د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې په ټولو ضلعو کې د هغو کسانو د اسنادو په اړه پلټنې کوي چې د پاکستان په وفاقي ادارو کې نوکران دي.
د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې دوشنبې ورځ پر ټرنچ سړ ک د یوه تجار حاجي محمد نعیم په دکان کې دننه د اوبو ټانکۍ پاکولو مهال زهرجن ګیس اووه تنه وژلي دي. د قلعه عبدالله اسسټنټ کمشنر زکاء الله دراني مشال راډیو ته وویل پېښه نن غرمه یوه بجه هله رامنځ ته شوه چې کله د اوبو ټانکۍ پاکولو ته لومړی د حاجي نعیم یو زوی ورشوه او له هغه پس یې بل زوی او بیا خپله حاجي نعیم ورشوه. کله چې د هغوی ږغ ورک شو نو په څلورم وار یې بل زوی ورکوز شو او له هغه پس درې مزدوران ورکښته شول چې کله څوک را و نه وتل نو له هغه ورسته یې انتظامیه وروبلله. Читать дальше...
د افغانستان حکومت وايي، د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز یې تائید کړی، چې له مخې یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه- یوه ښځه د والي د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
نن په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ زرو ته ورسید. دا هیواد د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې کویډ ۱۹ پېښې په کې زیاتې دي. هندي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، په دې ویروس د اخته کیدو ۲۴ زره نوې پېښې ثبت کړي.
د پښتنو په ډېری سیمو کې په خپل سر د کوهي کیندلو او پاکولو پرمهال بیا بیا مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي.
د افغانستان پوهنې وزارت وايي، د دې ښوونځیو د جوړېدو طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې د افغان حکومت لخوا د سعودي چارواکو ته وړاندې شوې ده.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې لپاره کوم جواز نه پاتې کېږي.
د افغانستان حکومت وايي، د ښځو چارو وزارت هغه وړاندیز یې تائید کړی، چې له مخې یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه- یوه ښځه د والي د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وايي، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مرکزونو کې د حضوري زده کړو د پیل لپاره چمتو شوې طرحه یې کرونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته سپارلې ده.
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږ کال د دې ولایت په کچه په څه باندې ۱۱ زره هکټاره ځمکه کې خټکي کرل شوي دي. د نوموړي ولایت یو شمېر کروندګر وايي، که څه هم سږ کال په دې ولایت کې د خټکیو حاصلات کم دي، خو بیا په باراز کې د خټکیو نرخونه ښه دي.
افغان کابینې پرېکړه وکړه چې هر ولایت ته به یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکي. دغه ګام په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د ډېروالي په هدف پورته شوی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې دغه پرېکړه اعلان کړه. هغه زیاته کړه: "د ښځو چارو وزارت له وړاندیز سره سم حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه-یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه وټاکي، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښونه وکړه چې د دغو پوستونو د رامنځ ته کېدو لپاره ګام پورته کړي." د اداري اصلاحاتو او... Читать дальше...
ټاکل شوې په روسیه کې یوه محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلان کړي. د سویتلانا پروکوپیووا په نوم د دغې خبریالې محاکمه کولو په روسیه کې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګونونه پارولي. د روسیې په لویدیځ پیسکوف ښار کې څارنوالانو له پوځي محکمې غوښتي چې دا خبریاله د ترهګرۍ د توجیه کېدو په جرم په ۶ کاله بند محکومه کړي. څارنوالان هڅه کوي چې دغه خبریاله ۴ کاله له رسنیز فعالیته هم بې برخې کړي. پروکوپیووا د ازادي راډیو له روسي څانګې سره په مقطعي ډول کار کاوه. پروکوپیوا د محکمې په جریان کې ځان بې ګنا بللی... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس پېښې کمې شوي، خو لا هم عادي ژوند ته د ګرځېدو لپاره باید خلک څو میاشتې زغم وکړي. د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور دغه څرګندونې نن هغه مهال وکړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو شمېرې یې له خلکو سره شریکولې. هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۸ معاینات شوي دي، ۲۳۹ مثبتې واقعې لرو، دې موده کې ۳۴ افغانان د 'کووېډ-۱۹' له امله مړه شوي دي او ۷۳۷ تنه بېرته رغېدلي دي." وزارت په لومړي ځل په جنسیتي او سني توګه په کرونا ویروس د اخته شویو افغانانو شمېرې خپرې کړې. ... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ازادي راډیو ته وویل د طالبانو له لوري د پنځه زره طالب بندیانو په ورکړل شوي لېست کې ۵۹۲ هغه کسان دي چې په شدیدو جرایمو تورن دي.
په اروپا کې بیا یونان اعلان وکړ چې د جولای میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپله پوله د سربیا د ټولو وګړو پر مخ تړي.
په متحده ایالتونو کې نږدې درې میلیونه خلک په کرونا اخته دي چې له ډلې یې نږدې یو لک او دېرش زره کسان مړه شوي.
