د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو له مشر مرکچي سره غږېدلی او پر هغهیې فشار راوستی چې پر امریکایانو د حملو د بندولو په ګډون ټول هغه شرایط چې له امریکا سره په موافقه کې یې منلي، پر ځای کړي. د پومپیو له ټویټه څرګندېږي چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ شوې دي. مايک پومپیو په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي. په قطر کې د وسلهوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ازادي راډیو ته وویل چې پومپیو له ملا عبدالغني برادر سره په وېډیو کنفرانس کې په... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په فاریاب کې د وسلهوالو طالبانو دوه مشران وژل شوي دي. د وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون (د جون په ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ماښام د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې وه. فواد امان وویل: "وسلهوالو طالبانو په قیصار کې پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه. په دې پېښه کې د طالبانو دوه قوماندانان قاري عبدالله او قاري عابد ووژل شوو او یو وسلهوال زخمي شوی دی." په قیصار کې د حملې په اړه وسلهوالو طالبانو لا څه نهدي ویلي. د افغانستان حکومت... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونته کورفو ویلي چې د سولې لپاره په روانو هڅو کې باید د ښځو، د قومي او مذهبي لږکیو او د جګړې د قربانیانو غږ واورېدل شي. هغه پرون (د جون په ۳۰مه) پر ټویټر ولیکل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له پخوانۍ مشرې، سیما سمر سرهیې په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. د ناټو ملکي استازي لیکلي چې د سولې لپاره په هڅو کې د ټولو اړخونو ګډون به پایهداره سوله راولي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر مدافعانې او د مدني ټولنې یو شمېر فعالانې شکایت کوي چې... Читать дальше...
د دې مقالې عنوان دی په داسې حال کې چې طالبانو ته د روسیې د پيسو په اړه بحثونه زیات شوي دي، پومپیو د طالبانو د یوه چارواکي سره خبرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې پرون په جنوا کې د دې ادارې په ۴۴مه غونډه کې پر نړۍ د کرونا ویروس د وبا د اغېز په اړه خبرې وکړې.
خو پر حکومتیې غږ کړی چې دا پېښه وڅېړي او ویلي یې دي چې په دې اړه له حکومت سره مرستې ته تیار دي.