د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو او یو شمېر سوداګرو نن سهار له پاکستاني چارواکو سره د واګه بندرله لارې هندوستان ته د صادراتي توکو د ټرانزیټ په ستونزو خبرې وکړې. د دغې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ښاغلي مهمند وویل، په دغه ناسته کې له پاکستان سره په ټرانزیټ کې د افغان سوداګرو د ننګونو په خاص ډول د واګه بندر له مسیر څخه هندوستان ته د افغان سوداګرو د صادراتي توکو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې مطرح شوې او د پاکستان د حکومت له لوري یې پر حل ټینګار وشو. Читать дальше...
په سویل ختیځو ولایتونو پکتیا او پکتیکا کې د ماین چاودنو ۶ طالبان وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی. په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا احمد خېلو او د پکتیکا خوشامند کې طالبانو ماینونه خښول چې پرې چاودېدلي دي. هغه زیاته کړه: "بېګا شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې په پکتیا کې د غونځې په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودنه کړې، ۴ ماین خښوونکي هملته وژل شوي دي، د پکتیکا خوشامند سیمه کې هم طالبانو باندې خپل ماین چاودلی چې ۲ تنه یې وژلي او یو بل... Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارتي فعالیتونو او په دې لاره کې د شته خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
د پاکستان د پنجاب صوبې په شيخوپوره ضلع کې د کوسټر او ريل ګاډي د ټکر په نتيجه کې لږ تر لږه ۲۰ سيکان وژل شوي او پنځه نور ټپي شوي دي.
نا معلومه وسله والو په کاپیسا کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی دی. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند شورش شایق ازادي راډیو ته وویل، د محب الرحمان په نوم دغه کس د ډنګر خېلو سیمه کې نن سهار دندې ته روان و چې موټر سایکل سپرو ډزې پرې وکړې. په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال وایي، وروستیو کې کاپیسا ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي، خو چارواکو د هدفي وژنو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. کومې ډلې د دغې پېښې مسئولیت نه دی اخیستی.
په پاریس کې یوې محکمې د داعش وسله والې ډلې سره د تړاو په تور یو فرانسوی په ۳۰ کاله بند محکوم کړ. ټایلر ویلوس پرون، د محکمې له خوا د هغو جرمونو له کبله زندان ته واستول شو چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو ترمنځ یې سوریه کې ترسره کړي. دا لومړی ځل دی چې فرانسه یو سخت دریځي اسلامپالی په سوریه کې د جرمونو په ترسره کولو محاکمه کوي. دېرش کلن ویلوس اسلام منلی و او د څېړونکي په باور د المهاجرین په نوم د ترهګرې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړی و. په دې ډله کې چې د شمالي قفقاز او منځنۍ اسیا د هیوادونو یو زیات... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو د دریېمې پرلپسې ورځې لپاره، په کرونا ویروس د اخته کیدو تر پنځوس زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي دي. د جولای په دریېمه په کرونا ویروس د اخته کېدو دا لوړې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا متحده ایالتونه د خپلواکۍ د ورځې سره تړلي رخصتي لمانځي چې په دودیزه توګه سفرونه، راټولېدنې او نور مناسبتونه ورسره مله وي. خو د کرونا ویروس د خپرېدو چټکتیا د دې سبب شوې چې روغتیايي چارواکي له خلکو وغواړي څو په رخصتیو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي. همدارنګه د امریکا یو شمېر ایالتونو د کاروبارونو... Читать дальше...
په سرمقاله کې په حکومت او طالبانو هم غږ شوی چې د سولې پروسې ته له دغو زیانونو مخنیوی وکړي.
د خیبرپښتونخوا او افغانستان په غریيزو سیمو کې خلک له پیړیو راهیسې د سیندونو په ذریعه لرګي له یو ځایه بل ته وړي. همدغه ډول د روس په سایبېریا کې هم پر جديد سامانونو او ګاډو سربېره د یو دریاب لارې لرګي وړل کېږي. د لرګیو کاروبار کوونکی دغه شرکت وايي دا ډول له ۷۵۰ کلومیټره اوږدې لارې ځان ژغوري او یواځې په ۱۰۰ کلومیټره واټن کې خپلو مرکزونو ته لرګي رسوي. په دې هکله د مشال راډیو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور منورشاه وړاندې کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې امریکا او روسیه په افغانستان کې د ورته ستونزو تاریخ لرلی، د دواړو زرګونه پوځیان وژل شوي یا ژوبل شوي او جګړو یې کلونو دوام کړی دی.
د دې شورا ویاند کیوان خسروي پرون د جمعې په ورځ وویل، د ځانګړو امنیتي دلایلو له کبله د دې پېښې علت او جزئیات اوس نهاعلانوي، خو په مناسب وخت کې به په دې اړه معلومات ورکړل شي.
په ۱۹۷۶ کال کې کال کې ازادي راډیو چې په روسي ژبهیې خپرونې کولې، د ازادې اروپا له راډیو سره یوځای شوه.
په انځورونو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو څه باندې ۶۵ کلن تاریخ ته کتنه. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د سړې جګړې له پیل راهیسې هڅه کړې چې د اطلاعرسونې د یوې خپلواکې سرچینې په توګه نا سانسور شوي اطلاعات خپلو اورېدونکو ته ورسوي.