که څه هم کالونه کېږي چې کابل کې نجونې بايسکل چلوي، خو لاهم د يو شمېر کابل ښاريانو لپاره دا کار عادي نهدی. خو اوس يوه ډله نجونې وايي چې غواړي د بايسکل چلولو په اړه د خلکو ذهنيت بدل کړي. دا نجونې د خپلو ورځنيو کارونو لپاره له بايسکل ګټه اخلي. په دې اړه د شفيع کريمي راپور لېمه هادي وړاندې کوي.
د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي سږ کال د پستې د حاصلاتو له دوه برابره کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډیو ته وویل چې د ارزونو له مخې د تېر کال په پرتله به سږ کال په دغه ولایت کې نږدې ۳۶ زره او ۴۵۶ متریک تُنه زیاته پسته راټوله شي. نوموړي وویل چې تېر کال په دغه ولایت کې د پستې ۱۵ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصلات راټول شوي و. د ښاغلي تایب په خبره، بادغیس کې د پستې ٣٠ زره هکټاره طبیعي ځنګلونه موجود دي او په دې وروستیو کې د همکارو مؤسسو او کرنې وزارت په همکارۍ د باغونو شمېر زیات شوی. Читать дальше...
پاکستان پیپلز پارټي یو مرکزي مشر او پخوانی وفاقي وزیر ایت الله درانی په ۶۰ شپته کلنی بېګا ماښام د کوټې په یوه روغتون کې ومړ. نوموړی له تېرو څو ورځو راهیسې د کرونا وایرس له ناروغۍ بستر وو. آیت الله درانی له کوټې ښار ۶۰ کلومیټره لیرې سوهېل لور ته د مستونګ ولسوالۍ د پړانګ اباد اوسېدونکی وو. هغه د نامتوعالم دین مولانا محمد ع مر زوی وواو د پیپلز ګوند فعاله غړی وو. نوموړی په۲۰۰۸ز کال کې د مستونګ ـ قلات څخه د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د پیپلز ګوند پر ټکټ کامیابه شوی وو او د وزیراعظم سید یوسف رضاء ګیلاني په حکومت کې د صنعت او پیداوار وزیر مملکت وو. Читать дальше...
د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسلهوال برید کې ټپي شوه. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته ویلي، نوموړي نن سهار د بیرغ چوک سیمه کې دفتر ته په لاره وه چې د تومانچې ډزې پرې شوې دي. ښاغلي احمدزي ویلي، پولیسو د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی. که څه هم د هجران روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی، خو د لوګر عامې روغتیا ریاست ویلي، نوموړې د ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې. نفیسه هجران په تېرو دوو دورو کې د لوګر د ولایتي شورا غړې پاته شوې او دغه ولایت کې له مطرحو او زړورو فعالو ښځو له ډلې وه. Читать дальше...
يوه هندي وګړي له کورونا وايرسه د ځان خوندي کولو لپاره د سرو زرو ماسک په مخ کړی دی. هغه چې چيرې هم ځي خلک ورسره عسکونه اخلي. شنکر کرهادي پر ماسک تر شپږ نېم لاکه زياتې باکستانۍ کالدارې خرڅې کړې دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
پاکستان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هغه هېواد ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده. دا خبره د ملي مصالحې عالي شورا په خپله فېسبوک پاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه بلنلیک پرون په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ښاغلي عبدالله ته وړاندې کړ. د خبر له مخې ښاغلي عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې په خپل دفتر کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې پر روان بهیر یې خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې د پاکستان سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي. Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مکناني که څه هم په دې تړاو چې ولسمشر ټرمپ به واقعاً په دې مسئله خبر و که څنګه؟ څه ونهویل، خو ټینګار یې وکړ چې د نیویارک ټایمز په راپور کې معلومات استخباراتي ادارو نهو شاربلي او چارواکو چندانې با ارزښته ونهبلل.
سعودي عربستان د حج د سږنیو مراسمو لپاره چې یوازې په کور دننه محدود شمېر حاجیانو ته اجازه ورکول شوې، روغتیایي اقدامات اعلان کړل. د روېټرز خبرې اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان دغه روغتیایي اقدامات د دې لپاره کړي چې د حج د مراسمو په وخت کې د کرونا ویروس د نوې څپې د خپرېدو مخه ونیسي. د دغو اقداماتو له مخې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول کېږي او حاجیانو ته اجازه نهورکول کېږي چې له یو بل سره وګوري. سعودي عربستان په تېره جون میاشت کې اعلان وکړ چې یوازې په کور دننه زرو حاجیانو ته اجازه ورکوي چې د حج... Читать дальше...
ایران له چین سره د ۲۵ کلن تړون په اړه خبرې کړې دي. دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د خپل هېواد پارلمان ته وکړه او ویېویل، پر دې تړون د باور او اعتماد په فضا کې خبرې شوي او کله چې هغه وشو، شرطونه بهیې اعلان شي. ظریف ټینګار وکړ چې له چین سره کېدونکی تړون چې د ده په وینا خبرهیې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د چین ولسمشر شي جین پنګ له تهرانه کتنه کوله راپورته شوه، کوم پټ تړون نهدی. دغهراز د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهیي هم په ښکاره له چین سره د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون ملاتړ کړی دی. Читать дальше...