د کابل د برچي په روغتون تر حملې نږدې یوه نیمه میاشت وروسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا روغتون یو وار بیا د ناروغانو پر مخ پرانیست.
دا کمېټه وايي چې څېړنهیې څلورو برخو، سیاست، تشکیلاتو، د قراردادونو د پلي کولو د مراحلو او روڼتیا په برخه کې کړي چې د افغانستان د تدارکاتي سیستم کې ۳۷ موارده ستونزې په ګوته کوي.
ښاغلی غني وايي، چین په لومړي ځل د مسو د کانونو د سپړنې په برخه کې لېوالتیا ښودلې او په دې اړه ورسره خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته سره ورسېږو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته امر وکړ چې په لوګر ولایت کې د امنیت ټينګولو او حملو پر شا تمبولو په خاطر دې ژر تر ژره اقدامات وکړي. دا خبره نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده. ولسمشر غني نن د لوګر د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دې ولایت ته سفر کړی و. د لوګر والي اجمل شاهپور له ولسمشر څخه د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تجهیز، د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړه. ... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' او وېژن ايیر انټرنشنل یا 'پي وي ټي' جوازونه ځنډولي دي. دا شرکتونه به راتلونکې شپږ میاشتې د دې ټولنې په هوايي قلمرو کې پروازونه نهشي کولای. دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو پر جواز شک لري او د دغو کسانو دندې يې وځنډولې. د 'پي ای اې' ویاند عبدالله حفیظ نن ازادي راډيو ته وویل چې له اروپايي ټولنې سره په دې اړه په تماس کې دي. ښاغلی حفیظ زیاتوي: "که... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د عمران خان حکومت او تحريک انصاف کارکردګي څه ده او له کومو چېلنجونو سره مخامخ دي.؟ مېلمانه د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ارباب شير علي او په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی حسن خان دي.
په هلمند کې په روانه اوونۍ کې ۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. په یاد ولایت کې د بشر حقونو کمېسیون ساحوي دفتر د اړیکو او معلوماتو مسؤل مقیم علیزي ازادي راډیو ته وویل چې یاده مرګژوبله تر ډېره د جګړو له امله اوښتې ده. ښاغلي علیزي وویل د جګړې دواړه لوري د ملکیانو ژوند او مال ته هېڅ ډول پاملرنه نهکوي. په هلمند کې تر ټولو ډېر ملکي تلفات په سنګین ولسوالۍ کې ثبت شوي. د تېرې دوشنبې په ورځ د عامو خلکو په یوه مېله بازار کې د غبرګو چاودنو په نتیجه کې ۳۰ ملکیان ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول.... Читать дальше...
له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ۱۳ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسلهوالو طالبانو د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سروبي ولسوالۍ د تور تنګي او د یحییخېلو ولسوالۍ د اته خونې په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د ده په وینا په ځوابي ډزو کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي. دی وایي، په دې نښتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د هلمند د دوشنبې ورځې برید پړه پر افغان ځواکونو اچولې او ویل شوي چې دا برید د طالبانو د ډزو په ځواب کې شوی، خو هدف نهدی ویشتل شوی.
د مالیې سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ کال پراختیایي کنفرانس په اړه خبرې وکړې. د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان لپاره په جنوا کې د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس، د لوړپوړي دولتي پلاوي ناستې ترسره کېدو ته د حکومت په چمتووالي او د سام ناستې لپاره د افغانستان حکومت د کلیدي سندونو وړاندې کولو په تړاو بحث وکړ. د نوموړي په وینا، د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل... Читать дальше...
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو د روزنې فارمونه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېرېږي. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو نن ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند د کرنې ریاست لهخوا تېر کال د دې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر فارمونه ورغول شول چې دمګړۍ پهکې نږدې اووه زره کبان روزل کېږي. نوموړي وویل چې په هلمند ولایت کې د کبانو د صنعت د پراختیا په پار یې ډېرې هلې ځلې کړي او یو شمېر کسانو تهیې په دې برخه کې د روزنې زمینه هم برابره کړې ده. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتونو په رسمي ډول د امنیت شورا له ۱۵ غړیو هېوادونو غوښتي چې د ایران پر ضد بندیزونه تمدید کړي.
بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپه ټویټرپاڼه منځنۍ اسیا ته د سفر په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سرهیې د افغان سولې په اړه خبرې کړي.
وزير اعظم عمران خان وايي، اپوزيشن ګوندونه غواړي چې په حکومت فشار په اچولو سره دوی له څوکۍ لرې کړي خو ورته معلومه نه ده چې که د ګوند بل هر څوک يې وزير اعظم شو او چې چا هم درغلي کړي وي نو حساب به ترې اخلي.
