د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د روسیې لهخوا وړاندې شوی هغه پرېکړهلیک رد کړ چې د سوریې شمال لوېدیځې برخې ته چې د سوریې د یاغیانو په کنټرول کې ده، له ترکیې څخه د بشري مرستو رسول پر یوې لارې پورې محدودوي.
پر روسیې سربېره د ۱۵ کسیزې امنیت شورا درې نورو غړو، چین، ویتنام او جنوبي افریقا د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ.
روسیې چې د سوریې نږدې متحده ده، د دغه پرېکړهلیک مسوده وروسته له هغې د امنیت شورا پر غړو ووېشله چې وړمه ورځیې له چین سره یوځای د هغه پرېکړهلیک مسوده ویتو کړه چې له مخې یې له ترکیې څخه د یوه کال په مخه دغې سیمې ته د بشري مرستو رسولو دوه لارې پرانیستل کېدې.
په پام کې ده چې د یوه بل پرېکړهلیک مسوده چې له ترکیې د شپږو میاشتو په مخه د دوو لارو د پرانیستلو غوښتنه کوي، د امنیت شورا پر غړو ووېشل شي.
دا نهده څرګنده چې دغه پرېکړهلیک ته به مخکې تر دې چې د اوسني مأموریت اعتبار سبا پای ته رسېږي، رایې ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارک لوکاک ویلي چې د دوو پولو پرانیستل د هغو میلیونونو ملکي وګړو لپاره چې ملګري ملتونه نهشي کولای له نورو لارو ورته ورسېږي، ډېر حیاتي دي.