په پاکستان کې په وار وار پر یو شمېر کسانو د ترهګرۍ او یا له ترهګرو سره د مرستو داسې تورونه لګول شوي چې بیا وروسته پلټنو او یا عدالت دروغ ګرځولي دي
د جولايي په پنځمه په پاکستان کې د جنرل ضیا الحق د مارشل لا د نفاذ ۴۳ کاله پوره شول. نوموړي په ۱۹۸۸م کال کې تر مرګه پورې د پوځ مشري او د هېواد واکمني په خپلو لاسو کې ساتلې وه.
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د کووېډ-۱۹ ځينې ناروغان چې په سا اخیستو کې له مشکل سره مخامخ شي نو ډاکتران ورته اکسیجن لګوي. خو په افغانستان کې د اکسیجن د کمي له وجې یې بیې خورا لوړې شوې چې زیاتره بېوزله کسان یې نشي اخیستای. دې وضعیت د کابل یو سوداګر اړ کړ چې د اکسیجن جوړولو هغه کارخانه بیا فعاله کړي چې له اووه کلونو راهیسې تړلې وه. نور د اسوشيېټېډ پرېس په ویډیويي رپورټ کې.
د فاریاب ولایت په خانچهارباغ ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰ د خښتو پخولو بټۍ شته، ماشومان په ۴۰ سانتي ګرېډ ګرمۍ کې په سختو کارونو بوخت دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، حکومت سولې ته رسېدو او د جګړې پای ته ژمن دی او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له دوی سره بندې سرتېري او عسکر را خوشې کړي.
د شمال ختيځ زون په څلورو ولایتونو بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د بلوڅو مېشت قومونه چې په کندز کې د بلوڅو قوم په نوم قومي شورا لري انتقاد کوي، چې حکومت د بلوڅو قوم له پام غورځولي دی، ځکه د کابينې په جوړولو کې ورته هېڅ ونډه نه دی ورکړل شوې.
په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو په پېښور کې د موسيقۍ له استاد پروفيسر اې ار انور سره خبرې کړې دي. دی وايي، د هندي کلاسيکي موسيقۍ په اړه يې ليکنې وخت په وخت په پاکستانيو ورځپاڼو کې چاپ شوي، خو اوس غواړي چې خپل معلومات د ټولنيزې ميډيا له لارې د موسيقۍ مينه والو ته ورسوي. په خپرونه کې د پروفيسر اې ار انور خبرې او سندرې اورېدای شئ.
په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ وسله والې نښتې ان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت له مهاله پاتې یوه جنجالي موضوع ده.
په هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي. په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي دغه شمېر ماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي. مقيم چې ازادي راډيو سره خبرې کولې وويل د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نهکوي. په هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر غبرګو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول. حکومت د... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ به په کابل کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان د سولې په اړه د دوشنبې له ورځې درې غونډې جوړوي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد پرون د دغو غونډو په اړه وویل: "د ایران د باندنیو چارو وزارت به په دې غونډو کې ګډون وکړي."
په افغانستان کې د ناټو ملکي برخه وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپارهیې د کرونا ویروس په وړاندې تر ټولو لویه طبي مرسته چمتو کړې ده. په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د ملکي څانګې له لوري دا اعلان څو ورځې وروسته له دې وشو چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې هم کرونا ویروس خپور شوی دی. غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه ټویټ کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو ته په دې طبي مرسته کې تر یو نیم میلیون ډېر ماسکونه، ۵ لکه دستکشونه، ۴ لکه ۶۰ زره چپنې او د جراحۍ وسایل شامل دي... Читать дальше...
د فاطمې ډاکتره وايي، فاطمې د سختې ساه لنډۍ له امله سختې ورځې تېرې کړي، خو اوس چې روغه شوې هېڅڅوک یې له روغتون نه د وړلو لپاره نهدي ورغلي.
د افغانستان مالیې وزارت وایي، له امنیتي ادارو یې غوښتي چې د اسلام قلعه ګمرک امنیت خوندي کړي. د دغه وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګمرک یو کلیدي او ډېر عاید لرونکی ګمرک دی او باید ورته پام وشي. نوموړي هیله وښوده چې د هرات-اسلام قلعې لویې لارې امنیتي ستونزې ژر تر ژره هوارې شي او د ګمرک کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته وګرځي. د هرات د ګمرک کارکوونکو د هرات-اسلام قلعه لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو له امله کاري اعتصاب کړی. اعتراض کوونکي وایي، وروسته له هغه چې تېر کال د... Читать дальше...
د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.
