تندر قول اردو: پکتیکا کې ۱۳ وسلهوال طالبان ووژل شول
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسلهوالو طالبانو د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سروبي ولسوالۍ د تور تنګي او د یحییخېلو ولسوالۍ د اته خونې په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د ده په وینا په ځوابي ډزو کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
دی وایي، په دې نښتو کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.