په افغانستان کې د ناټو مأموریت ملکي استازی له طالبانو غواړي چې تشدد پای ته ورسوي څو د سولې خبرو ته لاره اواره شي. ستیفانو پونتې کوروو په یوه وېډیويي پیغام کې چې پرون ماښامیې پر ټویټر خپور کړ ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر سره یوځای یې د افغانستان د سولې په اړه په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او نورو چارواکو سره په کتنه کې خبرې کړې دي. ښاغلی پونتې کوروو وايي، د طالبانو حملو د سولې د روانو خبرو پر وړاندې لوی خنډ جوړ کړی دی. ښاغلی کوروو زیاتوي: "موږ د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړ. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې طالب مشرانو او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د سولې له ټینګښت وروسته د متحده ایالاتو د پانګونو په اړه خبرې کړې دي. زلمي خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، په دې کتنه چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د نړیوال پرمختګ د مالي شرکت «USIDF» د مشر ادام بوهلېر «Adam Boehler» په ګډون په دوحه کې وشوه په افغانستان کې د امریکا او قطر د ګډو پانګونو پر احتمال خبرې وشوې. طالبانو هم له خپلې خوا په یوه بیان... Читать дальше...
د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر پرون په حق ورسېد. ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې د اقتصادي-سوداګريز پرمختګ او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د ده ځانګړی استازی په 'کووېډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په حق رسېدلی دی. ښاغلي غني د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوسف غضنفر د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کار پیل کړی و او مړینهیې د هېواد او نظام لپاره لویه ضایعه ده. یوسف غضنفر چې په ۱۳۴۴ هـ.ل کال... Читать дальше...
د پاکستان په شمال ختیځ کې ۲۲ تنه سېکهان چې د مذهبي مراسمو لپاره روان وو، پرون هغه مهال ووژل شول چې یو اورګاډی د دوی له بس سره ولګېده. د چارواکو په وینا پېښه د پنجاب ایالت په شېخ پوره سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، دا سېکهان د پېښور اوسېدونکي وو چې د نانکانا صاحب په نوم د سېکهانو یوه زیارت ته روان وو. رسنیو د شېخ پورې سیمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې په دې بس کې شاوخوا ۲۶ تنه مسافر سپاره وو. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. په پاکستان کې د اورګاډو او له اورګاډو سره د موټرو د ټکر پېښې ډېرې کېږي. Читать дальше...
ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو هغه فرمان چې له مخې یې دی تر راتلونکو ۱۶ کلونو پورې په واک کې پاتې کېږي توشېح کړ. د دې فرمان له مخې په اساسي قانون کې اصلاحات له نن څخه نافذ دي. په اساسي قانون کې د نږدې ۲۰۰ بدلونونو ټولګه د هغې ټولپوښتنې په پایله کې چې د جون د ۲۵مې او د جولای د لومړۍ نېټې ترمنځ وشوه په سلو کې په ۷۸ موافقو رأیو تصویب شوه. کرملېن د دې ټولپوښتنې د نتیجې هرکلی کړی دی. د تولپوښتنې په جریان کې د یو لړ ګډوډیو او په ځینو ځایونو کې له هغو فعالانو او ژورنالېستانو... Читать дальше...
د افغانستان جمهوري ریاست، ارګ وايي چې په نن سبا کې به د طالبانو څو سوه نور بندیان هم د حکومت له زندانونو څخه خوشې شي. د قطر د موافقې له مخې د بینالافغاني خبرو له پیل مخکې افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ به سلګونه نور طالب بندیان هم خوشې شي. ښاغلی صدیقي زیاتوي: "د یکشنبې په ورځ به څو سوه نور طالب بندیان خوشې شي. دا اقدامات د دې لپاره کېږي چې د طالبانو او امریکا... Читать дальше...
طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې چې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په قطر کې لاسلیک شوه ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون هېڅ نړیوالې ترورېستي ډلې ته به د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملو اجازه نهورکوي.
په خوست ولايت کې پولیسو ترلس کیلوګرامه ډېر تارياک ونيول. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، دوولس کيلوګرامه تارياک چې په يوه سراچه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې له يوې ولسوالۍ څخه د خوست مرکز ته قاچاق شي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نيول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
پولیسو په کابل ښار کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول. د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرطان د مياشتې پر ۱۱ نېټه د کابل ښار په ۱۷ مه ناحيه کې د عملياتو په نتيجه کې د استوګنې په یوه کور کې څلور کيلوګرامه کرسټال ونيول. دوه کسه چې په دې کور کې اوسېدل هم د دې نشه يي موادو د خرڅلاو په تور نيول شوي دي.
کندهار ښار ته تقريباً د لسو کيلو ګرامو هیرويينو د قاچاقو مخه ونیول شوه. د کندهار د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، دوه کسه چې غوښتل يې ۹ نيم کيلوګرامه هيرويين د جوسو په ۴۱ بوتلونو کې کندهار ښار ته قاچاق کړي او بيا يې پر معتادينو باندې خرڅ کړي، د سرطان د میاشتې پر ۱۱ نېټه په ميوند ولسوالۍ کې ونيول شول. د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ښارونو کې د هیرويينو او ښېښې استعمال ډېر شوی دی.
په ننګرهار ولایت کې پولیسو په څلورو جلا جلا عملياتو کې تر سلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د سرطان د میاشتې پر ۱۲مه نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو په خوګياڼيو او سره رود ولسوالیو کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په دوو موټرو کې ۷۴ کيلو ګرامه چرس ونيول. په دوو نورو عملياتو کې چې د جلال اباد ښار په اتمه او نهمه ناحيه کې وشول، ۳۵ کيلوګرامه ښیښه ونيول شوه. د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور پنځه تنه نيول شوي دي.