یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ یوه ساتونکې مړه کړې
راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه.
څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه.
د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نهوي.
دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو.
سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون میاشتې پر شپږمه پیل کړل او په دې لړ کې یې ژوبڼونه هم بېرته پرانیستل.