېچ او تر اوسه پورې دریځ لري چې دا وایرس د خلکو د ټوخي، پرنجي او د مخامخ خبرو کولو پر وخت له خولې او پوزې د وړو څاڅکو له لارې خپرېدای شي. ډبلیو اېچ او همداراز وايي، په کور کې د ساتل شویو ځناورو لکه سپیو او پیشوګانو څخه د وایرس د خپراوي خطر کم دی. امریکايي پوهان وايي، ښايي د روان کال تر پایه د وایرس واکسین جوړ کړي. نورد مشال راډیو... Читать дальше...
د جوجیستو ورزش به برخه کې حسین بخش صفري د نړۍ په ردهبندۍ کې په لومړیو کې دی. دی ٢٥ کلن دی او په ورزش کې یې ٢٤ د طلا مډالونه لاسته راوړي دي. شفیع کریمی د صفري تمرینځای ته ورغلی او دا راپور یې پرې برابر کړی.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ښاغلي عبدالله د خپلې برخې د نوماند وزیرانو لېست بشپړ او تېره ورځ ولسمشر غني ته سپارلی دی. دغه سرچینه وايي چې د ښاغلي عبدالله په لېست کې؛ ۱- مسعود اندرابي - کورنیو چارو وزارت ۲- فضل احمد معنوي - عدلیې وزارت ۳- انوارالحق احدي - کرنې وزارت ۴- نور رحمان اخلاقي - کډوالو وزارت ۵- محبالله صمیم - د قومونو او قبایلو وزارت ۶- مصطفی مستور - سولې وزارت ۷- معصومه خاوري - مخابراتو وزارت ۸- نثار احمد... Читать дальше...
په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۱۲ میلیونو واوښت. د ټولو کرونا نیولو شااوخوا یوه درېیمه برخهیې د امریکا په متحده ایالاتو کې دي. په هغه هېواد کې چې د دغه ویروس نوې پېښې پهکې په تېره بیا په جنوبي او لوېدیځو ایالتونو له فلوریدا نه تر تګزاس او له ارېزونا نه تر کالیفورنیا پورې، مخ په زیاتېدو دي. د جانز هاپکنز پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې له درې میلیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او لږترلږه ۱۳۲ زره او ۲۵۶ کسان ترې مړه شوي دي. له متحده ایالاتو... Читать дальше...