د خوست ښار یو شمېر کاروباریان نیوکه کوي چې په غلام خان بندر کې ځینې چارواکي د دوی د کاروبار پر وړاندې ستونزې جوړوي. دوی وايي د کرنې ریاست چارواکي ددې پر ځای چې لاس په لاس د توکو کیفیت او څرنګوالي چېک کړي، د ترکاریو او تازه میوو موټر په ساعتونوساعتونو لمر ته دروي، چې خرابیږي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره سیمهییزه او نړیواله اجماع مهمه بولي او دا ډول غونډې د دې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا یادوي.
په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر له دوو لکو اته ويشو زرو اوښتی دی. د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکي حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې تر نن سهاره ( د جولايي تر پنځمې) پورې له دې وایرسه د مړو شوو شمېره څلور زره اووه سوه دولس (۴۷۱۲) ته لوړه شوې ده.
د لغمان بېځایه شوې کورنۍ وایي، تر اوسه ورسره هېځ ډول مرستې نهدي شوي. د لغمان مرکز مهترلام ته د جنګ جګړو له کبله د دغه ولایت له لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو راکډه شوې کورنۍ وایي، نهپوهېږي چې د کډوالو په نوم شوې مرستې چېرته تللي. دغه بېځایه شوي خلک وایي، کلونه وشول چې د جنګ جګړو او ناارامیو له امله له خپلو مېنو راکډه شوي او اوس په مرکز مهترلام کې دېره دي، خو په خبرهیې چې تر اوسه ورته د کډوالۍ هېڅ حق نهدی ورکړل شوی. د دوی په خبره، اوسمهال د ژوند له ستونزو او سختیو سره لاس او ګرېوان دي. ... Читать дальше...
د کوويډ-۱۹ په نوم نوي کورونا وايرس د ژوند د بېلا بېلو څانګو او روزګارونو تر څنګ د کوچيانو ژوند او روزګار هم اغېزمن کړی دی. د افغانستان په کابل او پروان ولايتونو کې کوچيان وايي چې د پيو (شيدو) او له دې څخه جوړو نورو حاصلاتو د پلور لپاره د پخوا په شان بازار نه لري. احمد شاه اعظمي د رويټرز اژانس له لورې د ملګرو ملتونو له خپرې کړې ويډيو راپور جوړ کړی.
یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ پر یوې ساتونکې حمله کړې او مړه کړې یې ده. راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه. څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه. د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نهوي. دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو. سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. دغه وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، ۲۱ کلن وینسینټ سبسټیان ایباریا چې په اصل کې د امریکا د تګزاس ایالت و، تېره جمعه په فراه ولایت کې د موټر د نسکورېدو په پېښه کې مړ شوی دی. د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي. د ارمي ټایمز خپرونې په حواله، دا په روان ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د امریکا نهم سرتېری دی چې وژل کېږي.
د کروېشیا وګړي له کرونا وبا سره سره نن یکشنبه د خپل هېواد په پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي. لومړنۍ نظر پوښتنې ښيي که چې د کروېشیا دوه سیال سیاسي ګوندونه به سخت په رقابت کې وي. د صدراعظم اندرې پلیکنوویچ په مشرۍ مرکزي ښي اړخی ګوند، د کروېشیا متحد ډیموکرات په دغو ټاکنو کې د بریا تمه لري. بلخوا د داور بیر ناردیچ په مشرۍ کیڼ اړخی سوسیال ډیموکراتیک ګوند هم په دغو ټاکنو کې بریا ته سترګې نیولې دي. دغه سیالي د کروېشیا په پارلمان کې د ۱۵۱ سیټونو د اکثریت خپلولو لپاره کېږي. ګټونکی ګوند باید ۷۶ څوکۍ... Читать дальше...
د اتریش محلي رسنۍ وايي له پلازمېنې ویانا بهر یو روسی پناه غوښتونکی په ډزو وژل شوی دی. دغه پېښه تېر ماښام د ګیراسدورف ښارګوټي په یوه لوی شاپنګ مال کې شوې چې وروسته دغه شاپنګ مال د یوه ساعت لپاره وتړل شو. لومړني راپورونه وايي دغه پناه غوښتونکی پر تندي ویشتل شوی او د امبولانس تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړې ده. تر پېښې څو ساعته وروسته د پولیسو د سختې تالاشۍ په نتیجه کې له پلازمېنې ۲۰۰ کیلومتره لیرې یو مشکوک کس ونیول شو. د اتریش پولیس دا قضیه څېړي او هڅه کوي د قتل انګېزه معلومه کړي.
په سرمقاله کې ټینګار شوی چې ټول تمرکز باید د بینالافغاني خبرو پر بریالیتوب وي او سخت کار، ډېرې حوصلې، انعطاف او قربانۍ ته اړتیا ده چې دا فاصلې ختمې شي.