Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ږوب الیاس خان او شهباز خان ډیجیټل کتابتون جوړوي

دبلوچستان په ږوب ښار کې له انجینیرینګ پوهنتونه فارغو دوو ځوانانو په سیمه کې د پوهې رڼا خورولو لپاره نه یوازې په خپله مرسته یو کتابتون پرانیستی بلکې د دې لپاره یې د کتابونو بسپنولو کمپین هم پیل کړی دی چې د دوی په وینا په تېرو دوو ورځو کې یې تر ۸۰۰ سوو زیات کتابونه راغونډ کړي دي.

انجینیر الیاس خان او انجینیر شهباز خان چې په دا وروستیو کې له خضدار انجینیرینګ پوهنتونه په کمپوټر او الیکټریکل انجینیرنګ کې زدهکړې کړې وايي، د کوروناوایرس په ټولبند کې چې کله تعلیمي ادارې وتړل شوې نو د یوه کتابتون پرانستلو خیال یې دماغ ته راغلی. دوی زیاتوي لومړی یې په خپله مرسته د ایمپېرېل پبلیک لایبرېرۍپه نامه یو کتابتون پر کمال خان چوک پرانیست او وروسته یې ورته د کتابونو راټولولو کار هم پر خپله غاړه واخېست.




د دې لپاره یې د ږوب ښار په چوکونو کې کېمپونه ولګول چې ښاریان ورته کتابونه بسپنه کړي. دوی وايي تر دا مهاله یې ۸۰۰ کتابونه راغونډ کړي او د پینځو سوو نورو هغو ژمنې ورسره شوې دي.


د دغه کمپین یو غړی شهباز خان وايي، دوی چې کله په پوهنتون کې زده کړې کولې نو د خپلې کوټې پرځای به یې په لایبرېرۍ کې کتاب لوستل زیات خوښاوه، ځکه چې هلته به خاموشي وه او د کتاب لوستلو چاپېریال به وو. نو د ده په خبره دلته په ږوب کې ډېری ځوانان د زده کړو لپاره یوه ټاکلی ځای نه لري ځکه خو یې وپتیله چې د دوی لپاره یوه لایبرېري پرانیزي. شهباز خان وايي په ږوب کې یو سرکاري کتابتون دی چې په هغه کې هم انټرنیټ نه شته. دی وايي چې د کتابتون په جوړولو کې کې ورسره ولس ډېره ښه برخه اخیستې.


شهباز خان زیاته کړه چي کتاب د علم سمندر دی او له کتاب سره دوستي د علم رڼا خپرول دي نو ځکه یې له ولسه غوښتنه هم دا ده چې د کتابونو په راغونډولو کې ورسره برخه واخلي. 




الیاس خان وايي چې د کتابتون ودانۍ یې په خپله کرایه کړې ده. ده د ږوب پر ځوانانو ږغ وکړ چې دوی دې نه یوازې د کتابونو په راټولولو کې برخه واخلي بلکې د لایبرېري غړیتوب دې هم ترلاسه کړي ځکه چې کتاب او لوستونکی د یوه بل لپاره مهم دي. کتابتون په انسانانو او کتابونو ښایسته وي.


د ښاغلي الیاس خان په وینا چې دا به ډیجیټل لاېبرېري وي او په دې کې به ورځپاڼې او رسالې هم موجودې وي.


یو ټولنیز فعال ظفرالله کاکړ وايي چې سرکاري لایبري فعاله نه ده او حکومت هم ورته پاملرنه نه کوي. د نوموړي په وینا کوم ولسونه یا قامونه چې د خپلو حقوقو جنګ کوي نو هغوی علم ته زیاته اړتیا لري. چې ترڅو علم او شعور نه وي نو ترهغو نه ته دلیل ویلی شې او نه هم د حقوقو خبره کولی شي. هغه د ږوب له ښاریانو څخه خواست وکړ چې د لایبرېرۍ لپاره لږ تر لږه یو یو کتاب ضرور ورکړي.


په ږوب کې د ښاروالۍ په یوه ودانۍ کې په ۲۰۰۲ ز کال یو سرکاري کتابتون جوړ شوی وو چې پکې کتابونه او زدهکونکي کم دي او نه هم هلته د جدید دور اسانتیاوي شته.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus