د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په فاریاب کې د وسلهوالو طالبانو دوه مشران وژل شوي دي.
د وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون (د جون په ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ماښام د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې وه.
فواد امان وویل: "وسلهوالو طالبانو په قیصار کې پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه. په دې پېښه کې د طالبانو دوه قوماندانان قاري عبدالله او قاري عابد ووژل شوو او یو وسلهوال زخمي شوی دی."
په قیصار کې د حملې په اړه وسلهوالو طالبانو لا څه نهدي ویلي.
د افغانستان حکومت ادعا کوي چې وسلهوالو طالبانو په وروستیو کې حملو ته زور ورکړی دی.