په اعلامیه کې د ګوښه کړل شوي دویم مرستیال قسیم رحیمي په ګډون ۴ تنه د بانک له یو قراردادي څخه د څه باندې ۳،۵ میلیون افغانیو رشوت اخیستو، د افغانستان بانک یو قراردادي ته په غیر قانوني ډول د ۷۲ میلیون افغانیو بیا ورکړه، د تدارکاتو د قانون له حکمونو څخه جدي سرغړونه چې نږدې ۲۰ میلیون افغانۍ کېږي،
یوې سرچینې ویلي، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نن سهار د پولیسو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د پولیسو اته سرتېري ټپیان شوي دي. د پښتون زرغون ولسوالۍ يوې دولتي سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په ټپي شویو کې یوه ښځه او یو کوچنی هم شامل دي. سرچینه زیاتوي، نښته هغه مهال پیل شوه چې ۴۰ هاموې موټر له هرات ښار څخه د پښتون زرغون ولسوالۍ د کلیو پر لور د اکمالاتو د انتقال لپاره روان وو او د ولسوالۍ په ۴۰ کیلومترۍ کې وسلهوالو طالبانو ورباندې حمله وکړه. Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان په کراچۍ ښار کې د ونډو پر بازار د حملې تور پر هندوستان پورې کړی دی. عمران خان دا خبرې پرون د سې شنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته په خبرو کې وکړې. ده زیاته کړه: "موږ هېڅ شک نهلرو چې د دې حملې تر شا هندوستان دی. د تېرو دوو اوونیو پر مهال زما کابینه خبره وه چې دا ډول یوه حمله به کېږي. وزیرانو هم ماته ویلي وو. زموږ ټولې ادارې تیارسئ وې. موږ د خپلو استخباراتي ادارو په مرسته په بریالیتوب سره لږ تر لږه څلور حملې پر شا تمبولې دي. دوه حملې په اسلاماباد کې وې." تر دې مخکې... Читать дальше...
د سرمقاله لیکونکي په وینا، که پر دغو ټولو د کابل ترورونه چې په دې وروستیو کې د نظر خاوندان، سیاسي فعالان او جید علما پهکې ووژل شول اضافه کړو، وینو چې د سولې له ظاهري هڅو سره سره مو هېواد په بد مسیر کې په حرکت کې دی.
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف هغه ولایت ته تللی. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی غني به د لوګر له سیمهییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته یوې ولسي غونډې ته هم وینا وکړي. ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی. د راپورونو له مخې وسلهوال طالبان د لوګر-کابل عمومي سړک ته راوځي او په رڼا ورځ تلاشي کوي چې دې چارې د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي. لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ګاونډ ولایت دی چې تر ډېره پهکې وسلهوال طالبان فعال دي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د افغانستان د سولې او ثبات پر موضوع خبرې کړي. ښاغلي خلیلزاد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کې د سولې د پروسې په تازه مسئلو او په دې پروسه کې د منځنۍ اسیا لهخوا په لوبول شوي او لوبېدونکي حیاتي رول بحث وکړ. هغه زیاته کړې چې یو باثباته او سوکاله افغانستان د سیمې د سولې او د منځنۍ اسیا د سوکالۍ لپاره مهمه دی. Читать дальше...
لا هم د سل بستریز روغتون په دروازو او دېوالونو د وحشت او مرګ نښې ليدل کېږي. د بېپولې ډاکترانو بنسټ له بريد وروسته د ياد روغتون ملاتړ پرېښود. اوسمهال یوازې ۳۷ تنه ډاکتران او نرسان د محدودو اسانتیاوو سره دغه روغتون کې فعاليت کوي. شفیع کریمي دې روغتون ته ورغلی او دا راپور یې چمتو کړی.
د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معینیت په وینا په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د مخدره موادو په وړاندې د ځانګړو پولیسو لهخوا ۴ زره او ۸۳۳ عملیاتونه ترسره شوي دي.
له نن (د جولاۍ لومړۍ) څخه د نړۍ د ۱۵ هېوادونو وګړي اروپايي اتحادیې ته د سفر اجازه لري. اروپايي اتحادیې پرون وویل چې کاناډا، مراکش، نوی زیلاند، رواندا، صربیا، جنوبي کوریا، ګرجستان، استرالیا، الجیریا، تایلند، تونس او اروګوای په خوندي یا مصون زون کې شامل هېوادونه دي او وګړو تهیې د ورتګ اجازه ورکوي. خو د امریکا متحده ایالاتیې له دې اعلانه مستثنی کړی دی ځکه هلته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی. د اتحادیې ۲۷ استازو پرون وویل چې په امریکا، روسیه، برازیل، هند او ترکیه کې... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پر روسیه د تازه لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي دي. نیویارک ټايمز ورځپاڼې د جون په ۲۶مه، په یوه راپور کې وویل چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته جایزې ورکړې دي. تر دې راپور دوه ورځې وروسته واشنګټن پوسټ وویل چې داسې شواهد شته چې د روسیې د انعام لپاره پر امریکايي ځواکونو حمله شوې او ځيني کسان وژل شوي دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې، کایلي مک ایناني پرون (د جون په ۳۰مه) وویل چې استخباراتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دې مسئلې په اړه وضاحت ورکړی دی. Читать дальше...